لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: د بې درکه او په حراست کې د پرتو خلکو خوشي کولو دپاره مظاهره شوې


په سوات کې د بې درکه کسانو د خپلوانو احتجاجي مظاهره
په سوات کې د بې درکه کسانو د خپلوانو احتجاجي مظاهره

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات کې د بې درکه کسانو او په حراستي مرکزونو او جېل کې بندو خپلوانو لاريون او احتجاجي مظاهره کړې، د خپلو خپلوانو د مالومولو او بنديوانو د خوشي کولو غوښتنه يې کوله.

احتجاج کوونکو پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (7 فرورۍ) د ګراسي ګراونډ نه تر سوات پرېس کلب پورې لاریون او بيا احتجاجي مظاهره کړې ده.

په سوات کې څومره کسان بې درکه دي؟

افتاب علي شاه چې د سوات د کبل سيمې سره تعلق لري وايي، د هغه خپل ورور الطاف علي شاه د تيرو 13 کالو راهسې ورک دی او د تره زوی يې عمرسېد په جېل کې دی او دعوه کوي چې د کورنۍ څلور، پينځه کسان يې نور هم ورک دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "پرون د بې درکه کسانو خپلوان او هغو کسانو خپلوان چې څوک بندي دي، دوی غوښتنه کوله چې بې درکه کسان دې مالوم کړی شي او د پوځي عدالتونو نه سزا شوي کسان چې بيا د پېښور هايي کورټ دغه سزاګانې معطل کړي، دغه کسان دې خوشي کړی شي".

د نوموړي په وېنا هغه په ملک کې د بې درکه کسانو دپاره مبارزه کوونکي تنظيم (ډيفنس اف هيومن رايټس اېنډ پبلک سروسز ټرسټ) د سوات رابطه کاردی، او دعوه کوي چې "د کال 2009 نه د سوات 2000 کسان بې درکه وو، بيا د حکومت او ادارو لخوا پېښور هايکورټ ته ويل شوي وو، چې 1500 کسان مالوم دي او په حراستي مرکزونو کې دي".

هغه وويل "بيا هم 500 کسان بې درکه وو، بيا په 1500 کسانو کې د 500 نه تر 700 پورې کسان خوشي شوي، او د 100 پورې کسان داسې دي چې هغه وژل شوي او يا بيا د پوځي عدالتونو لخوا په سزاګانو کې تېزندي کړی شوي دي".

نوموړي دعوه وکړه "چې 700 نور کسان داسې دي چې هغه په مختلفو زندانونو کې يا په حراستي مرکزونو کې دي، او 500 لا بې درکه دي. هغه وويل دغه شمېرې دوی په خپله هم راټولې کړي او هايکورټ ته دغه شمېره ويل شوې وې".

افتاب علي شاه وايي د بې درکه کسانو شمېره يې په ملک کې د بې درکه کسانو دپاره جوړ کمېشن سره هم شريکه کړې ده.

د بې درکه کسانو سرکاري شمېرې

په پاکستان کې د بې درکه کسانو دپاره جوړ حکومتي کمېشن په وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه په ملک کې د 31 جنورۍ 2022 پورې د بې درکه کسانو ټول کېسونه 8415 وو، ويل شوي په دغو کې 3269 کورونو ته بيرته ستانه شوي، 939 په حراستي مرکزونو او 581 په جېلونو کې دي.

د يادو شمېرو ترمخه د 228 بې درکه کسانو مړي ترلاسه شوي، 5017 کېسونو کې کسان مالوم شوي، او 1146 خارج کړی شوي دي.

په وېب پاڼه ورکړی شوو شمېرو کې ويل شوي په ملک کې تر ټولو زيات د بې درکه کسانو شمېره په خېبرپښتونخوا کې او دغلته 3176 کسان، په سيند صوبه کې 1692، په پنجاب کې 1498، په بلوچستان کې 1662 او په اسلام اباد کې 318 کسان بې درکه وو او کمېشن ته رپورټ شوي دي.

ویل شوي په خېبرپښتونخوا کې 540 کسان کورونو ته بيرته ستانه شوي، 780 په حراستي مرکزونو او 107 په جېلونو کې دي، د دې ترڅنګ د 61 مړي موندل شوي، او ټول 1146 کسان مالوم شوي دي.

د کمېشن ترمخه دا وخت د 2252 بې درکسانو په پلټنو کار روان دی.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ او بلوڅ مسنګ پرسنز په نوم تنظميونه د بې درکه کسانو شمېرې د زرګونو په شمېره کې ښايي.

حکومت د بې درکه کسانو په اړه څه وايي؟

د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شېرين مزاري تېر کال د اګست په مياشت کې ويلي وو، "په زوره بې درکه کول جرم ګرځوو، په جمهوریت کې په زوره د بې درکه کولو ځای نشته، او د قامي اسمبلۍ قايمه کمېټۍ د دغه قانوني مسودې په متفقه توګه منظوري ورکړې ده".

خو تېره میاشت په جنورۍ کې په سېنېټ کې مزاري ويلي وو، "د بې درکه کسانو په اړه جوړه شوې قانوني مسوده اړونده قايمه کمېټۍ او قامي اسمبلۍ منظوره کړې خو برني اېوان سېنېټ ته د تلو نه وروسته دا بې درکه شوې ده".

په سوات کې په پروني احتجاج کې شريک يو تن ضرار خان ويلي، "د هغه خپل ورور د 2010 نه وروسته بې درکه وو او بيا اووه کاله وروسته هغه مالوم شو او بيا پوځي عدالت هغه په 2018 کې سزا کړی او دغه سزا د پېښور هايکورټ سزا کالعدم کړې خو هغه تراوسه پورې په جېل کې دی".

هغه وويل "دغه شان ډېر کېسونه دي، او د ډېرو خلکو خپلوان چې هايکورټ بري کړي په جېلونو کې دي، دوی غوښتنه کوي چې د پېښور هايکورټ فېصله دې ومنل شي او د خلکو خپلوان دې خوشي شي".

عدالتي قضيه اوس چرته ده؟

قانون پوهه شبير حسېن ګګيانی اېډوکېټ چې په دغو قضیو کې د پېښور هایکورټ ته وړاندې شوی وايي، په 18 اکتوبر کې د پښور هايکورټ د هغه وخت چيف جسټس وقار احمد سېټهـ د پوځي عدالتونو نه سزا شوو 75 کسانو چې زیاترو ته پکې د مرګ سزاګانې اورولې وې، د هغو اپيلونه يې منلي او دغه سزاګانې يې کالعدم کړې او د بندي کسانو خوشي کولو يې ويلي وو.

هغه زياته کړه بيا په 16 جون 2020 کې پېښور هايکورټ د 198 نورو کسانو اپيلونه منلي وو، چې په هغو کې هم زیاترو ته پوځي عدالتونو د ترهګرۍ په مقدمو کې د مرګ سزاګانې اورولې وې او دغه سزاګانې هم کالعدم کړی شوې وې.

خو نوموړی وايي، بيا وروسته د حکومت په خواست سپريم کورټ دغه دواړه فېصلې معطل کړې وې او دغه قضيه په سپریم کورټ کې تراوسه پورې پرته ده او فېصله شوې نه ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG