لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:په پوځ ترخونړیو بریدونو وروسته جنرال باجوه اؤ عمران خان نوشکي ته رسیدلي


بلوچستان کې په پوځ اؤ ایف سي دپرله پسې بریدونو وروسته دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ دپوځ سرلښکرجنرال قمر جاوید باجوه نن دبلوچستان نوشکي سیمې ته رسیدلي دي اؤ دغلته یې امنیتي ځواکونو سره لیدنې اؤ هغوئ ته وینا کړې ده.

دبلوچستان نوشکي اؤ پنجګور سیمو کې تیره اوونۍ بلوڅ بیلتون خوښو په پوځ خونړي بریدونه کړي وؤ چې دپوځ په وینا پکې نهه عسکر وژل شوي وؤ خو بیلتون غوښتونکې بلوڅ ډلې بلوچ لبریشن ارمي په دې برید کې بیا د۱۹۵نوي پو ځیانو د وژلو دعوه کړې وه.

څېړونکي وایي نوشکي ته د وزیراعظم اؤ پوځي سرلښکر دسفر مقصد دپوځ مورال لوړول دي خو د ډیرې مودې راهسې چې په بلوچستان اؤ قبایلي ضلعو کې دامنیت کوم بد وضعیت لیدل کیږي حکومت هغې کې دتذبذب ښکار دی اؤ‌ کله وایي چې وسله والو ډلو سره مذاکرات کوؤ اؤ کله بیا دمذاکراتو نه انکار کوي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې وزیراعظم عمران خان سره دنوشکي په سفر تللي پلاوي کې د هیواد دبهرنیو اؤ کورنیو چارو وزیران هم شامل دي.

نوشکي کې پوځیانو ته خپله وینا کې وزیراعظم دایف سي اؤ رینجرز ځواکونو په معاشونو یا تنخاګانو کې د۱۵ فیصدي اضافې اعلان هم کړی دی اؤ ددې ترڅنګ یې ویلي چې دسي پيک منصوبې په دوهم پړاؤ کې به ترټولو ستره برخه دبلوچستان وي.

دبلوچستان بیلابیل سیاسي ګوندونه اؤ بیلتون غوښتونکې وسله والې بلوڅ ډلې تور لګوي چې په سي پیک پروژه کې دبلوچستان خلکو سره زیاتی شوی اؤ ټولې ګټې یې په اصل کې پنجاب ته ویستل شوي دي.

وزیراعظم وویل دچین صدر ورته باور ورکړی چې د سي پیک پروژې راتلونکې پړاؤ کې به تر ټولو زیاتې ګټې دبلوچستان وي.

وزیراعظم ویلي ددې پروژې دویم پړاؤ دصعنتونو لګولو دی چې هغې کې ځانګړې صنعې ساحې هم شاملې دي .

دهغه په وینا "دا پړاؤ دټیکنالوژۍ دی، ددې ترڅنګ چین دکرکېلې په څانګه کې هم موږ سره کومک وي اؤ که دچین په مرسته زمونږ کرکیله وده کوي نو موږ به نور هم د ایکسپورټ جوګه شو ځکه چې زمونږ اکثریت په کرکېله اډاڼه دي"

هغه خپله وینا کې د پوځي ځوانانو دمورال لوړؤلو په ترڅ کې ویلي چې دترهګرۍ په ضد په جګړه بوخت ځوانان یوازې نه دي بلکې ټول قام یې ترشا ولاړ دی .

عمران خان وي دترهګرۍ په ضد جګړه کې چې پوځ کوم جرائت ښودلی دهغې مثال نه موندل کیږي.

هغه په دې موقعه پوځ اؤ ایف سي ته دهغوئ تنخاګانو کې د۱۵ فیصده اضافې اعلان هم کړی دی .

وتلی خبريال او څېرونکی شهزاده ذولفقار د وي او ای ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شیراني سره خبرو کې ویلي د وزير اعظم ،پوځي سرلښکر او نورو لوړ پوړو چاوراکو نوشکي بلوچستان ته راتلل دا پېغام لري چې هغه د ځواکونو مورال او حوصله لوړول غواړي.

د شهزاده ذوالفقار وایي په تېرو شلو کالو کې داسې پېښې په پخوانۍ فاټا اوپه بلوچستان کې روانې وې، حکومت وخت نا وخته ويلي وسله والو ډلو سره روغه جوړه اؤ مذاکرات کوي" او کله وايي نه يې کوؤ، بيا کله دا خبرې مخته ولاړې شي خو کله بيا ودریږي"

په دې وروستیو کې دبلوڅ سیاسي ګوندونو، تنظیمونو اؤ دبلوچستان دحقونو لپاره دغږ پورته کوونکو فعالانو لخوا په حکومت اؤ پوځ دې نیوکو زور نیولی چې دبلوچستان دقدرتي وسایلو نه پښې چاپېره کړي اؤ نور یې دا ایالت تر ټولو زیات پسمانده ساتلی دی.

دوئ وایي څوک چې دبلوچستان دحقونو خبره کوي نو هغوئ په جبر لادرکه کولی شي چې وروسته یا خو هډو معلوم نه شي اؤ یایې مړي وموندل شي اؤ دبلوچستان په خلکو کې دمحرومۍ داحساس له امله اوس ورځ تر بلې دلته دحکومت اؤ پوځ په ضد خلکو کې کرکه سیوا کیږي

خو وزیراعظم ویلي "مونږ به بلوچستان دپاره هغه کارونه وکړو چې بیا به هیڅوک ونه کړی شي چې خلک دحکومت په ضد ودروي، هیڅوک به بیا دترهګر اؤ دښمن خبره نه اوري"

وزیراعظم دا هم ویلي چې حکومت به یې دچمن نه تر کراچۍ یو ستر سړک یا هایي وی جوړوي چې دې لپاره پیسې اېښودل شوي اؤ ددې پروژې په سرته رسیدو به دبلوچستان خلکو ته زیاته ګټه په لاس ورشي.

خبریال شهزاده ذوالفقار وایي شا وخوا يو کال وړاندې وزير اعظم چې اول بلوڅ وسله والو سره د مذکراتو خبره کړې وه خو نن هغه په دې اړه ويلي چې د داسې بريدونو تر شاه دښمن قوتونه دي، ددې کوم مطلب کيدای شي؟

هغه وایي " زما پر خيال پر مړي او جنازه خو د روغې جوړې خبري نه کېږي، دښمن قوتونه خوشته، خو زما پرخيال له مذاکراتو څخه وزيراعظم انکار هم نه دی کړی "

نوموړی وایي پکار ده چې پرته له کوله ځنډه او خنډه وسله والو ډلو سره د روغې جوړې لړۍ دوام ولري

"يو جنګ دی، يو مذاکرات دي، داخو دواړه وي خو چې کوم خلک( ځيني سياستوال ) چې جنګ غواړي د هغوئ په جنګ کې ګټه ده، د جنګ په وخت کې جنګ خو د روغې په وخت کې روغه کول پکار ده"

په دې وروستیو کې دپاکستان په بلوچستان ایالت اؤ قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ دهیواد دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید تیره اوونۍ اندېښنه ښکاره کړې وه چې په دې بریدونو کې نوره اضافه هم کیدای شي.

په امنیتي ځواکونو دترسره شوؤ زیاترو بریدونو پړه پاکستاني طالبانو اؤ بلوڅ وسله والو ډلو پغاړه اخستې ده اؤ شیخ رشید ویلي چې بلوڅ وسله والو ډلو ته دطالبانو اؤ د پردې ترشا د داعش اؤ هند مرسته هم ترلاسه ده .

خو بلوچستان لبریشن ارمي نومې بیلتون خوښې وسله والې ډلې تیره اوونۍ خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې دوئ دبلوچستان دحقونو لپاره راپورته شوي اؤ ترهغې به جنګیږي ترڅو چې پوځ له بلوچستان څخه وتلی اؤ بلوڅانو ته دهغوئ په وسیلو واک نه وي ورکړل شوی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG