لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: د اروپا پایپ لاین به پای ومومي که روس په یوکراین برید وکړي


د امریکا ولسمشر جوبایډن د جرمني له چانسلر اولاف شالز سره په یوې ګډې خبري غونډه کې.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د جرمني له چانسلر اولاف شالز سره په یوې ګډې خبري غونډه کې.

واشنګټن – د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل، د اروپا لپاره د نارډ سټریم ټو په نامه د ګازو مهم پایپ لاین به پرمخ ولاړ نشي که روس په یوکراین یرغل وکړي.‌

د ګل یا دوشنبې په ورځ ددغه یرغل د مخنیوي لپاره د ډپلوماسۍ په روانو هڅو کې د جرمني مشر واشنګټن او د فرانسې ولسمشر ماسکو ته سفرونه وکړل.‌

بایډن د جرمني له چانسلر اولاف شالز سره تر لیدنې وروسته په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، "هغه فکر چې غواړي نارډ‌ سټریم ټو مخې ته ولاړ شي" د روسانو د ټانکونو او سرتېرو له یرغل سره "هېڅ نشي کېدای."

خو کله چې له بایډن څخه وپوښتل شول چې تاسو به څنګه دا عملي کړئ نو هغه وویل، "زه له تاسره ژمنه کوم چې مونږ کولای شو دا وکړو."

شالز په مستقیمه توګه دا و نه ویل چې ایا جرمني به د پایپ لاین پروژه کنسل کړي خو وویل، "مونږ به ټول هغه څه وکړو چې اړین دي او مونږ به یې له امریکا او نورو متحدینو سره په ګډه وکړو."

هغه وویل، د روس د یرغل په وړاندې "مونږ غبرګون تیار کړی چې له مونږ سره به مرسته وکړي چې که اړتیا شوه نو په چټکۍ سره به غبرګون وښیو."

شالز زیاته کړه، چې جرمني به ټول جزیات له خلکو سره شریک نه کړي.

د نارډ سټریم ټو په نامه د ګازو نل لیکه د بالتیک سمندر لاندې غځېدلې او د دې لپاره جوړه شوې چې جرمني ته ګاز ورسوي.

دغه نل لیکه په دې وروستیو کې بشپړه شوې خو تر اوسه هم فعاله شوې نه ده.

امریکا د هغو هېوادونو له ډلې څخه ده چې په یوکراین باندې د روس د یرغل په حالت کې دا پروژه ودروي تر څو روس ته له دې لارې ګټه ولاړه نشي.

بایډن د ګل یا دوشنبې په ورځ همدارنګه په یوکراین کې له مېشتو امریکایانو څخه وغوښتل چې له یوکراین څخه ووځي او وویل چې که داسې وکړي نو دا به یې هوښیارتیا وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا له مخکې څخه ویلي چې له یوکراین څخه غیر ضروري کارکونکي له خپلو کورنیو سره وتلی شي.

شالز چې په ډیسمبر کې یې په برلین کې واک ترلاسه کړی او بایډن د دواړو هېوادونو ترمنځ په نېږدې اړیکو باندې ټینګار وکړ خو له یوکراین سره د مرستې په برخه کې جلا تګلارې لري.

امریکا د کیف حکومت ته وسلې استوي او جرمني ورته د یوکراین په غوښتنه ۵۰۰۰ زرې خولۍ استولي خو په خپل پخواني دریځ باندې ولاړ دی چې د جګړې ډګر ته به وسلې نه لېږي.

بایډن دا هم وویل، چې دواړه هېوادونه په دې کار کوي چې په اروپا کې د روس د زیاتیدونکي تیري مخه ونیسی.

په ورته وخت د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د ګل یا دوشنبې په ورځ د روس له ولسمشر ویلادمیر پوتین سره په یوکراین باندې د روس د یرغل په اړه خبرې کړي.

پوتین له دغو خبرو وروسته ویلي، روس به ټول هڅه وکړي چې د یوکراین لانجې پرسر له لویدیځ سره د جوړ جاړي لارې ومومي او وویل چې مونږ به ټول هغه څه وکړو چې داسې جوړ جاړي ته مو ورسوي چې ټولو ته د منلو وي.

پوتین دا هم وویل، که د اروپا په لویه وچه کې جګړه پیل شي نو هېڅوک به ګټونکی نه وي.

مکرون له دغو خبرو وروسته وویل،‌ دی او پوتین به په راتلونکو څو ورځو کې یو ځل بیا سره خبرې وکړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل د نهې یا سې شنبې په ورځ کیف ته ځي چې له یوکرایني مشرانو سره خبرې وکړي.

ماسکو د یوکراین ختیځې پولې سره تر یو لک زیات سرتیري دېره کړي او لویدیځ وېره لری چې پوتین چې هر کله وغواړي نو د پخواني شوروي اتحاد په دغه غړي یوکراین باندې برید کولای شي.

فرانسې، امریکا او د دوی ناټو متحدینو د ماسکو دا غوښتنه رد کړې ده چې یوکراین ته دې د ناټو غړیتوب نه ورکول کېږي.

بایډن دا رد کړې ده چې امریکايي سرتیري به په یوکراین کې جګړه کوي خو دا مهال یې د ناټو ختیځې څنډې رومانیا او پولېنډ ته ۳۰۰۰ سرتیري استولي دي او د کیف له حکومت سره یې د ۵۰۰ میلینو ډالرو په ارزښت پوځي مرسته کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG