لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسي پیک دویم پړاؤ،پاکستان وایي چین د اربونو ډالرو دسرمایه کارۍ باور ورکړی


دسي پیک لپاره دپاکستان دوزير اعظم عمران خان سلا کار خالد منصور وايي چين داقتصادي پروژې سي پیک د دويم پړاو لپاره پاکستان کې د اربونو ډالرو دسرمايه کارۍ ژمنې کړې دي او وزير اعظم عمران خان چينايي سرمايه کارانو ته د دوئ د انديښنو لرې کولو باور ورکړی دى.

دا په داسې حال کې ده چې د چین د پانګو يا سرمايه تر ټولو لویې مرکز، بلوجستان کې زیاتېدونکې نا ارامۍ او د پاکستان د جنوب نه تر شمال پورې د چین په کارکوونکو وروستيو حملو په دواړو هېوادونو، چین او پاکستان کې د سي پېک داینده په اړه اندېښنې ډېرې کړي دي.

څيړونکی د خالد منصور په دعوؤ سوالونه راپورته کوي او وايي د چين حکومت لويه انديښنه داد ه چې پاکستان د سي پيک سره تړلې دخپلې برخې ژمنې سر ته نه رسوي.

وړاندې نه هم چين پاکستان کې دخپلو وګړو د تحفظ پسر انديښنى لري او د چين په غوښتنه دپاکستان حکومت د داسو ترهګریز بريد کې دوژل شوؤ چينايي وګړو کورنيو ته د١١•٦ ملينه ډالرو د تاوان ورکولو پريکړه کړې ده.

تيره ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت خالد منصور وويل چين د سي پيک پروژې دويم پړاو لپاره په اوؤ څانګو کې داربونو ډالرو دسرمايه کارۍ ژمنې کړې دي.

خالد منصور اقتصادي پروژو سره تړلو کارونو کې د راغلي خنډ پسر د چينايي سرمايه کارانو د انديښنو پخلى وکړو خو دا دعوه ېې هم وکړه چې وزير اعظم عمران خان د چين دوره کې دغو سرمايه کارانو ته د دوئ د اندېښنو لرې کولو باور ورکړی دى.

د خالد منصور په خبره په دى اړه د پاکستان حکومت سرمايه لګوونکو چينايي وګړو ته دځانګړو مراعاتو ورکولو پريکړه هم کړې ده چې ترمخه به یې دوئ لپاره د پاکستان د حکومت اېښودل شوي ٣٧ شرطونه منل لازمي وي.

څېړونکي وایي په پاکستان کې وخت ناوخته دحکومت لخوا د سي پېک د راهدارۍ د پروژې په اړه غټې دعوې کېږي خو ددې منصوبې لاندې په زياتره پروژو د مفاهمت د ېاداښتونو نه خبره په وړاندې نه ده تللې.

اوس اوس د وزیراعظم عمران خان سره چين ته په سفر تللي د سي پېک لپاره د هغه مشیر خالد منصور اوړمه ورځ مېډيا ته ویلي وؤ د نوو لوظنامو تر مخه به چين په ګوادر کې د اوسپنې او کاغذ د بیا کارولو کارخانه جوړوي.

هغه وویلي وؤ بله پروژه به لاهور ته نزدې د تار کارخانه وي. د ګوادر د پروژې ارزښت 3.5 اربه او د لاهور کې د پانګو ارزښت 350 ملینه ډالره ښودل کېږي.

وتلى خبريال او څيړونکى شهباز رانا وايي د چين لویه نیوکه داده چې دکوم مقصد لپاره چين پاکستان ته سرمايه وړي د پاکستان حکومت په هغى نه ودريږي او پخپل سر دغو منصوبو کى بدلون راولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل د اقتصادي پروژې لپاره ډير مهم د رشکۍ نه علاوه د هيواد نوروبرخو کې جوړیدونکو ځانګړو اقتصادي ساحو باندې کار د نيشت برابر دى او چين په دې هم انديښمن دى چې پاکستان سي پيک سره دتړلو لوظنامو او ژمنو سرته رسولو کې سنجيدګي نه ښایي.

بل وتلى خبريال اود معاشي چارو څيړونکى مهتاب حيدر وايي د چينايي کمپنيو لخوا دپاکستان په حکومت د توانایۍ دپروژو په مد کې د ورپورې ٢٥٠ اربو روپو د ادايګۍ نه کيدو له امله هم چين سختې انديښنى لري.

وي او اى ډيوه سره خبرو کى مهتاب حيدر وويل د سي پيک سره تړلې دايم ايل 1 يا دپيښور نه کراچۍ پورې د ريل ګاډى دپټلۍ بدلولو دپروژې د مالي مرستو په اړه لا تر دې دمه دڅه لوظنامې نه کيدل دويم پړاو لپاره د اربونو ډالرو دچيني سرمايه کارۍ په اړه دخالد منصور په دعوو سوالونه راپورته کوي.

پروسکال داسو او بلوچستان کې په چينايي وګړو شوؤ ترهګر حملو ته غبرګون کې چين پاکستان باندې ددغو پيښو د پلټنو او د چينايي وګړو تدحفظ او د سي پيک لپاره دښه ماحول باوري کولو ټينګار کړى ؤ.

د پاکستان مرکز کې واکمن تحريک انصاف ګوند داسو او ګوادر کې په چينايي وګړو شوؤ ترهګریزو حملو کې د ککړو ملزمانو د نيولو او پاکستان کې دميشت زرګونو چينايي وګړو د حفاظت لپاره د کوټلي پلان لرلو پخلى کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG