لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې ډاکټرانو دکرونا ناروغانو دهر رقم معاینو نه دبایکاټ اعلان کړی


په داسې حال کې چې چارواکي وایي پاکستان کې دکرونا وایرس دخوریدو پینځمه څپه په چټکتیا سره خوریږي ،په خیبرپښتونخوا کی ځوانانو ډاکټرانو د زیارت د ورځې څخه ټوله صوبه کې د کرونا د ناروغانو د هر رقم معاينو څخه د بايکاټ یا پرېکون اعلان کړی دی.

دغه ځوانان ډاکټران وایي چې تر څو حکومت دوئ ته د کرونا ناروغی الاونسونه نه وي ورکړی شوي او عارضی ډاکټران په مستقله توګه په نوکرو نه وي لګول شوي دهغوئ بایکاټ به دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي شمیرې ښایي په تیر یو شواروز کې هم دپاکستان دننه 2799 کسانو ته دکرونا وایرس د ورپورې کیدو پخلی شوی اؤ 33 کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

دخیبر پښتونخوا د روغتیا محکمه وایي حکومت په دې خبره غور کوي چې باید کومو ډاکټرانو ته دغه الاونسونه ورکړل شي اؤ چې څنګه هم دغه فیصله وشي ډاکټرانو ته به دهغوئ د کرونا اضافي الاونسونه ورکړل شي.

د ځوانانو ډاکټرانو د اتحاديې د سپریم کونسل غړي ډاکټر احمد زېب وي او ای ډیوه ته ویلي د یو کال راهسې دکرونا په مهال د ډاکټرانو دالاونسونو ستونزه روانه ده خو تر اوسه حکومت ددې دهواري لارې نه دي لټولي.

هغه وایي دوه اوونۍ وړاندې د صحت وزیر تیمور سلیم جهګړا او د صحت محکمې نور لوړ پورو چارواکو سره په دې اړه د دوئ لیدنه شوې ده او هغوئ ددې لیدنې په مهال د ډاکټرانو دغه غوښتنی منلې وې خو بیا ترې پشا شوي دي.

هغه وویل د کرونا مجموعي الاونسونه ۹۰کروړه روپۍ دي او د کرونا د څار ادارې له خوا دا پیسې صوبایي حکومت یا د صحت محکمې ته ورکړل شوې هم دي.

ډاکټر احمد زېب وایي څو ځله دوئ خپل احتجاج د عامو خلکو د مشکلاتو له امله وځنډولو خو حکومت اوس دوئ په دی بایکاټ مجبوره کړي دي.

"د زیارت د ورځې نه زمونږ بایکاټ دی او یوازې ایمرجنسي به پرانستې وي، مونږ سره په احتجاج کې هغه ټول دصحت محکمې کارکوونکی شامل دي چې د کرونا دمخنیوي فعالیتونو کې یې برخه اخستې ده"

هغه وایي هغه ایډهاک یا په عارضي بنیاد کارکوونکي ډاکټران هم دوئ سره دې بایکاټ کې شامل دي چې درې، درې میاشتی د تنخاګانو څخه محرومه وي

دنوموړي په وینا "که حکومت ته ضرورت وي نو دوئ دې ریګولر کړي"

بل لوري ته د صحت محکمه وایي ډاکټرانو سره ددې ستونزې په اړوند د روغتیا د وزارت خبرې روانې دي.

دخیبر پښتونخوا دصحت د محکمې مشر ډاکټر اکرام وایي هغه ډاکټران چې په کرونا ایمرجنسي یا په ايسولیشن کې ډیوټي کوي او یا هم د ناروغانو معاینې کوي هغوی ته الاونسونه خو ضروري دي.

خو هغه بیا ډیوه ته وایي هغه ډاکټران چې د کرونا نه علاوه ورځنۍ دندې ترسره کوي هغوئ دپاره به حکومت یوه طریقه وټاکي چې په دې کار روان دی او څنګه چې فیصله وشي نو مخی ته به راشي.

ډاکټرانو دا بایکاټ په داسې حال کې اعلان کړی چې دحکومتي شمیرو له مخې خیبرپښتونخوا کې دتیر یو شواروز په مهال 12 ناروغان د کرونا وبا له وجې مړه شوي دي.

دصحت محکمه وایي 8 ناروغان په مرکزی ښار پیښور کی ،3 په مردان او یو تن په سوات کی د کرونا وایرس ورپورې کیدو له امله مړ شوی او 974 نور کسان په کرونا اخته شوي.

دمحکمې وینا ده دا وخت په ټوله صوبه کې دامهال په مجموعي توګه د کرونا وایرس د مثبتو پېښو کچه 10 % ته راکوزه شوې ده خو د صوبې په بیلابیلو ښارونو کوهاټ کې 33%،خیبر کې 30%،مالاکنډ کې 26%او پیښور کې دا کچه 22% ده .

د طب پوهان وایي که د کرونا په دې بیړني بهیر کې ډاکټران بایکاټ وکړي نو له امله به یې ناروغان د سختو مشکلاتو سره مخ شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG