لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایا افغانستان ترهګرو لپاره بیا په یوه خوندي ځاله بدلیدلی شي؟


افغان طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا هغه رپورټ رد کړی چې وايي دطالبانو دشپږو مياشتو د واکمنۍ په موده کې افغانستان اوس هغه ځائ ته رسیدلی چې د القاعده او مينځنۍ اېشيا د يو شمېر ترهګرو ډلو لپاره په خوندي ځائ بدل شي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا خپور شوي یو رپورټ کې ویل شوي چې د طالبانو د شپږو میاشتو له واکمنۍ وروسته، ممکن ده چې افغانستان د مينځنۍ اېشيا او دهغې اخوا د القاعده او يو شمېر نورو ترهګرو شبکو لپاره په یو خوندي‌ځاله بدل شي.

افغان طالبانو تېر کال داګست مياشت کې په کابل د قبضې وروسته، دعوه کړې وه چې امریکا سره د روغې جوړې له تړون نه وروسته یې د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې شلولي دي.

خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رپورټ کې راغلي چې د اسامه بن لادن زوئ عبدالله تېر کال د اکتوبر میاشت کې د طالبانو سره دلېدنې په موخه د افغانستان سفر کړی ؤ.

د افغان طالبانو د حکومت مرستيال ویاند بلال کريمي د ملګرو ملتونو په رپورټ کې مخې ته راغلې څرګندونې رد کړې دي او ډيوه ته په رالېږلې بيان کې وايي د افغانستان اسلامي امارت دې ته متحد او ژمن دی چې د افغانستان د خاورې څخه به هېچاته کوم ګواښ نه متوجې کېږي.

هغه وايي اسلامي امارت دهیواد په ټولو چارو او قطعاتو بشپړ کنټرول لري او د خپل مسوولیت له مخې نړۍ ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به دچا په ضد نه شي کارول کېدای.

په افغانستان او سیمه کې د امنیت په چارو نظر لرونکي څېړنکار او د پاکستان د پوځ پخواني افسر طلعت مسعود ډيوه ته وايي د طالبانو لپاره اړینه ده چې دنړیوالو ترهګرو ډلو د زغملو خپله زړه تګلاره پرېږدي ګنې ددې تاوان به هم دوئ او هم ګاونډيو هېوادونو ته ورسي.

هغه وايي طالبانو له به په کور دننه د ترهګرو ډلو پرضد ګامونو اخستل ګران وي.

طلعت معسود وايي طالبان ګڼي چې دغه ډلې د هغوئ دوستان دي او غوره اړېکې ورسره لري او د افغانستان د پخواني حکومت پرضد جګړه کې یې د هغوي مرسته کړې ده.

هم دا ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رپورټ وايي د کال 2021م د جنورۍ په میاشت کې د القاعده مشر اېمن الظواهري ليدل شوی ؤ خو وېل کېږي چې د نوموړي روغتیایي حالت ښه نه دی.

د امنیتي شورا د رپورټ ترمخه د طالبانو له واکمنېدو وروسته داسې اټکل کیږي چې محمد صلاح الدین عبدالحلیم زيدان چې په سېف العدل مشهور دی د الظواهري ځاې ناستی وټاکل شي او په افغانستان کې پرځائ شي.

د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه د ترهګرۍ په چارو دنظر لرونکي غېر دولتي څېړنېزې ادارې فاټا ريسرچ سنټر محقق منصور خان ډيوه ته وايي، وېل کېږي چې د القاعده په ګډون دچين مخالفې ډلې په افغانستان کې شتون لري.

دی وايي که طالبان دغه خلکو ته لاس اچوي نو بیا یې په خپلو ليکو کې انتشار جوړېږي.

د امنیتي شورا د رپورټ له مخې طالبان په دوديز ډول د القاعده، پاکستاني طالبانو او د انصار الله ډلې سره نزدې اړېکې لري او راپور وايي په مينځنۍ اېشيا کې د تند لارو ډلو جنګیالي او دختيز ترکمانستان مومنټ غړي چې د چين په سنکيانګ صوبه کې فعالیت کوي د نړۍ لخوا د طالبانو حکومت په رسميت پېژندنې ته په تمه دي.

د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي ترهګرې ډلې په دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو منل کیدو سره به د هغوئ نه هم دترهګرۍ ټاپه لرې شي.

رپورټ کې راغلي دي چي د برصغير هند کې القاعده چې مشتري یې اسامه محمود او د هغه مرستيال عاطف يحى کوي د افغانستان په هلمند، غزني، کندهار، نيمروز، پکتیکا او زابل ولایتونو کې دافغانستان دتيرحکومت په ضد د طالبانو تر څنګ جګړه کې برخه اخیستې وه.

ګمان کېږي چې القاعده د 200 نه تر 400 جنګیالی لري زياتره غړي یې افغانستان، بنګله دېش، هند او پاکستان کې دي.

د رپورټ ترمخه د طالبانو په واک کې د راتلو په وخت د قېديانو د خوشې کېدو سره د داعش ډلې خراسان څانګې چې د وسله والو شمیره د 2200 نه تر 4000 ته رسېدلې ده.

د تېر اګست په میاشت کې چې طالبانو پرله پسې د افغانستان د ولايتونو مرکزونه نېول جېلونه یې مات کړل او تر دې چې د کابل په خوا کې یې د پل چرخي او بګرام زندانونو نه هم قېديان خوشې کړل چې پکې زياتره د داعش غړي هم خوشې شوي وؤ.

داعش په دې وروستیو کې د افغانستان دننه د يو شمېر خونړو بریدونو پړه هم په غاړه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG