لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

م.م: په افغانستان کې د ټي ټي پي د 5500 پورې جنګيالي موجود دي


د ملګرو ملتونو امنيتي شورا ته په وړاندې کړی شوي رپورټ کې ويل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره احتمال دی چې دغه هېواد د القاعده او په منځنۍ اسيا کې د نورو ترهګرو ډلو دپاره خوندي ځای وګرځي.

په درېمه فرورۍ خپور کړی شوي رپورټ کې ويل شوي چې داعش خراسان په افغانستان کې په محدوده علاقه کنټرول لري او کولی شي چې په افغانستان کې د پېچلو حالاتو له سببه د حملو وړتيا ولري.

په ياد رپورټ کې ويل شوي چې غړو هېوادونو ارزونه کړې چې د نور ولي محسود په مشرۍ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د 3000 نه ترې 5500 پورې جنګيالي موجود دي.

پاکستان هم وړاندې دغه رنګ دعوې کړي چې ټي ټي پي په افغانستان کې شتون لري.

خو د افغان طالبانو د حکومت مرستيال ویاند بلال کريمي د ملګرو ملتونو په رپورټ کې مخې ته راغلې څرګندونې رد کړې دي او وي او اې ډيوه ته یې ويلي چې د افغانستان اسلامي امارت دې ته متحد او ژمن دی چې د افغانستان د خاورې څخه به هېچاته کوم ګواښ نه متوجې کېږي.

هغه ويلي، اسلامي امارت د هېواد په ټولو چارو او قطعاتو بشپړ کنټرول لري او د خپل مسوولیت له مخې نړۍ ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به دچا په ضد نه شي کارول کېدی.

په افغانستان کې د طالبانو نه وړاندې حکومتونو او امریکا په پاکستان کې داسې تورونه لګولي وو، چې پاکستان په خپله خاوره افغان طالبانو او حقاني نېټ ورک ته ځای ورکړی او د دغه ځايه په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي وو.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ويل شوي په افغانستان کې د طالبانو په مينځګړيتوب ټي ټي پي په پاکستان کې بريدونه کم کړي دي، او د يو غړي هېواد ترمخه په افغانستان کې د ټي ټي پي د هغو کورنيو سره خبرې شوي دي، څوک چې خواهش لري چې بيرته په پاکستان کې په دې باور سره ابادې شي چې دوی به هلته په امن ژوند کوي.

د پاکستان حکومت او پوځ د نومبر په مياشت کې ویلي وو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په خواست او مينځګړيتوب د ټي ټي پي سره خبرې کيږي، او هم د نومبر په مياشت کې د پاکستان په سفر د افغان طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزیر امير خان متقي هم د ټي ټي پي او د پاکستان د حکومت ترمنځه د خبرو کولو خبر تايید کړی وو.

د پاکستان حکومت او ټي ټي پي د نومبر په مياشت کې د يوې مياشتې ډز بندۍ ويلي وو خو بیا په دسمبر کې د دغه ډز بندۍ د ختمولو ویل شوي او د پاکستان حکومت او پوځ ويلي وو چې د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده.

د پاکستان د حکومت سره د ډز بندۍ وروسته ټي ټي پي په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې هم د څو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

په وروستيو کې په شپږمه فرورۍ د پاکستان پوځ ويلي وو د خېبر پښتونخوا په کرمه قبايلي ضلع کې د افغانستان په پوله د پورې غاړې نه ترهګر بريد شوی او پينځه امنيتي سرتيري پکې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په خپل بیان کې ويلي وو، ”پاکستان د ترهګرو لخوا د خپلو فعالیتونو لپاره د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالولو سخته غندنه کوي او تمه لري چې د افغانستان موقتي حکومت به په راتلونکې کې د پاکستان پرضد د خپلې خاورې استعمالولو اجازت ورنکړي. “

د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه حملې ذمه واري منلې وه.

خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وي او اې ډیوه ته ويلي وو، طالبان ژمن دي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پرضد و نه کارول شي او که چېرې څوک داسې وکړي نو طالبان به یې په خلاف ګامونه اخلي.

نوموړي دا هم ويلي وو چې په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو موجودګۍ په اړه ورته کوم شواهد لا تر دې دمه نه دي ترلاسه شوي او بايد پاکستان خپلې داخلي ستونزې د خبرو د لاري حل کړي.

په رپورټ کې ويل شوي چې په 15 اګست چې کله طالبانو افغانستان په لاس کې اخستی د دغه هېواد امنیتي حالات په ډرامايي توګه بدل شوي دي.

ويل شوي داسې کومې اشارې نه دي ليدل شوي چې طالبانو د بهرنيو ترهګرو جنګیالو د قابو کولو دپاره ګامونه پورته کړي وو.

په رپورټ کې د القاعده د ځینيې مشرانو او د 400 جنګيالو پورې د موجودګۍ ترڅنګ د داعش خراسان د 4000 پورې جنګيالو د شتون، او اسلامک جهاد ګروپ، اسلامک مومنت اف ازبکستان او ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ او ترکستان اسلامک پارټۍ په اړه هم تفصيل ويل شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG