لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنارینه اولاد خواهش،پېښور کې میرمنې ته دپیر په وینا سر کې میخ ټک وهل شوی


په پېښور کې يوې ښځې دنارينه اولاد دزیږون لپاره د يو پير په وینا په سر کې مېخ ټک وهلی چې بیا دغه میخ ډاکترانو دهغې دسر نه په اپریشن ویستی دی.

پوليس وایي د پېښې پلټنې روانې دي او د ښځې د کورنۍ او پير رامعلومولو د پاره يې ځانګړی ټيم جوړ کړی دی۔

ماهرين وایي په ټولنه کې ښځې د ذهني دباؤ ښکار دي او اکثر داسې دناپوهۍ ډک انتهایي ګامونه هم پورته کړي.

د پېښور دلیډي ریډنګ هسپتال انتظامیه وایي دغه هسپتال ته څلور ورځې وړاندې يوه زخمي میرمن ورغلې وه چې په سر کې یې میخ ټک وهل شوی ؤ.

د هسپتال انتظاميه وایي ښځې ورته په سر کې دمیخ ټک وهل کیدو په هکله درې بیلابیلي علتونه ښودلي دي.

دهسپتال دانتظامیې په وینا دغه میرمنې ډاکټرانو ته ویلي ديوال کې یې مېخ ټک وهلو چې دغه میخ بېرته راتمیبدلی اؤ دهغې په سر کې ښخ شوی خو وایي دغه میرمنې بیا دا هم ویلي چې د راغورځېدو له امله یې په سر کې میخ ننوتلی دی .

دهسپتال انتظامیه وایي دیادې میرمنې دریم دریځ دا ؤ چې یو پیر ورته ویلي وؤ که په سر کې یې میخ ټل وهل شي نو نارینه اولاد به یې وشي

د پېښور دليډي ريډنګ روغتون وياند محمد عاصم وي او ای ډيوه ته ویلي چې ډاکټرانو ددې میرمنې د سر نه میخ په اپریشن راویستی دی اؤ هغه له علاج وروسته رخصت کړل شوې ده.

هغه وویل"دا هم ويل کيږي چې دې ښځې دا مېخ د کوم پير په وېنا سر کې ټک وهلی خو د يو هسپتال د وياند په حیث دې دریواړو خبرو کې مونږ د يو هم تايد نه شو کولی"

د دغه ښځې او کورنۍ په اړه يې لا هم څه معلومات نه مخې ته نه دي راغلي چې د کوم ځايې اوسيدونکي ده او د کوم پير په وېنا يي په سر کې مېخ ټک وهلی دی؟

د پېښور پوليس وایي د پېښې هر اړخيزه پلټنې کوي او دې عمل کې ککړ تنان به د قانون منګلو ته سپاري۔

د پېښور دپوليسو مشر یا ایس ایس پي هارون الرشيد ډيوه ته وويل دوئ د کېس پلټنو د پاره ځانکړی ټيم جوړ کړی او چې کله پلټنې سر ته ورسي په اړه به یې معلومات شريک کړي۔

دیادې میرمنې په اړه ويل کيږي چې ټول اولاد يې لوڼه وې او د نارينه بچو د پاره يې د پير دغه ټوټکه باندې عمل کړی ؤ چې سر يې زخمي شوي ؤ او په زخمي حالت کې روغتون ته راوړل شوې وه۔

دهسپتال چارواکو ډيوه ته دا هم وويل چي دې ښځې خاوند د نارينه اولاد دنشتوالي له امله دويم واده کړی دی۔

د نفيساتي ناروغیو ماهران وایي په کورونو کې ښځې د ډيرو فشارونو سره مخ وي او بيا خاص کر د نارينه اولاد نه لرلو له امله دټولنې او خاندان لخوا هر وخت پیغورونه ورکړل کیږي چې له امله یې په دغو میرمنو د ذهني دباؤ زياتيږي او اکثره ښځې په دغسې انتهایي ګام پورته کولو مجبوره شي۔

د نفسياتي ناروغو ماهره سبا ګل وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي زمونږ په ټولنه کې په عامه توګه د ښځو د ذهني ناروغو کوم علاج نه کيږي او په کور دننه ناستې د بېلا بېل دباونو له امله دوئ د ګڼو ذهني ناروغو ښکار کيږي۔

"دلته په ښځو د نارينه اولاد د پاره ډير دباؤ وي، د هغوي د طلاق ويره وي، د خاوند لخوا يې د بل واده ويره وي، په دې وجه ښځې د ذهني دباؤ ښکار وي او اکثر له د ځان وژنې يا داسې د انتهائي اقدام پورته کولو سبب وګرځي"

سبا ګل وایي په کورونو کې ډيرې ښځې داسې دي چې د خاوندانو اؤ خاندان له خوا دنارینه اولاد نه نه لرلو له امله دفشارونو سره مخ وي،دکوره بهر دتګ اجازه نه لري اؤ ګڼ نور بندیزونه پرې هم لګیدلي وي چې دهغې له امله زیاتره وخت دغه میرمنې د ذهني فشار ښکار شي او د ځان وژنې او يا ځان ته دبل کوم تکليف رسولو ګام پورته کوي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG