لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:په امنیتي ځواکونو چاودنه کې شپږ عسکر ژوبل شوي


دافغانستان سره په پوله پرتې دخیبر پښتونخوا دقبایلي ضلعې په شمالي وزیرستان کې په یوه چاودنه کې د ایف سي ځواک شپږ عسکر ژوبل شوي دي دي.

سیمه کې په یوه بله پیښه کې نامولومو کسانو د یو ټېکه دار کیمپ ته اور اچولی چې پکې څلور ګاډي او نور د ټیکې سامانونه او مشینري سوځول شوې ده.

د سیمې پولیس او امنیتي چارواکو دا دواړه پیښې تایید کړې دي اؤ دبمي چادونې ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده .

دسیمې څخه سرچینو وي وي او ای ډیوه ته ویلی دسه شنبې په شپه په امنیتي عسکرو دا چاودنه دشیواه تحصیل په ټنډي سیمه کې شوه ده.

امنيتي سرچينو وي او ای ډيوه سره په شريکو کړو مالوماتو کې ویلي امنیتي سرتیري په علاقه کې د لټون په عملیاتو بوخت وؤ چې دګاډي ترڅنګ یې دسړک په غاړه دماین چاودنه شوې ده.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکی وویل تر چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ ډزې هم شوې خو ډزو کې وسله والو ته د نقصان اړولو معلومات یې نه دي ترلاسه کړي.

هغه وویل ژوبل سرتېري د ایف سي ځواک عسکر دي او په بنو سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي.

د سیمې نه سرچینې وایي د ډزو په پیښه کې یو ماشوم هم ژوبل شوی دی.

دپاکستان دحکومت لخوا ناقانونه ګرځولې شوې تندروه ډلې تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې ده او میډیا سره په شریک کړو معلوماتو کې یې ویلي شیواه سیمه کې د پوځ په کاروان برید او نښته کې اووه عسکر وژل شوي او ژوبل شوي دي اؤ نښته کې د دوئ یو وسله وال هم وژل شوی.

په شپږمه فرورۍ د پاکستان پوځ ويلي وؤ د خېبر پښتونخوا په کرمه قبايلي ضلعه کې د افغانستان دپولې ترڅنګ دپولې پورې غاړې نه ترهګریز بريد شوی او پينځه امنيتي سرتيري پکې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په خپل بیان کې ويلي وو، ”پاکستان د ترهګرو لخوا د خپلو فعالیتونو لپاره د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف داستعمالولو سخته غندنه کوي او تمه لري چې د افغانستان موقتي حکومت به په راتلونکې کې د پاکستان پرضد د خپلې خاورې استعمالولو اجازت ورنکړي.

د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه حملې ذمه واري هم منلې وه.

تر دې یوه ورځ وړاندې په پینځمه فرورۍ د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان دته خېل سیمه کې د دوؤ وسله والو د وژل کېدو سره د دوئ د ولکې نه په غټه کچه دوسلې ترلاسه کېدو دعوه کړې وه.

د شمالي وزیرستان پولیس وايي، په یوه بله پیښه کې تیره شپه د فبرورۍ پر اتمه د ضلعې مرکز میرانشاه کې نامالومه وسله والو د یوه ټېکه دار کیمپ ته اور اچولی دی.

د پولیسو ضلعې مشر عقیق حسین وايي په دې پیښه کې په کیمپ کې ولاړ څلور ګاډي، مشینري او نور سامانونه سوځول شوي دي.

هغه وویل پولیس او د ژغورنې د ادارې ریسکیو 1122 مامورین سمدستي دپیښې ځایې ته رسیدلي او د اور اچولو په پیښه کې یې 12 مزدوران ژوندي ژغورلي دي.

د پولیسو افسر وویل ښکاری ددغه پیښې تر دشا قلنګ غوښتونکو لاس وي او مقدمه د نامالومه کسانو پرضد د ترهګري ضد محکمې پولیسو ته لیږل شوي او پلټنې یې پیل کړې دي.

تر اوسه د دغه پیښې ذمه داري چا نه ده اخستې.

د پاکستان پوځ په کال 2014م کې په سیمه کې دترهګرو په ضد دضرب عضب په نوم عملیات کړي وؤ اؤ دعوه یې کړې وه چې دغه سیمه یې د ترهګرو نه پاکه کړې ده.

د دغو عملیاتو په مهال پوځ د عامو کورونو څخه هم وسلې ټولې کړې وې خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا په جنوبي او شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو او هدفي وژنو لړۍ چټک شوې ده.

خو د علاقې پولیس وايي، د سیمې امنیت ته ژمن دي او د تیر په پرتله حالت پکې ښه شوی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG