لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ کې دماشوم لخوا دمذهب دسپکاوي په لګول شوي تور هندو استاذ ته دعمري بند سزا اورول شوې


د سندهـ صوبې يو عدالت دپيغمبر اسلام دسپکاوي په تور يو هندو استاد نوتن لال ته د عمري بند او ٥٠ زرو روپو دجرمانې سزا اورولې ده.

د هندو اقليت تنظيمونه او پارليماني غړي عدالتي فيصله د نوتن لال سره بى انصافي بولي او تور لګوي چې عدالت د فشار په اساس دا فيصله کړې ده ځکه نو دسپريم کورټ مشر قاضي دې ددې نوټس واخلي او په نوتن لال دلګول شوؤ تورونو دې په روڼ انده ډول دبيا پلټنو امر وکړي.

دمطبوعاتي رپوټونو ترمخه کال ٢٠١٩م کې دسندهـ صوبې ګهوټګي سيمه کې د يو شخصي سکول مالک او دغلته استاد نوتن لال باندې د دويم جماعت زده کونکي طالبعلم دمذهب د سپکاوي تور لګولى ؤ او بيا هغه پوليس نیولی ؤ.

عدالتي پريکړې ته خپل غبرګون کې د هندو اقليت تنظيم ال پاکستان هندو پنچايت په دې پرېکړه ناخوښي څرګنده کړې ده اؤ دا یې له انصافه لرې ګرځولې ده.

د تنظيم مشر روي دواني وايي د نوتن لال کورنى ګڼي چې دوئ سره انصاف نه دى شوى او ښکتني عدالت په فشار کى دا سزا اورولې ده ځکه دوئ هايکورټ کې د اپيل کولو فيصله کړې ده.

دهندوانو د ورورولۍ یاد تنظیم د سپريم کورټ دمشر قاضي څخه دعدالتي پرېکړې د نوټس اخستو غوښتنه هم کړې ده.

د هندو اقليت سره تړاو لرونکي دحکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د قامي اسمبلى غړي کيسو مل داس کوهستاني هم په دې عدالتي پرېکړه انديښنې ښودلې دي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل نوتن لال ته اورول شوې سزا هندو اقليت مایوسه کړی دی.

وړاندې نه د لږکيو مشران او دبشري حقونو تنظيمونه سندهـ صوبه کې د هندو او پنجاب کې د عيسايي اقليت مېرمنو سره په جبر د ودونو او د دوئ د مذهب بدلولو تورونه لګوي.

دمذهبي يووالي لپاره دپاکستان د وزير اعظم سلاکار مولانا طاهر اشرفي دا تورونه بيځايه او د پاکستان په ضد پروپيګنډه بولي.

قانوني ماهرين او د بشري حقونو فعالين دا تور هم لګوي چى ښکتني عدالتونه د سخت دريځه عناصرو د فشار له امله د مذهب دسپکاوي قضييو کې اکثر ناسمې پريکړې کوي چې وروسته یې بيا اعلا عدالتونه نه يوازې د نيمګړو شواهدو په اساس رد کړي او ډير ملزمان یې خوشي کړې هم دي.

د بشري حقونو تنظيمونه او د يورپي هيوادونو تنظيم يورپي يونين وخت په وخت وایي چې پاکستان کې دمذهب دسپکاوي قانون څخه دلږکیو په ضد ناسمه استفاده کیږي اؤ دپاکستان دحکومت نه دې قانون ته دبیا کتنې غوښتنې هم کوي.

خو د پاکستان حکومت د ياد قانون په کلکه دفاع کوي او د يورپي يونين غوښتنې ته غبرګون کې مرکزي وزير فواد چودهدري په دې وروستیو کې ويلي وؤ پاکستان به د کوم بهرني طاقت په وينا قانون سازي نه کوي.

دتحقيقي ادارې سینټر فار سټيز فار ريسرچ اينډ سيکورټي سټديز ترمخه دکال ٢٠٢١م تر پائ پاکستان کې د ١،٤١٥ تنانو په ضد د مذهب د سپکاوي په تور مقدمې درج شوې دي.

دیادې ادارې شمیرې ښایي چې دمذهب دسپکاوي په تورونو دپاکستان دننه ١٨ زنانه او ٧١ نارينه ملزمان د عدالتي کاروايو نه بغير قهرژنو خلکو په تشدد وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG