پاکستان
په بلوچستان کې د پوهنتون یو محصل او د ټولنیزې رسنۍ یو فعال بې درکه شوي دي

په بلوچستان کې له پنجګور څخه د ټولنیزې رسنۍ یو فعال ملک میران او له خضدار څخه د اسلام اباد پوهنتون د ایم فل یو زده کونکی حفیظ الله لادرکه کړای شوي دي.
د پنجګور د سرحدي ضلعې نه د ټولنیزې رسنۍ فعال ملک ميران د ګل یا دوشنبې له ورځې لادرکه شوی او د هغه د کورنۍ غړي تور لګوي چې میران حکومتي ادارو وړی دی خو حکومتي ادارو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ملک میران ورور محمد شریف بلوڅ ډیوې ته وويل، چې د شپې څلور بجې یې کور ته په دوؤ ګاډو کې کې د ساده جامو خلک ورغلل دروازه یې وټکوله او ملک میران یې چې د هغه مشر ورور دی له ځانه سره بوتلو.
محمد شریف وویل ورور یې ملک میران په جبري توګه لادرکه کړای شوی دی او د هغه یواځینۍ ګناه دا وه چې د ټولنیزو رسنیو فعال و.
هغه وويل چې میران د خلکو غږ و او په ټولنيزو رسنيو يې د حکومت پرضد خپل غم او درد څرګنداوه.
د بلوچستان بنګور هغه سیمه ده چې بلوڅو بېلتون غوښتونکو پکې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په یو مرکز باندې درې ورځې خونړۍ جګړه وکړه چې د هغوی په وینا ۱۹۶ امنیتي ځواکونه یې پکې ووژل خو د پاکستان پوځ پکې یواځې د خپلو نهو سرتېرو د وژل کېدو خبر تاییدوی.
بل پلو د خضدار په سيمه کې حاجی محمد حسن وويل، چې دده زوې حفيظ الله د جنورۍ د مياشتی پر پنځه وېشتمه له اسلام آباد څخه د رخصتي له پاره راغلی وؤ هلته په قاید اعظم پوهنتون کې د فزکس د ايم فل زدکونکی و.
هغه وايي، تېره ورځ ماذدیګر یې په يو شخصي اسکول کې ځایي ماشومانو ته درس ورکاوه چې خلک راغلل په زوره یې له ځان سره یوړ.
د مکران کمشنر د دې خبرې پخلی وکړ چې د ملک مهران د ورکېدو په هکله درخواست ورکول شوې دي. ده مرستيال کمشنر ته امر کړې دي چې په دې اړه دې پلټنې وکړي.
د بې درکه شوؤ کورنيو د سازمان مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ ادعا وکړه چې عمليات روان دي او د بلوچستان له نورو سيمو څخه هم په زوره باندې ځوانان بې درکه کړاې شوي دي خو نور تفصيل یې ورنه کړ.
د بلوچستان د بشري حقوقو د سازمان غړي شمس مندوخيل وايي، چې د لاهور د انار ګلی د چاودنې وروسته هم هلته يو شمېر د بلوچستان زدکونکې کې ځورول شوي وو اوس بيا د ملک مهران او حفيظ الله بې درکه کېدل د اندېښنې وړ او د پاکستان د اساسي قانون څخه سر غړه ونه ده.
مندوخېل وړاندې وویل، چې بې درکه کړای شوي کسان باید عدالت ته وړاندې کړې شي که جرم پر ثابت شو سزا دي ورکړل شي او که نه نو خوشې دې کړای شي ځکه که داسې ونشي نو له دې سره په خلکو کې کرکه نوره هم زیاتېږي.
پر ټولنیز رسنۍ باندې هم د ملک میران او د حفيظ الله د راخوشې کېدو غوښتنه شوې ده.
See all News Updates of the Day
څېړونکي: د پاکستاني روپۍ ارزښت د سياسي او امنيتي حالاتو سره ښکته بره کېږي

د تېرو څو اوونیو راهسې پاکستان کې د ډالر د نرخ غورځېدو لړۍ دوامداره ده اؤ څيړونکي وايي پاکستان کې د ډالر د بیې لوړېدل او د روپۍ ارزښت کمېدل د اقتصاد د اصولو په اساس نه وي بلکې د ډالر د غېر قانوني کاروبار او نور سياسي او خراب امنيتي صورتحال له امله وي.
د څېړونکو وینا ده، په پاکستان کې چې څنګه سیاسي اؤ امنیتي حالات جوړیږي د هغې پر بنیاد یو ناڅاپه یا خو د ډالر بیعه په ښکته راشي اؤ یا هم په بره وخیژي.
د پاکستان مرکزي بېنک وايي د يو ډالر نرخ د شورو یا چهارشنبې په ورځ په بینکونو کې ۲۸۹ روپۍ خو لس ورځې وړاندې بیا د يو ډالر قيمت ۲۹۶ روپۍ ؤ.
څيړونکي وايي په پاکستان کې دا مهال د درامداتو او برامداتو ترمینځ توپير زيات دی, د پاکستان درامدات په کال کې ۶۰ بيلنه ډالرو ته نزدي دي او خواو شا د ۴۰ بيلينو ډالرو برامدات کيږي چې له امله یې د ډالر نرخ زياتیږي او د روپۍ قدر کميږي.
خو د دې ترڅنګ پاکستان ته هر کال نزدې ۳۰ بلينه ډالره له بهرنیو هېوادونو نه روزګار کوونکي هم راليږي کوم چې د ډالر د ضرورت او لګښت توله برابره ساتي.
د اقتصاد استاذ ډاکټر بشير احمد وایي، په پاکستان کې د ډالر د زياتيدو یا کمېدو وجوهات د معاشياتو د اصولو مطابق نه دي.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "دلته خلک د راروان وخت د پاره ځان سره ډالر ساتي، خلک د ملک سياسي، معاشي او د امنيت صورتحال ته ګوري، په نزديو کې چې کوم د ډالر قيمت کې زياتوالی راغلی و هغه هم د معاشي اصولو سره سم نه و"
په دې وروستیو کې د پاکستان دننه په بېنکونو کې د ډالر نرخ 308 روپو ته پورته شوی ؤ اؤ په خلاص مارکیټ کې بیا په 332 روپۍ هم ډالر خرڅيدو.
څيړونکي وايي د پاکستان حکومت د روانې میاشتې نه د ډالرو د ذخیره کوونکو، قاچاقبرانو اؤ په ناقانونه ډول د پیسو د کاروبار کوونکو پرضد سخت عملیات پېل کړي چې د هغې په نتیجه کې دروپۍ قدر پرله پسې ډول په ښه کېدو روان شوی دی.
د ډالر اخستو او خرڅولو د کاروبار په ځای په پاکستان کې په دغه پېسو خلک و نور روزګارونه ولې نه کوي؟
ددې پوښتنې په ځواب کې د پېښور د اسلاميه کالج د معاشياتو د څانګې مشر ډاکټر شير علي ډیوه ته وایي:
" ډير وجوهات دي، يو پکې سياسي وجه هم ده چې له امله یې کاروباري خلک ګوري چې د دوي روزګار خرابېدای شي، بل هغوي ګڼي چې دلته هر وخت بدامني راتلی شي، مختلف احتجاجونه کېدای شي، دا هم يوه وجه ده چې کاروباريان ځان محفوظ نه ګڼي او د هغوي کاروبار د نقصان طرف ته تللی شي"
څيړونکي وايي ترڅو چې د ډالرو د قاچاق مخه نه وي نيول شوي، د حوالې کاروبار نه وي درول شوی، په ملک کې سياسي عدم استحکام نه وي ختم کړل شوی او ملکي پېدوار زيات نه شي تر هغې به د پاکستان اقتصاد د مشکلاتو ښکار وي او يو وخت به هم د روپۍ قدر په ثابت ډول نه پاتې کيږي.
هنګو کې د جومات دننه ځانمرګي برید اؤ کرمه کې په پوځيانو حمله کې4کسان وژل شوي،9 عسکر ژوبل

د جمعې په ورځ د اسلام د ستر پېغمبر محمد(ص) د میلاد په موقعه د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د جومات ترڅنګ له چاودنې وروسته د خېبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې هم په یو جومات کې دوه ځانمرګې چاودنې شوي چې د چارواکو په وینا ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ورته وخت کې د پښتونخوا په کرم قبایلي ضلعه کې د پوځ په یوه پوسته ترهګرو برید کړی چې یو عسکر پکې وژل شوی اؤ نهه نور ژوبل شوي دي.
تر دې وړاندې د جمعې په ورځ د بلوچستان د مستونګ په سیمه کې د یو جومات ترڅنګ د عید میلاد النبي په جلوس کې چاودنه شوې چې د مستونګ ضلعې روغتیایي افسر (ډي ایچ او) عبدالرزاق شاهي په دغه چاودنه کې د 52 کسانو د وژل کېدو اؤ تر 40زیاتو د نورو د ژوبل کېدو پخلی کړی دی.
تر دې خونړیو پېښو څو ساعته وړاندې د پاکستان پوځ خبر ورکړی چې د بلوچستان په ږوب سیمه کې یې له ترهګرو سره نښته شوې چې پکې څلور پوځيان اؤ درې ترهګر وژل شوي دي.
د پښتونخوا د هنګو ډپټي کمشنر فضل اکبر د پېښې په ځای کې رسنیو ته ویلي چې د جمعې په ورځ د دوابه ټاڼې په حدودو کې خلک د جمعې د لمونځ لپاره یو جومات ته ورټول شوي وؤ چې په دغه موقعه جومات ته دوه ځان وژونکي ورننوتلي دي اؤ ځان پسې تړلي بارودي مواد یې چولي دي.
ډپټي کمشنر ویلي ، یو ځانمرګي د خپل هدف نه مخکې ځان الوځولی دی اؤ بل په داسې حال کې ځان الوځولی چې زیاتره خلک د جومات نه وتلي وؤ نو ځکه په دې چاودنو کې زیاته مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې
هغه په دغه ځانمرګي برید کې د دریوؤ کسانو د وژل کیدو پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي چې 12 کسان ژوبل شوي هم دي چې د علاج لپاره روغتون ته رسولي دي.
ښاغلي فضل اکبر ویلي تر اوسه په سیمه کې د مرستې فعالیتونه روان دي اؤ د سیمې نه ازادو سرچینو ډيوه ته ویلي څه کسان د ملبې لاندې هم ګیر دي له دې امله په مرګ ژوبله کې د زیاتوالي اندېښنې شته.
دهنګو پولیسو مشر نثار احمد وویل پولیسو په زړورتیا سره د بریدکونکو مقابله کړې او وسله والو په ډزو دوه پولیس اهلکار ژوبل شوي هم دي خو د زیات ځاني زیان څخه یې خلک ژغورلې دي.
هغه وویل په جومات کې زیاته ګڼه ګوڼه وه او دجمعې مونځ د پاره په لسګونو خلک راغلي وو خو د پولیسو ډزو سره سم دویم ځان مرګي برید کوونکي جومات کې چاودنه کړې خو د ډزو له ویرې د وړاندې زیات خلک له جومات وتلي وو او مرګ ژوبله یې کمه اړولې ده.
په سوشل میډیا د هنګو د چاودنې بیلابیلې ویډيوګانې خپرې شوې دي چې پکې لیدل کیږي د جومات چت راغورځېدلی اؤ لمونځ کونکي ترې لاندې ګیر شوي دي.
امدادي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې د نمونځ په مهال په جومات کې د 30 نه نیولي تر 40 پورې کسان موجود وؤ چې ګڼ شمیر پکې د جومات د راغورځېدلي چت لاندې ګېر شوي دي.
د هنګو د چاودنې ذمه واري په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې اؤ وسله والې ډلې ټي ټي پي پخپل یو بیان کې ویلي چې له دې برید سره کوم تړاو نه لري.
تر دې وړاندې چې په مستونګ کې د جومات تر څنګ کومه چاودنه شوې تحریک طالبان پاکستان په هغې کې هم خپل لاس درلودل رد کړي دي.
په عین حال کې امنیتي سرچینې وایي د قبایلي ضلعې کرمې په شکر تنګي پوسټ ترهګرو برید کړی چې پوځ ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمعې په ورځ د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د سهار په توره خړه کې وسله والو د کرمې په شکر تنګي امنیتي پوسته د درنو وسله برید کړی چې پکې یو عسکر وژل شوی اؤ نهه نور ژوبل شوي دي.
پوځ لا په رسمي توګه ددې برید په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې پېښې څو ساعته وړاندې یې پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د بلوچستان په ږوب سیمه کې یې د ټي ټي پي ترهګرو سره نښته شوې ده چې پکې درې ترهګر اؤ څلور پوځيان وژل شوي دي.
پوځ ادعا کړې وه چې دغو ترهګرو غوښتل د افغانستان له خاورې نه پاکستان کې ورانکاري وکړي خو وایي پوځ یې ناوړه اراده شنډه کړې ده.
د کرمې په شکر تنګي سیمه کې په امنیتي پوسته شوي برید کې د وژل شوي امنیتي پېژندګلو د غیرت خان په نوم مخې ته راغلې ده چې د عهدي په لحاظ سره لانس ناییک ښودل شوی دی.
همدا شان برید کې حوالدار محمد رحمان، ناییک سید محمد، ناییک نبی اللہ ،لانس ناییک مشتاق احمد ،سپاهي اول میر، سپاهي ناصر سپاهي کاشف، لانس ناییک سلیم خان اؤ لانس ناییک محمد الله ژوبل شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر ښاغلي سرفراز بګټي د پیغمبر د زیږون د ورځې د جشن په مهال د ترهګر دا رامنځته شوې پېښې په سختو ټکو غندلي اؤ وایي ریاست به ددې ترهګرۍ پر وړاندې غلی نه کښیني بلکې یو، یو ترهګر، د هغوي روزونکي اؤ سهولتکاران به راباوسي اؤ د بېګناه انسانانو د وینو بدل به ترې اخلي.
پخپل یو ویډیو بیان کې ښاغلي سرفراز بګټي ویلي په داسې حال کې چې مسلمانان د خپل پیغمبر د زیږون د ورځې په خوشحالیو نمانځلو بوخت وؤ ترهګرو جوماتونو کې مسلمانان په نخښه کړي دي .
هغه ویلي د پاکستان امنیتي ځواکونو کې دا توان شته چې ترهګر به خپل انجام ته رسوي.
سرفراز بګټي زیاته کړې ده چې ریاست د مظلوم ولس سره ولاړ دی اؤ د بېګناه خلکو د وینو بدل به اخلي.
ږوب: د ټي ټي پي د وسله والو او پوځ ترمنځ نښته کې څلور پوځيان او درې ترهګر وژل شوي دي

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې له افغانستان نه پاکستان ته د ټي ټي پي د ترهګرو د را اوښتو په مهال د وسله والو اؤ امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده چې پکې څلور پوځيان اؤ درې ترهګر وژل شوي دي.
پوځ دا ادعا هم کړې، چې د افغانستان له خاورې نه یې پاکستان کې د ټي ټي پي د مداخلې هڅه ناکامه کړې ده.
د پوځ د ویاندې ادارې آی ایس پي ار د بیان له مخې دا پېښه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په ږوب سیمه کې د افغانستان اؤ پاکستان د ګډې پولې تر څنګ رامنځ ته شوې ده.
پوځ ویلي د ټي ټي پي ترهګر د افغانستان نه پاکستان ته راروان وؤ چې د سمبازه سیمې ترڅنګ امنیتي ځواکونو د هغوي مخه نیولې ده.
د پوځ په وینا په دغه مهال د دواړو خواو تر منځ شوې نښته کې درې ترهګر وژل شوي اؤ څو نور ژوبل شوي هم دي.
پوځ نښته کې د څلورو پوځیانو وژنه هم تایید کړې ده چې پېژندګلو یې د حوالدار ستار، لانس نایک شیر اعظم، لانس نایک عدنان اور سپاهي ندیم په نومونو سره شوې ده.
ترهګرې ډلې ټي ټي پي لا د دې نښتې په اړوند څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې دپاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې ترهګریز بریدونه یو وارې بیا چټک شوي چې دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ ترهګره ډله داعش په غاړه اخلي.
نن د جمعې په ورځ هم د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د میلاد النبي په مناسبت راجوړ شوي یو جلوس کې چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا د یو پولیس افسر په ګډون پکې ۵۲ کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
ټي ټي پي د مستونګ د ننۍ چاودنې پړه نه ده منلې.
په 14 ستمبر هم مستونګ سيمه کې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علماء اسلام ف د يو مشر حافط حمدالله په ګاډي شوې چاودنه شوې چې پکې د حافظ حمدالله په ګډون لږ تر لږه 11 کسان ژوبل شوي وو. داعش د دغه چاودنې زمه واري منلې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ بلوچستان ته د خپل لمړي سرکاري سفر پر مهال په کوټه کې له لوړ پوړو چارواکو سره ناسته کې ویلي وو چې په بلوچستان کې د ناامنۍ حالات قابو کول به یې لمړی هدف وي.
پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټديز د رپوټ ترمخه سږ کال د اګست په میاشت کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 99 پیښې رپوټ شوې وې چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کې تر تولو زیاتې پېښې مخې ته راغلې وې.
په رپوټ کې ويل شوي، د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ پېښو کې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوي او د جولايۍ میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهګري 93 فیصدي زیاته شوې وه.
د رپوټ ترمخه بلوچستان او د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې او بلوچستان صوبه کې له دغې نه د وړاندينۍ میاشتې په مقابله کې ترهګري 65 فیصده او د پښتونخوا قبایلي ضلعو کې 106 فیصده زیاته شوې وه.
بلوچستان: د مستونګ چاودنه کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي، په لسګونو نور ژوبل دي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د عید ميلاد النبي له جلوس سره نزدې چاودنه کې او پاکستاني رسنۍ وايي، لږ تر لږه ۵۲ کسان پکې وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
د بلوچستان صوبې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير جان اڅکزي وي او اې ډيوه ته مرګ ژوبلې تاييد کړې او ویلي، چې د وژل شویو کسانو شمېر نور هم ښايي زیات شي.
د پاکستان ځايي رسنۍ په چاودنه کې د مرګ ژوبلو شمېرې زیاتې ښيي.
اڅکزي وويل، نن سهار د 11 بجو په شاوخوا کې د مستونګ مدينه مسجد سره نزدې چاودنه وشوه، هغه زياته کړه، د چاودنې پلټنې روانې دي چې څرنګوالی یې معلوم کړي سمدستي نه شي ویلی چاودنه ځانمرګی برید دی که نه دی.
نوموړي وويل، په وژنو کې يو لوړ پوړی پوليس چارواکی هم شامل دی.
هغه زياته کړه، د چاودنې په شا هغه لاس دي چې د بلوچستان او پاکستان امن خرابول غواړي، ډېر زر به دغه عناصر ښکاره کړی شي.
ځايي مطبوعات وايي، چاودنه په هغه ځای شوی چې د عيد ميلاد النبي د جلوس دپاره خلک راټولېدل.
اڅکزي ویلي، امنيتي ادارې او امدادي ټيمونه د پېښې ځای ته رسېدلي، د کوټې په روغتون کې بېړني حالت په ځای کړی شوي او د وينې ورکولو خواست یې کړی دی.
نوموړي ويلي د مستونګ په چاودنه د بلوچستان نګران وزیراعلا د درېو ورځو د ماتم اعلان وکړ.
د کورنيو چارو مرکزي نګران وزير سرفراز بګټي په مستونګ کې له جومات سره نزدې د شوې چاودنې غندنه کړې، او ويلي يې دي ترهګر د هیڅ رعايت حق نه لري د ترهګرو نوغی به ويستل کېږی.
تحريک طالبان پاکستان د مستونګ په چاودنه کې لاس لرل رد کړي دي.
په 14 ستمبر مستونګ سيمه کې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علماء اسلام ف د يو مشر په ګاډي شوې چاودنه شوې، د جمعيت علما سلام ف ګوند د يو مشر حافظ حمدالله په ګډون پکې لږ تر لږه 11 کسان ژوبل شوي وو. داعش د چاودنې زمه واري منلې وه.
د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ بلوچستان ته د خپل لمړي سرکاري سفر پر مهال په کوټه کې له لوړ پوړو چارواکو سره ناسته کې ویلي وو چې په بلوچستان کې د ناامنۍ حالات قابو کول به یې لمړی هدف وي.
پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټديز د رپوټ ترمخه سږ کال د اګست په میاشت کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 99 پیښې رپوټ شوې وې چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کې تر تولو زیاتې پېښې مخې ته راغلې وې.
په رپوټ کې ويل شوي، د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ پېښو کې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوي او د جولايۍ میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهګري 93 فیصدي زیاته شوې وه.
د رپوټ ترمخه بلوچستان او د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې او بلوچستان صوبه کې له دغې نه د وړاندينۍ میاشتې په مقابله کې ترهګري 65 فیصده او د پښتونخوا قبایلي ضلعو کې 106 فیصده زیاته شوې وه.
سيند: د رېنجرز او پوليس عملياتو په مهال د وژنو پرضد احتجاج شوی

د پاکستان په سيند صوبه کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز او پوليس عملياتو په مهال د درېو شرخوښو وژلو دعوه شوې رېنجرز او پولیس ويلي د يو ملزم نيولو په مهال پرې ډزې شوي او په ځوابي ډزو کې شرخوښي وژل شوي خو ځايي سیاسي او مدني فعالو د پېښې پرضد احتجاج کړی چې د رېنجرز او پوليس په ډزو کې بې ګناه خلک وژل شوي دي.
ياده پېښه پرون د سيند صوبې د شهيد بېنظير اباد ضلعې په سکرنډ سيمه کې شوې ده.
د پاکستان ځايي رسنیو ویلي، رېنجرز او پولیسو دعوه کړې په سکرنډ کې یې د شرخوښو پرضد عمليات کول، او د عملياتو په مهال پرې شرخوښو ډزې کړي د رېنجرز او پوليس اهلکار یې ژوبل کړي دي.
چارواکو ويلي په ځوابي ډزو کې بيا درې شرخوښي وژل شوي دي.
پوليسو ویلي، د سکرنډ سره نزدې په ماړي جلباني علاقه کې یې د يو ملزم نيولو دپاره یې عمليات کول، او د عملياتو په مهال په دوی ډزې شوي دي.
او رېنجرز ځواک ويلي، د شرخوښو پرضد د پټو معلوماتو په اساس د پوليسو سره په ګډه عملیات کېدل خو چې د رېنجرز او پوليس اهلکار موقعې ته ورسېدل شرخوښو پرې ډزې پېل کړې، د شرخوښو سره په نښته کې د رېنجرز څلور عسکر ژوبل شوي او په ځوابي ډزو کې درې حمله کوونکي وژل شوي دي.
د سيند يونايټډ پارتۍ يو مشر سيد زېن شاه په اېکس [پخواني ټویټر] ویلي،
"قانون نافذوونکو ادارو د لاقانونيت او ظلم انتها کړې، د سپريم کورټ د چيف جسټس نه د بې ګناه خلکو په وژنه د سوموټو نوټس اخستو او انصاف ورکولو غوښتنه کړې ده".
نوموړي په پېښه کې د پوليس او رېنجرز ځواکونو د نیولو غوښتنه کړې ده.
په ټولنيزو رسنیو ويډيوز خپرې شوي چې ځايي خلکو، سياسي او مدني فعالو د وژل شوو کسانو د جسدونو سره په غټ سړک احتجاج کړی دی.
د ياسين رند په نوم مدني فعال ویلي،
"خلکو په لار کې جسدونه اېښودي پرامنه مزاحمت یې کړی پوځي ګاډي یې واپس کړي. جي اېچ کيو او د کور کمانډر کور لرې خبره ده په يو ګاډي يوه خښته نه ده ويشتل شوې، تاسو وايئ چې مونږ په ماړي جلباني کې د ترهګر په نیولو پسې تللي وو".
د سيند صوبې نګران وزیر داخله حارث نواز جيو نيوز سره په خبرو کې ویلي، رېنجرز او پوليس د يو ترهګر په نیولو پسې تللي وو.
Forum