لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پوځ د ترهګر د وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ دعوه کړې، د افغانستان سره په پوله د شمالي وزیرستان په شيوه تحصيل کې د شورو/ چهارشنبې په ورځ (9 فرورۍ) د امنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې يو ترهګر وژل شوى دى.

په همدې سيمه کې تېره ورځ هم د امنيتي ځواکونو په ګاډي ماين چاودنه کې د ایف سي ځواک شپږ سرتيري ژوبل شوي وو او بیا تر هغې وروسته د ډزو په پیښه کې يو ماشوم د ټپي کېدو خبرونه مخې ته راغلي دي.

د پرونۍ پېښې زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د سرکاري میډيا ترمخه پوځ تیره شپه نا وخته ویلي، چې د فبرری په نهمه او لسمه منځنۍ شپه کې په شمالي وزیرستان شیوه سیمه کې د ترهګرو او امنیتي سرتیرو ترمینځ ډزې شوې چې پکې یو ترهګر عرفان وژل شوی دی.

پوځ ویلي، د هغه نه په غټه کچه وسله او نور بارودي توکي ترلاسه شوي دي. خو د پوځ په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې د وژل شوي تړاو د کومې ډلې سره وو.

د وژل شوي تن په اړه نور جزيات نه دي ورکړی شوي خو ويل شوي چې هغه د چاودنو ماهر، او ترهګرو کړنو، وژنو او تاوان دپاره د تښتونو په پېښو کې ککړ وو.

هم پرون امنیتي چارواکو ویلي وو په شمالي وزیرستان کې په یوه چاودنه کې د اېف سي ځواک شپږ عسکر ژوبل شوي دي.

تیره ورځ د سیمې څخه سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي د سه شنبې په شپه په امنیتي عسکرو دا چاودنه د شېوه تحصیل په ټنډۍ سیمه کې شوې ده.

امنيتي سرچينو وي او اې ډيوه سره په شريکو کړو مالوماتو کې ویلي وو امنیتي سرتیري په علاقه کې د لټون په عملیاتو بوخت و, چې دګاډي ترڅنګ یې د سړک په غاړه د ماین چاودنه شوې ده.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي وویل تر چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ ډزې هم شوې خو ډزو کې وسله والو ته د نقصان اړولو معلومات یې نه دي ترلاسه کړي.

هغه وویل ژوبل سرتېري د ایف سي ځواک عسکر دي او په بنو سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي دي.

د سیمې نه سرچینې وایي د ډزو په پیښه کې یو ماشوم هم ژوبل شوی وو.

په شپږمه فرورۍ د پاکستان پوځ ويلي وو د خېبر پښتونخوا په کرمه قبايلي ضلعه کې د افغانستان د پولې ترڅنګ د پولې پورې غاړې نه ترهګریز بريد شوی او پينځه امنيتي سرتيري پکې وژل شوي وو.

د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه حملې ذمه واري هم منلې وه.

تر دې یوه ورځ وړاندې په پینځمه فرورۍ د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان دته خېل سیمه کې د دوو وسله والو د وژل کېدو سره د دوی د ولکې نه په غټه کچه دوسلې ترلاسه کېدو دعوه کړې وه.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

په بلوچستان او قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو د ترسره شوو وروستیو خونړیو بریدونو وروسته تیره ورځ د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال باجوه هوډ ښکار کړی چې پوځ به هیواد نه د ترهګرو،د هغوی دهمکارانو او ملګرو نوغی وباسي.

تیره اوونۍ د بلوچستان په نوشکي او پنجګور سیمو کې په امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه شوي وو چې پوځ پکې د نهو عسکرو وژل کېده تاييد کړي وو.

خو د دغو بریدونو ذمه واري قبلونکي بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان لبریشن ارمي بیا دعوه کړې ده چې په بریدونو کې يې ډېر عسکر وژلي وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG