لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ: چارواکي وايي د مذهب د سپکاوي د تور مسله په خبرو هواره کړی شوې


د خېبرپښتونخوا په صوابۍ ضلع کې پوليس وايي، پرون د يو ځايي چارواکي په بازار کې د تجاوزاتو پرضد کارووايۍ په مهال دغه مسله رامنځته شوې، په چارواکي د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی خو بيا ځايي انتظامي چارواکو، ځايي خلکو او علما دغه مسله په خبرو هواره کړې ده.

د صوابۍ د رځړو تحصيل د کالوخان پوليس تاڼې يو چارواکي وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، "د تحصيل ميونسپل انتظامي افسر خلکو له پرچې ورکولې، بيا خلکو ورته ویل چې پرچې ورله نه ورکوي".

پوليس چارواکي اختر منير وويل، "د خلکو په وېنا افسر ورته ويلي چې که پېغمبر هم ورته اووايي بيا هم به پرچه ورکوي".

نوموړي زياته کړه "خلک هسې هم دغه افسر ته په غصه وو پرچې به يې ورکولې. خلک بيا د ټي اېم اې په دفتر ورغلي او هلته شور شوی دی".

هغه وویل "بيا اېف ايي ار نه دی شوی خلکو په خبرو دغه مسله هواره کړې ده".

د رځړو تحصيل چيرمېن غلام حقاني وايي، "د ټي اېم اې افسر خلکو له پرچې ورکولې، هغه وويل د خلکو د خلې نه خبر شوی چې "بيا يو تن افسر ته ويلي چې خدای رسول ته وګوره تنګول مه کوه روزګار نشته او کمزوري يو، نو دغو کسانو ويلي چې خلکو دغه افسر ته سوالونه کول او بيا خلکو ویلي چې افسر په دغه وخت کې داسې الفاظ کارولي چې د مذهب سپکاوی يې کړی.

نوموړي زیاته کړه "دوی بيا يو بل ته لاس اچولی د بازار خلک راټول شوی د ټي اېم اې دفتر ته تللي، بيا پوليس چارواکي او عالمان راغلي، بيا خبرې شوي، او تپوس شوی چې دواړه کسان به واورېدل شي نو بيا هغه خبره پکې نه وه چې د ده داسې الفاظ د خلې نه ختلي چې هغه توهين رسالت دی".

چيرمېن وويل، هغه د انتظامیې سره رابطه وه او دغه خبره بيا ختم کړی شوې ده.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د تورونو پېښې مخې ته راځي.

په پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله ایاز وايي، "زمونږ بدقسمتي دا ده چې زمونږ قوم جذباتي انداز لري او زمونږ معاشرتي رويې داسې دي چې د الفاظو په انتخاب کې احتياط ونه شي اګر چې د دوی مطلب دا نه وي چې دوی کوم الفاظ استعمال کړي".

هغه وويل "په ياده پېښه کې چې د خبرو کوم کردار ادا شوی دا ستاينې وړ دی او هم دا طريقه پکار ده".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې قبله اياز وویل، "پکار نه ده چې څوک قانون په لاس کې واخلي، مروجه قانون په عمل کې راوستل پکار دي".

ښاغلي زياته کړه ، "د مذهب توهين بالکل نه دی پکار، د هيڅ څيز توهين نه دی پکار، خو بيا هم د مذهب د توهين په نوم د چا سره خپل ذاتي عناد او جګړې کول او چاته د نقصان ورکولو هيڅ جواز نشته".

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د ناسمو تورونو او بيا په تشدد د خلکو د وژلو د زياتېدونکو پېښو وروسته ویل شوي وو چې د هغه چا پرضد به هم د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې مقدمه درج کولی شي څوک چې د مذهب د سپکاوي تورونه د خپلو ګټو دپاره کاروي.

د تېر کال دسمبر په مياشت کې په پنجاب صوبه کې د يو سريلنکن وګړي د مذهب د سپکاوي په تور د وژلو او بيا سوځولو پېښه رامنځته شوې وه.

د يادې پېښې وروسته د مذهبي همغږۍ دپاره د وزیراعظم عمران خان سلاکار مولانا طاهر اشرفي په لاهور ښار کې د عیسایيانو مشرانو سره د لیدنې وروسته خبري کانفرنس ته ویلې وو له بده مرغه پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور سیالکوټ ښار کې یو سري لنکن وګړی وژل شوی او اوس حکومت او ریاستي ادارو فېصله کړې ده چې هر څوک د ذاتي ګټو د پاره د مذهب د سپکاوي د قانون نه ناوړه استفاده کوي د هغه پرضد به هم د دې قانون لاندې ګامونه اخستی شي.


په پاکستان کې غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل يو وروستي رپورټ کې ويلي د پاکستان د جوړېدو نه تر اوسه پورې د هېواد دننه د 1415 کسانو پرضد د مذهب د سپکاوي تورونه او مقدمې درج شوي چې پکې د عدالت پرته 89 کسان وژل شوي هم دي.

د ترمخه د کال 1947 نه تر کال 2021 پورې پاکستان کې 18 ښځې او 71 سړي د مذهب د سپکاوي د تورونو په اساس د عدالت پرته وژل شوې دي.

يه ياد رپورټ کې ويل شوي شوي چې د کال 2011 او 2021 په مينځنۍ موده کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوي د الزامونو په رجحان کې اضافه ليدل شوې ده او دغه موده کې د 1287 وګړو پرضد د مذهب د سپکاوى تورونه لګول شوې دي.

(په دې خبر کې ځینې مالومات د ډیوه خبريال رياض حسېن شريک کړي).

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG