لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امیرخان متقي:دافغانستان خاوره به دهیڅ یو هیواد په ضد نه کارؤل کیږي


دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي دوئ ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به دهیڅ هیواد په زیان نه استعمالیږي او نه هم چاته دافغانستان کې دننه ددغسې فعالیتونو اجازه ورکوي.

خو دطالبانو له دې دعوې برعکس دملګرو ملتونو په رپورټ کې ویل شوي چې دافغانستان دننه دداعش،القاعده،ټي ټي پي ختیز ترکستان اؤ نورو ترهګرو ډلو ګڼ شمیر جنګیالي شتون لري.

دسیاسي چارو وتلی څېړنګار ډاکټرخادم حسین وي او ای ډیوه ویب پاڼې ته وایي اوس چې په افغانستان کې کوم صورتحال جوړیږي اؤ دغلته کومې ترهګرې ډلې وجود لري هغه د روسیې،چین،ایران اؤ پاکستان حتی داروپا په ضد هم فعالیتونه کولی شي.

دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تیره ورځ کابل کې د برتانيی سفير هيوګي شارتر په مشرۍ برتانوي پلاوي سره لیدلي اؤ هغوئ ته یې ډاډ ورکړی چې دافغانستان خاوره دهیچا په ضد نه کارؤل کیږي اؤ نه اسلامي امارت چاته ددغسې کولو اجازه ورکوي.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم په ټویټر لیکلي دبهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي دلیدنې‌ په مهال برتانوي پلاوي ته ویلي ځیني غرضي رسنۍ هڅه کوي چې په نوي حکومت بې بنسټه تورونه ولګوي.

دمتقي په وینا دافغانستان په نوي حکومت دداسې بې بنسټه تورونو مقصد بې باوري رامنځته کول اؤ دنړیوالو باور ټکنې کول دي.

دطالب ویاند په بیان کې دعوه شوې چې په دې لیدنه کې دبرتانیې سفیر کابل ته په ورتګ خوښي ښودلې اؤ ویلي یې دي چې افغانستان کې جنګ ختم شوی، امنیت تامین شوی،وضعیت عادي دی، بشري مرستې په ښه ډول رسیږي او تعلیمي مراکز خلاص شوي دي.

طالبان که هرڅو دعوې کوي چې دوئ چاته دافغانستان خاوره دنورو هیوادونو په ضد دکارؤلو لپاره نه ورکوي خو په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا خپور شوي یو رپورټ کې ویل شوي چې د طالبانو د شپږو میاشتو له واکمنۍ وروسته، ممکن ده چې افغانستان د مينځنۍ اېشيا او دهغې اخوا د القاعده او يو شمېر نورو ترهګرو شبکو لپاره په یوه خوندي‌ځاله بدل شي.

دسیاسي چارو شنونکي ډاکټر خادم حسین د خالي په ورځ وي او ای ډيوه ته ویلي چې نړۍ دطالبانو دحکومت نه غوښتنې کوي چې خپل حکومت ته پراخ بنسټه بڼه ورکړي، دبشر حقونو ته درناوی ولري اؤ پرې نه ږدي چې دافغانستان خاوره ترهګرې ډلې دنورو هیوادونو په ضد وکاروي.

هغه وایي ترڅو چې طالبانو دنړۍ شرطونه نه وي منلي نو امکان نه لري چې نړۍ یا ګاونډي هیوادونه دطالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

نوموړي زیاته کړې اوس چې په افغانستان کې کوم صورتحال جوړیږي اؤ دغلته کومې ترهګرې ډلې وجود لري هغه د روسیې،چین،ایران اؤ پاکستان حتی داروپا په ضد هم فعالیتونه کولی شي.

په افغانستان او سیمه کې د امنیت په چارو نظر لرونکي څېړنکار او د پاکستان د پوځ پخواني افسر طلعت مسعود هم ډيوه ته وايي د طالبانو لپاره اړینه ده چې دنړیوالو ترهګرو ډلو د زغملو خپله زړه تګلاره پرېږدي ګنې ددې تاوان به هم دوئ او هم ګاونډيو هېوادونو ته ورسي.​

طلعت معسود وايي طالبان ګڼي چې دغه ډلې د هغوئ دوستان دي او غوره اړېکې ورسره لري او د افغانستان د پخواني حکومت پرضد جګړه کې یې د هغوي مرسته کړې ده.

دملګرو ملتونو د امنیتي شورا د رپورټ له مخې طالبان په دوديز ډول د القاعده، پاکستاني طالبانو او د انصار الله ډلې سره نزدې اړېکې لري او راپور وايي په مينځنۍ اېشيا کې د تند لارو ډلو جنګیالي او دختيز ترکمانستان مومنټ غړي چې د چين په سنکيانګ صوبه کې فعالیت کوي د نړۍ لخوا د طالبانو حکومت په رسميت پېژندنې ته په تمه دي.

د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي ترهګرې ډلې په دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو منل کیدو سره به د هغوئ نه هم دترهګرۍ ټاپه لرې شي.

رپورټ کې راغلي دي چي د برصغير هند کې القاعده چې مشتري یې اسامه محمود او د هغه مرستيال عاطف يحى کوي د افغانستان په هلمند، غزني، کندهار، نيمروز، پکتیکا او زابل ولایتونو کې دافغانستان دتيرحکومت په ضد د طالبانو تر څنګ جګړه کې برخه اخیستې وه.

ګمان کېږي چې القاعده د 200 نه تر 400 جنګیالی لري زياتره غړي یې افغانستان، بنګله دېش، هند او پاکستان کې دي.

د رپورټ ترمخه د طالبانو په واک کې د راتلو په وخت د قېديانو د خوشې کېدو سره د داعش ډلې خراسان څانګې چې د وسله والو شمیره د 2200 نه تر 4000 ته رسېدلې ده.

د تېر اګست په میاشت کې چې طالبانو پرله پسې د افغانستان د ولايتونو مرکزونه نېول جېلونه یې مات کړل او تر دې چې د کابل په خوا کې یې د پل چرخي او بګرام زندانونو نه هم قېديان خوشې کړل چې پکې زياتره د داعش غړي هم خوشې شوي وؤ.

داعش په دې وروستیو کې د افغانستان دننه د يو شمېر خونړو بریدونو پړه هم په غاړه اخیستې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG