لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې به د بلدياتي انتخاباتو دوېم پړاو په 31 مارچ ترسره کيږي


د خېبر پښتونخوا د الېکشن کمېشن چارواکي وايي په صوبه کې به په پاتې ضلعو کې بلدياتي انتخابات په 31 مارچ ترسره کيږي. په ټاکلې نېټه به په 18 ضلعو کې د تحصيل کونسل 65 نمايندګان ټاکلی شي.

د خېبرپښتونخوا د الېکشن کمېشن وياند سهېل احمد وي او اې ډيوه ته ويلي، په 19 دسمبرد صوبې په 17 ضلعو کې د ټاکنو اولنی پړاو ترسره شوی وو، او کمېشن د دوېم پړاو دپاره 27 مارچ اعلان کړی وو.

خو د پېښور هايکورټ اېبټ اباد څانګې پرېکړه کړې وه چې د يخ موسم له امله دې په دغو ضلعو کې ټاکنې وځنډول شي.

سهېل احمد وويل الېکشن کمېشن دغه پرېکړه بيا په سپريم کورټ کې چېلنج کړه او سپريم کورټ امر وکړو چې ټاکنې دې په خپل وخت وکړی شي چې په رڼا کې يې الېکشن کمېشن په 31 مارچ د ټاکنو اعلان وکړو.

"سپريم کورټ وړاندې هم امر کړی وو چې د مارچ پورې دې بلدياتي ټاکنې وشي، او که کوم ځايې کې موسم ډير يخ وي يا بله کومه وجه وي نو الېکشن کمېشن کولی شي چې په ټوله ضلعه يا څو يونين کونسلو باندې الېکشن وځنډوي".

سهېل احمد زياته کړه په دې ټاکنو کې د تحصيل په کچه 65 نمايندګان ټاکل کيږي، د امنيت د پاره يې لا د پوځ د ګمارلو پريکړه نه ده کړي.

نوموړي وویل په دوېم پړاو کې به د ملاکنډ ډويژن د بونېر او باجوړ ضلعو نه علاوه په ټولو ضلعو، په هزاره ډويژن کې د هري پور نه علاوه په ټولو ضلعو او د قبايلي ضلعو په شمالي وزيرستان جنوبي وزيرستان،کرم او اورکزۍ ضلعو کې دغه ټاکنې ترسره کيږي.

په قبايلي ضلعو کې د خېبر پښتونخوا الېکشن کمېشن د سوري لاندې دا اولنۍ بلدياتي ټاکنې دي.

په دغو ټاکنو کې برخه اخستونکې د تحصيل کونسل د پاره د جنوبي وزيرستان نه اولنۍ ښځه امېدواره رضيه محسود وايي د الېکشن کمېشن د ټاکنو د اعلان هرکلی کوي، د ټاکنو اولني پړاؤ سر ته رسېدلې، که دوېم پړاؤ ځنډيدلې وې نو دې پروسته باندې به ډير اثر پروتې وو.

رضيه محسود وويل ښځې د ابادۍ نيمه برخه ده څنګه چې سړي ووټونو اچولو د پاره پولنګ سټيشنو ته راځي او ټاکنو کې برخه اخلي بايد چې ښځې هم دغسې په ټاکنو کې برخه واخلي.

" د ښځو په ټاکنو کې برخه اخستل ډېر ضروري دي، د دوی فېصلو له پکار ده چې يوه ښځه يې نمائندګي وکړي".

د الېکشن کمېشن چارواکي وايي د څلورم مارچ پورې به اميدوارانو ته نخښې ورکړل کيږي ، په 31 مارچ به ټاکنې وشي او په څلورم اپرېل به د کامياب شوو نمايندګانو سرکاري نتيجې اعلان کړي.

په خېبرپښتونخوا کې په 19 جنورۍ په 17 ضلعو کې د بلدياتي انتخاباتو لومړی پړاو ترسره شوی وو.

په صوبه کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف مخالفه ګوندونو په دغو انتخاباتو کې زياتې څوکۍ ګټلې او وزيراعظم عمران خان بيا ويلي، د ګوند د غلطو فېصلو يا غلطو امېدوارانو د ودرولو له امله يې ګوند ماتې خوړلې ده.

په صوبه کې د انتخاباتو په مهال د تشدد پېښې هم رامنځته شوې او مخالفه ګوندونو په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه هم لګولي وو.

خو حکومت دعوه کړې وه چې انتخابات يې په پرامنه ماحول کې ترسره کړي او د درغلۍ تورونه یې رد کړي وو.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي).

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG