لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: طالبانو ويلي بهرني خبريالان يې خوشي کړي


په افغانستان کې واکمنو طالبانو د جمعې په ورځ (11 جنورۍ) ويلي، دوه بهرني خبريالان او د هغو ځايي همکاران يې د پېژندګلیو وروسته خوشي کړي دي.

دغه اعلان څو ساعته وروسته له هغې شوی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې تاييد کړې وه چې په کابل کې د ښېګړې د ادارې سره کار کوونکي خبريالان نيول شوي او د خوشي کولو دپاره يې هڅې روانې دي.

وروسته ادارې د جمعې په ورځ ناوخته بيا ټويټ کړی او د دوه بهرنيو خبريالانو او د هغو د افغان همکارانو خوشي کېدل يې تاييد کړي او ويلي يې وو چې اداره افغانانو ته ژمنه ده.

د خبريالانو په نيول کېدو په نړيواله کچه نيوکې شوې وې او دغه عمل ته د مطبوعاتو په ازادۍ بريد ويل شوي وو.

وروسته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو، چې بهرني اتباع يې د اسنادو نه لرلو په سر نيولي، او بيا د اطمينان وروسته یې خوشي کړي دي.

د دغو کسانو د نيول کېدو لومړی خبر په ټویټر باندې پخواني مرستیال صدر امرالله صالح ورکړی وو، هغه ويلي، طالبانو نهه تنه بهرنيان چې پکې د بي بي سي پخوانی خبريال انډريو نارت او پيټر جونيل شامل دي نيولي دي.

د صحافيانو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظيم کميټي ټو پروټېکټ جرنلسټ (سي پي جی) په کابل کې د خبريالانو د نيولو غندنه کړې او ويلي يې وو د طالبانو په واکمنۍ کې دغه ډول عمل کېدل د خفګان وړ داسې عکاسي کوي چې دغلته د مطبوعاتو ازادي نشته او په جرنلسټانو بریدونه سېوا کيږي.

د سي پي جی د اسيا د پروګرام رابطه کار سټيو بټلر ويلي وو خبريالان دې خوشي شي او اجازه دې ورته ورکړی شي چې خپل کار جاري وساتي. او طالبان دې په جرنلسټانو بيا بيا پرېدونه کول او د دوی ځورول پرېږدي.

طالبانو چې د اګست په میاشت کې يې د افغانستان واک ترلاسه کړی، له دغې وروسته د ګڼو خبريالانو د نيولو او په هغوی د تشدد خبرونه مخې ته راغلي خو تراوسه پورې په دغه هېواد کې د کوم بهرني جرنلسټ خبر مخې ته نه وو راغلی.

د وي او اې د خبر ترمخه د طالبانو چارواکو ويلي د جمعې په ورځ يې هغه ښځې فعالانې هم خوشي کړي په چا چې تورونه وو چې د حکومت پرضد مظاهرو او د ښځو د حقونو د غوښتنې په مهال څو ورځې وړاندې نيول شوې وې.

پروانه ابراهيم خېل چې په دغو بې درکه فعالانو کې وه طلوع نیوز ته يې د طالبانو د بند څخه د ځان او نورو فعالانو د خوشي کېدو تایيد کړی دی.

طالبانو چې دغه خبره رد کړې چې په بې درکه کولو کې لاس لري، د ابراهيم خېل په بيان يې څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګوتيرس په ټویټر د ښځينه فعالانو په بې درکۍ اندېښنه څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه يې کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG