لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دبجلۍ نرخ دیو یونټ پسر درېوؤ روپو نه نور زیات ګران کړی شو


دپاکستان حکومت دبجلۍ نرخونه نور هم لوړ کړي اؤ دمیډیا رپورټونه وایي چې دبجلۍ یو یونټ کې درې روپۍ روپۍ اؤ 10 پیسې اضافه راوستل شوې ده.

پاکستاني رسنۍ په عین حال کې د پټرولو دبیعو لوړیدو احتمال هم ښایي اؤ وايي نړیوال مارکیټ کې دتیلو دبیعو لوړیدو له امله نزدې ده چې پاکستان کې هم حکومت دتیلو بیعې بیعې لوړې کړي.

پاکستان کې دبجلۍ دنرخونو تړلو اؤ څار د ادارې نیپرا اعلامیه کې ددسمبر دفیول چارجز ایډجسټمنټ مد کې دبجلۍ نرخ کې دیو یونټ پسر د درېوؤ روپو اؤ لسو پیسو داضافې وینا شوې ده اؤ ویل شوي دي چې دا اضافه به د فرورۍ دمیاشتې دبجلۍ په بلونو لاګو یا پرځائ کیږي.

د بجلۍ دنرخونو لوړیدو اؤ دپټرولو په نرخ کې داضافې دا امکان په داسې حال کې ښودل شوی چې روانه میاشت د پاکستان د شمېرو دولتي ادارې ویلي وؤ د هیواد کې په مجموعي توګه ګراني 19.53فیصدي ته رسېدلې ده.

په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي جې د روانې میاشتې د وړومبۍ نېټې نه نړیواله مندهۍ کې دپټرولو نرخ په یو لیټر کې شپږ نیمې اؤ د ډيزلو نرخ پینځه روپۍ ختلی دی اؤ امکان دی چې پاکستان کې هم حکومت دپټرولو په یو لیټر کې تر 13 اؤ د ډيزلو نرخ کې د18 روپو داضافې اعلان وکړي.

اقتصاد پوهان نظر لري چې پاکستان کې د توانایۍ د زیاتو بیعو له امله دګرانۍ کچه لوړه شوې ده او هم ددې له امله په پیداوار لګښتونه زیات شوي چې دګرانۍ سوب جوړیږي.

تیره اوونۍ د پاکستان د شمیرنې اداره پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې هیواد کې د کمې امدنۍ خلکو دپاره ګراني 21 فیصده زیاته شوې او کلیزه ګراني 19.53 فیصدي ریکارډ شوې ده.

په مردان ښار کې د چیمبر اف کامرس او انډسټري پخواني مشر ظاهر شاه وي او ای ډیوه ته ویلي د پاکستان اقتصادي اډانه کمزورې ده او تر څو چې ملکي اقتصاد ته وده نه وي ورکړل شوې په ګرانۍ قابو موندل ګران دي .

هغه وایي په میاشت کې دوه ځله د پټرولو او ډیزلو نرخونه لوړیږي او د توانایۍ زیاتې بیعې دګرانۍ لامل ګرځي چې له دې امله په پیداوار هم لګښتونه زیاتیږي.

د پاکستان مرکزي حکومت دریځ لري چې په نړیوال مارکیټ کې هم ګراني زیاته شوې ده او د تیلو بیعې 84 ډالره یو بيرل ته رسیدلې دي او د هغې اثر په پاکستان کې د توانایۍ په بیعو پریوځي‌.

د پاکستان حکومت په ګرانۍ دقابو موندلو دپاره د120 اربو روپو رعایتونه هم ورکوي خو نړیواله مالیاتي اداره پخپل رپوړټ کې وایي سږکال به پاکستان کې ګراني نوره هم زیاته شي او په راتلونکي کال کې به دا ګراني 10 فیصدو ته راکمه شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG