لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې دمذهب دسپکاوي په تور پاریدلو خلکو یو تن دجومات مخې ته په وهلو ټکولو وژلی


Arshad Mehmood3
Arshad Mehmood3

پولیس وایي دپاکستان دپنجاب ایالت په میا چنو سیمه کې په سوؤنو پاریدلو خلکو دمذهب دسپکاوي په تور یو تن دجومات مخې ته په وهلو ټکولو وژلی دی.

دا پېښه تېره ورځ دمیاچنو په کلیواله سیمه تلمبه کې هغه مهال رامنځته شوې چې کله د جوماتونو څخه په ظاهره د یو مجذوب تن په ضد دمذهب دسپکاوي اعلانونه وشول.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان ددې پېښې نوټس اخستی اؤ وایي دیو تن یا ډلې لخوا به قانون په لاس کې اخستل بیخي ونه زغمل شي.

خو څېړونکي تور لګوي چې دپاکستان ریاست دترهګرو ډلو اؤ افراطیانو سرپرستي کوي اؤ په نیشنل ایکشن پلان عمل نه کیدل د ریاست اؤ ترهګرو ډلو خپلو کې اړېکې په ډاګه کوي.

پولیس وایي په دغه تن تور لګول شوی ؤ چې دقران شریف پاڼې یې سوځولې دي .

دعیني شاهدانو له خولې په سوشل میډیا لیکل شوي دجوماتونو څخه له اعلانونو وروسته په سوؤنو قهریدلي خلک کوتکونو په لاس دغه تن پسې دسیمې یو جومات ته ورغلي اؤ هغه یې له جوماته رابهر کړی اؤ په تشدد یې وژلی دی.

په ټولنیزو رسنیو ددغه پېښې یوه ویډیو هم خپره شوې ده چې پکې لیدل کیږي ګڼ دمذهب په سپکاوي تور تن له جوماته راوباسي ،په وهلو ټکولو یې په زمکه غورځوي اؤ بیا یې څوک په کاڼو وولي اؤ څوک یې په کوتکونو وهي.

عیني شاهدان وایي چې پولیس هم په دغه موقعه ولاړ وؤ خو هغوئ دپاریدلو خلکو نه د وژل شوي تن په خلاصولو کې ناکام شوي دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان ددې پېښې نوټس اخستی اؤ وایي دیو تن یا ډلې لخوا به قانون په لاس کې اخستل بیخي ونه زغمل شي.

په ټویټر ښاغلي عمران خان لیکلي چې د هجوم یا راپاریدلو خلکو په لاس د وژنو دپېښو مخه به په سختۍ سره مخه نیولی شي اؤ هغه وایي چې هغه دپنجاب دپولیسو مشر نه هم دې پېښه کې دککړو کسانو اؤ په خپلو فرائضو کې دناکامه شوؤ پولیسو په ضد دکارروایۍ رپورټ غوښتی دی

سیاسي څېړونکی اؤ دبشري حقونو مبارز افراسیاب خټک وایي مذهبي افراطیت یا ترهګري دهیواد وجود ته ترټولو ستر ګواښ دی.

په ټویټر ښاغلي افراسیاب خټک لیکلي هغه څه چې ډیر بوګنوونکي دي دترهګرو ډلو طالبانو،لشکر طیبه ،جیش محمد تحریک لبیک پاکستان اؤ نورو ریاستي سرپرستي ده.

هغه وایي دنیشنل ایکشن پلان نه عملي کیدل دحکومت اؤ ترهګرو ډلو خپلو کې ملګرتیا ثابتوي

پولیسو ولې وژل شوی تن ونه ژغورلو؟

دسیمې پولیس هم مني چې دپېښې په وخت ځائ ته رسیدلي وؤ خو وایي چې خلک ډير زیات پاریدلي وؤ پولیس چې ترڅو ددغه تن خواته ځان رسولو نو خلکو هغه په تشدد وژلی ؤ.

د تلمبه پولیس تاڼې مشر یا ایس ایچ او منور حسین وایس اف امریکا ډیوه ته سره خبرو کې ددې پېښې پخلی کړی اؤ وایي چې پولیسو دپېښې په تړاؤ د ۳۳کسانو په ضد مقدمه درج کړې ده اؤ هغوئ کې یې زیاتره کسان نیولي دي.

پولیس وایي دسیمې خلکو په وژل شوي تن دقران پاک د پاڼو سوځولو تور لګولی ؤ اؤ ددغه تور په اساس یې بیا هغه پخپل سر وژلی دی.

خو دپولیسو دغه مشر ډیوه ته دا هم وویل چې د وژل شوي تن په ضد هم دسیمې دخلکو لخوا پولیسو ته درخواست ورکړل شوی ؤ اؤ ددغه درخواست په اساس دمذهب دسپکاوي مقدمه هم درج کړل شوې ده.

ډیوه چې کله دایس ایچ او نه وپوښتل ایا مقدمه د وژل شوي تن په ضد درج کړل شوې ده نو هغه وویل “ایف ایي ار دنامعلوم تن په ضد درج کړل شوی دی”

دپولیسو مشر ډيوه ته د وژل شوي تن دنوم ښودلو اؤ دهغه په اړه دنورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه اؤ وئ ویل “په لږه شیبه کې زمونږ بالا افسران په دې اړه یو مطبوعاتي کانفرنس کې رسنیو ته ټول معلومات ورکوي”

په عیني وخت کې پاکستاني رسنیو ویلي چې دپنجاب وزیراعلا عثمان بزدار ددې پېښې نوټس اخستی اؤ دپولیسو څخه یې دپېښې په اړه رپورټ غوښتی دی

تر دې وړاندې هم تیر کال د دسمبر په میاشت کې دپنجاب په سیالکوټ سیمه کې په سوونو پاریدلو خلکو دیوې کارخانې سریلنکن منیجر پريانتا کمارا دمذهب دسپکاوي په تور وژلی اؤ له وژلو وروسته یې دهغه مړی سوځولی ؤ.

دمذهب دسپکاوي په تورونو پاکستان کې خپلسره وژنې اؤ مقدمې

غیر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز روانه میاشت پخپل رپورټ کې ويلي د پاکستان د جوړېدو نه تر اوسه د هېواد دننه د 1415 کسانو پرضد د مذهب د سپکاوى تورونه او مقدمې درج شوي چې پکې د عدالت پرته 89 کسان وژل شوي هم دي.

رپورټ کې راغلي چې د کال 1947 نه تر کال 2021م پورې پاکستان کې 18 ښځې او 71 سړي د مذهب د سپکاوي د تورونو په اساس د عدالت پرته وژل شوې دي.

ددغه رپورټ په اساس د کال 2011 او 2021 په منځومانه موده کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوى د الزامونو په رجحان کې اضافه ليدل شوې ده او دغه موده کې د 1287 وګړو پرضد د مذهب د سپکاوى تورونه لګول شوې دي.

د سي ار ایس ایس په رپورټ کې ويل شوي د مذهب د سپکاوي تر ټولو زیات 70 سلنه تورونه په پنجاب صوبه کې په خلکو لګول شوې دي.

اسلامي نظریاتي کونسل څه وایي ؟

دپاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل چېرمېن او وتلی ديني عالم ډاکټر قبله ایاز د وي او ای ډيوه ته ویلي دا خبره سمه ده چې ځينې خلک د مذهب د سپکاوي د قانون څخه ناوړه استفاده کوي او داسې تورونه لګوي چې دحقيقت سره تړاو نه لري.

هغه وايي چې يو ځل دا ثابته شي چې الزام غلط لګیدلی نو بيا د مذهب د سپکاوي ناسم تور لګوونکي ته هم سخته سزا ورکول پکار ده.

تېر کال د يورپي هېوادونو تنظیم يورپي يونين هم پاکستان کې د لږکيو پرضد د مذهب د سپکاوي د قانون څخه د ناوړه استفادې له امله د پاکستان لپاره تجارتي مراعاتو ته د بيا کتنې قرارداد مخې ته راوړی ؤ چې هغې ته خپل عکس العمل کې د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري وېلي وو پاکستان به په خپلو کورنیو چارو کې بهرنې مداخله و نه زغمي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG