لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزی:اسامه له پاکستانه راغلی اؤ بیا هملته تللی ؤ،مسولیت یې باید په افغانانو وانه چول شي


دافغانستان پخوانی مشر حامد کرزی وایي اسامه بن لادن دپاکستان څخه افغانستان ته راغلی اؤ بیا هم دغه هیواد ته ستون شوی ؤ چې حتی هملته وژل شوی دی ځکه اوس نو باید د اسامه دتروریستي فعالیتونو مسولیت پر افغانانو وانه چول شي اؤ دافغانستان ټولې کنګل پیسې دې افغانانو ته ستنې کړل شي.

دیکشنبې په ورځ کابل کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې حامد کرزي ویلي بهرنیو بانکونو کې پرتې دافغانستان پیسې ددې هیواد دخلکو دي اؤ دا به باید دافغانستان خلکو ته ستنې کړل شي.

هغه دا غوښتنه وروسته له هغې کړې چې دجمعې په ورځ دامریکې صدر جوبایډن د یوه فرمان په لاسلیکولو سره پرېکړه وکړه چې د افغانستان اووه اربه ډالر به ازادوي .

خو دصدر بایډن دپرېکړې له مخې دې پیسو څخه به درې نیم اربه ډالر له افغان ولس سره د مرستې لپاره لېږل کېږي او درې نیم اربه ډالر به تر هغه وخته په امریکا کې پاته وي چې د یوولسم ستمبر د قربانیانو کورنیو ته یې د معاوضې په توګه د ورکولو د دعوې پرېکړه نه وې شوي.

دصدر بایډن په دې پرېکړه دافغانستان دننه اؤ بهر سخت غبرګونونه رامنځته شوي اؤ تیره ورځ د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د صدر بایډن د فرمان په عملي کېدو سره به په افغانستان کې زیاتې ستونزې .

دبشري حقونو دڅار نړیوال تنظیم( هیومن رایټس واچ) پخپل بیان کې ویلي وؤ طالبان ظالمان، بې رحمه او د ښځو خلاف دي خو وایي ولې د دوی سزا نورو افغانانو ته ورکړل شي.

په عین حال کې په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند اؤ ملګرو ملتونو ته دافغانستان دڅوکۍ لپاره نومول شوي استازي سهیل شاهین هم ویلي افغانستان بانک زیرمه په دولتونو او ډلو پورې اړه نه لري بلکې د افغانستان د خلکو ملکیت دی.

په ټویټر ښاغلي شاهین لیکلي دا پیسې یوازې د مالیاتي تکلارې پلي کولو، د سوداګرۍد اسانتیاؤ رامنځته کولو او د هیواد د مالي سیسټم د ودې لپاره کارول کیږي اؤ له دې پرته دبل هیڅ مقصد لپاره نه کارول کیږي.

سهیل شاهین وایي دا پیسې کنګل کول یا په یو اړخیز ډول د بل کوم هدف لپاره ویشل ظلم او د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دی.

په افغانستان دطالبانو د واکمنۍ ټینګیدو راپدیخوا څو څو کرته طالب چارواکو دامریکې نه دافغانستان دکنګل پیسو د ایله کولو غوښتنې کړې دي خو امریکې لا دې غوښتنو ته څه مثبت ځواب نه دی ویلی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG