لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیبرپښتونخوا په دیارلسو ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو وړومبی پړاو بېرته د سره وشو


فایل تصویر - د ۲۰۱۹ کال انتخابات
فایل تصویر - د ۲۰۱۹ کال انتخابات

د خېبرپښتونخوا صوبې په هغو سيمو کې د وړومبي پړاو انتخابات بیا د سره وشول کوم کې چې په اول ځل د ځینو وجوهاتو له کبله ځنډېدلي و. په دې انتخاباتو کې د اتوار/یکشنبې په ورځ، د سهار اته بجو نه واخله د مازيګر تر پينځو بجو پورې د رائ اچولو عمل روان وو.

د ټولټاکنو کميشن چارواکي وايي په دغو سيمو کې تير ځل د اميدوارانو د مړينې او نښتو او لانجو له کبله، دغه ټاکنې ځنډول شوې وې.

دوی وايي د انتخاباتو ټول عمل په ښه ډول سر ته ورسېد، خو د دغو سيمو خلک بیا وايي چې ډېر په لږ شمېر کې خلک رائ اچولو ته راوتلي وو او په ووټرانو کې د ښځو شمېر هم لږ و.

د خېبرپښتونخوا په دیارلسو (۱۳) ضلعو کې د اتوار يا يکشنبې په ورځ په ۵۶۸ پولېنګ اسټيشنو کې د وړومبي پړاؤ د سره بلدياتي انتخابات تر سره شول او تر دې دمه پورې يې حتمې نتيجې مخې ته نه دي راغلې.

د ټولټاکنو کميشن د خېبرپښتونخوا څانګې چارواکي وایي دغه ټاکنې په پېښور، مردان، چارسده، نوښار، خېبر، بونير او ډېره اسماعیل خان په شمول سيمو کې ترسره شول.

د خېبر بازار زخه خيل سيمې اوسېدونکی امين الله وي او اې ډيوه ته وويل: «نن په تيرا بازار کې بلدياتي ټاکنې په ښه ډول ترسره شوې او په کې ښځې هم د رائ اچولو د پاره راوتلې وې. زمونږ په ځای کې ټاکنې ښه په امن سره وشولې."

د خېبرپښتونخوا په کومو سيمو کې چې دغه ټاکنې وشولې، هغې کې تیر کال په نولسم د ډسمبر د وړومبي پړاو د ترسره شویو ټاکنو په مهال، د مرګ ژوبلې يا امن امان صورت حال د خرابېدو له امله انتخابات ځنډول شوي و.

د ټولټاکنو کمیشن شميرې ښيي چې دې ټاکنو کې به ټول اوه لاکهه لس زره و څلور سوه و دوه اویا (۷۱۰۴۷۲) کسان خپلې رایې کارولي چې پکې د درې نیم لاکهو نه پورته (۳۶۲۹۲۴) یې نارینه او درې لاکهه اوه څلوېښت زره پنځه سوه و اته څلوېښت (۳۴۷۵۴۸) یې ښځې دي.

د ټولټاکنو کميشن وياند سهيل احمد وي او اې ډيوه ته وويل: «مونږ ته په دې وخت کې چې کومې نتيجې راځي نو دې ته مونږ غېر حتمي نتيجې وايو او غېرحتمي نتیجې به مونږ زر تر زره اعلان کړو.»

نوموړي زياته کړه چي غېر حتمي نتيجې به نن ماخوستن او يا په ځينې سيمو کې سبا وشي خو کومې چې سرکاري تفصيلي نتيجې دي، هغه به څو ورځې پس اعلانیږي.

سهيل احمد وايي: «زمونږ د چارواکو د وينا ترمخه، ښه په ګڼ شمېر کې خلک د رائ اچولو د پاره راوتلي وو او دغو خلکو د ميئر (ښاروال) او کونسلرانو د پاره ووټونه ورکړل. د دې پته به وروستو لګي چې د سړو او ښځو رائ اچولو شرح څومره وه".

تير کال د ډسمبر په 19مه د خېبر پښتونخوا په اولسو ضلعو کې بلدياتې ټاکنې يا انتخابات شوي ؤ او د اليکشن کمېشن د مالوماتو ترمخه په پاتې ضلعو کي به انتخابي عمل د روان کال د مارچ په 31 مه نېټه ترسره کېږي د کوم لپاره چې د نامزدګۍ د کاغذونو جمع کولو عمل شروع کړل شوی دی.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG