لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې په بلدياتي انتخاباتو کې بيا زياتې څوکۍ مخالفه امېدوارانو ګټلي


په خېبرپښتونخوا کې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (13 فرورۍ) د 19 دسمبر نه پاتې شوي بلدياتي انتخابات ترسره شوي، چې ورسره په صوبه کې د بلدياتي انتخاباتو لومړی پړاو پوره شوی او بيا زیاتې څوکۍ مخالفه ګوندونو ګټلي دي.

په خېبرپښتونخوا کې پرون په ترسره شوو انتخاباتو کې د غېر سرکاري او غېر ختمي نتيجو ترمخه جمعيت علمااسلام ف ګوند او ازادو امېدوارانو زياتې څوکۍ ګټلي، او ورسره په هغو ځايونو کې چې په 19 دسمبر د ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې ځينې پولينګ سټېشنې پاتې شوې وې، مخالفه ګوندونو پرې ګټه ترلاسه کړې ده.

خو په پرونو انتخاباتو کې په ډېره اسماعيل خان کې چې د مولانا فضل الرحمان کورنۍ حلقه ده، د مېر څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف امېدوار د مرکزي وزیر علي امين ګنډا پور ورور عمر امين ګنډا پور ګټلې ده.

د انتخابي کمپاين په مهال د بې قاعدګو په سرغړونه عمر امين ګنډا پور په انتخاباتو کې د برخې اخستو نه نااهله کړی وو خو سپریم کورټ هغه بيا بيرته اهل ګرځولی وو.

خبريال او څيړونکی شمس مومند وايي، په ډېره اسماعيل خان کې د وړاندې نه داسې تورونه لګېدلي وو چې هلته حکومتي مشينري استعمالیږي، نو ظاهره د هغې نتيجې به هم هلته راتلې.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د پاکستان تحریک انصاف چې په خېبرپښتونخوا کې حکومت دی، په صوبه کې په دوېم پړاو کې به مالومه شي چې هلته نتيجې څنګه راځي، خو نوموړی زياتوي په صوبه کې چې په دوېم پړاو کې په کومو ضلعو کې انتخابات کيږي نو په دغو ضلعو کې ټول سياسي ګوندونه فعاليتونه او ځای لري.

هغه زياته کړه دا ويل په خپل ځای وو، چې په صوبه کې په لومړي پړاو کې په کومو ضلعو کې بلدياتي انتخابات ټاکل شوي وو د پاکستان تحریک انصاف ګوند دا خيال وو چې دغلته دوی اکثريت لري او ګټه به وکړي خو د دوی دغه خيال ناکامه شو.

شمس مومند وايي، د پي ټي ايي د ناکامۍ څو علتونه وو چې پکې د حکومت لخوا ګراني، بدانتظامي، د ښه حکومتدارۍ نشتوالی، ناسمه انتخاب، د دوی توقع سره سمې هاغه نتيجې مخې ته رانغلې.

په خېبرپښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې د ماتې خوړو وروسته وزيراعظم عمران خان په خپله وويل، د بلدياتي انتخاباتو په لومړۍ پړاو کې تحریک انصاف ګوند د غلطيانو له امله د بېلات سره مخ شوی، خو په صوبه کې د تحریک انصاف ګوند حکومتي وزيران ويلي وو، د بايلات علت يې په ملک کې جوړه ګراني ده.

ښاغلی مومند وايي، د تحریک انصاف د حکومت دپاره به راتلونکي انتخابات هم ډېر اسان نه وي د نوموړي په نشر د هغې نتيجې به هم داسې نه وي چې پي ټي ايي پرې ډېر خوشالۍ وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG