لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي وايي: پاکستان کې د 9/11 نه وړاندې تندروه ترهګر سوچ موجود وو


د پاکستان وزير اعظم عمران خان امريکايي خبري ادارې سي اېن اېن سره ځانګړې مرکه کې ويلي چې د امريکې د ترهګرۍ ضد جګړې په حقيقت کې ترهګر پېدا کړي، خو څيړونکي وايي د 9/11 نه وړاندې په پاکستان کې تندروه ډلې موجودې وې او دلته د 90م د لسيزې په سرکې ترهګري شورو شوې وه.

څيړونکي وايي امريکا چې د ترهګرۍ ضد جګړه کړې د هغې په غبرګون کې به ترهګري سېوا شوې وي خو د 80م لسيزې راهسې د پاکستان رياست تندروه ډلې او شخصي ملېشا په منطقه کې د خپلو سټرېټيجيکي پاليسو او ګټو لپاره کارولي دي او په دې سيمه کې ترهګرۍ وده کړې ده.

د عمران خان د دغې بيان په اړه د پېښور پوهنتون د صحافت څانګې استاز او څېړنکار ډاکټر عرفان اشرف وي او اې ډيوه ته وايي چې په پاکستان کې دننه د وړاندې نه داسې سوچ موجود وو چې تندروه سوچ او ترهګري ورسره وخت په وخت سېوا شوی ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل په" کال 1980 کې چې کله پاکستان، امريکې، سعودي عرب د روس خلاف د جهاد په نوم يو جنګ پېل کړو نو په هغې کې چې کوم مجاهدين دوی تربيه کړي وو چې تعداد يې خواوشا 80 زره وو په هغې کې القاعده، عربيان، د چين او چيچنيا نه هم خلک راغلي وو نو دا علاقه د سټېت يا رياست طرف نه مرکز جوړ شو د تشدد".

نوموړي زياته کړه چې پاکستان وخت په وخت په منتقه کې تندروه ډلې د خپلې فارن يا بهرنۍ پالېسۍ چارو په توګه کارولي دي.

" افغانستان سره چې د پاکستان کوم بارډر يا پوله ده په دې کې خو حقاني شبکه شوه، کوټه شوراچې کومه شوله، او دغه شان تحريک طالبان پاکستان په هغې کې مخکې به ښه او خراب طالبان وو نو زما په خيال دا ټول چې کوم دي د پاکستان رياست سره په اړيکو کې شريک دي او هغوی ته کار کوي، هم دغه شان مرکزي پنجاب چې کوم دی هغې جېش محمد او لشکر طيبه ده هغوی هم کشمير فوکس دی".

په پاکستان کې په جماعت دعوه او جېش محمد ډلو باندې د هندوستان تورونه دي امريکا د جماعت دعوه مشر نړيوال ترهګر ګرځولی او د پاکستان په بند کې دی او دا ډله لا قانونه ګرځول شوې ده.

خبريال او څيړونکی عقیل يوسفزی هم وايي، دا بيانيه بيخي غلطه ده چې د امریکې د مداخلت يا پاليسيو په نتيجه کې ترهګري سېوا شوې ده، په امريکا لا 9/11 نه وو شوی او په نوره دنيا کې د داعش يا القاعده يا د طالبانو په شکل کې د تنظيمونو ظهور هم نه وو شوی، چې په پاکستان کې د 90 د لسیزې په سر کې د ترهګرۍ پېښې شورو شوې وې. او د 9/11 وروسته بيا په هغې کې اضافه وشوه.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "هغه وخت د پاکستان د وزارت داخله خپل رپورټ وو چې په پاکستان کې نزدې 70 مذهبي انتهاپسند تنظيمونه دي، نو که د ده (عمران خان) دغه بيانيې ته مونږ ګورو چې د امریکې په رد عمل کې په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده، دا هضميږي نا، البته دا ضرور شوې ده، چې په پاکستان کې مذهبي عناصرو 9/11 دليل جوړ کړو چې د امریکې او اتحاديان راغلي دي افغانستان ته، اسلام، پاکستان او افغانستان ته ترې خطره ده، او د هغې په نتيجه کې دلته بيانيه جوړه شوه، خو هغه د مذهبي تنظیمونو، ګروپونو يا پارټيانو په شکل کې جوړ شو، خو کوم انتهاپسند تنظیمونه چې وو، هغو د وړاندې نه دلته ترهګر بیانيه يا عملیات پېل کړي وو".

په پاکستان کې تندروه سوچ او ډلو ته د ودې ورکولو په اړه په پېښور کې مېشت څېړنکار او د سياسي چارو کارپوهه ډاکټر خادم حسين وي او اې ډيوه ته وايي چې په سيمه کې د امريکې د ترهګرۍ ضد جګرې په غبرګون کې ترهګرۍ ته لږ ډېر تقويت خو مېلاو شوی دی خو په پاکستان کې د انتهاګرۍ يا ترهګرۍ بنيادي وجه د امريکې عمليات نه بلکې د رياست لخوا شخصي مالېشو او ترهګرو ډلو سهولت کاري کول دي.

" زما خيال دی چې پاکستان کې د انتهاګرۍ بنيادي وجه د پاکستان خارجه پالېسي ده، چې په هغې کې د سټرېټيجيکي ګټو لپاره تندروه ډلې کارول دي، پاکستان کې په تعليمي نصاب او نظام کې انتهاګر بيانيه په مخکې بوتلل دي او ماشومانو په ذهنونو کې کېښنول دي او په پاکستان کې د ميډيا په زريعه دغه انتهاګرې ډلې په مخکې بوتلل دي نو دې نه د ټي ټي پي په شان ترهګرو ډلو ته يو قسمه ريکروټمنت هم په دې ماحول کې مېلاوېږي".

څيړونکي وايي عمران خان او پاکستاني چارواکي چې وايي چې مخکنيو واکمنو تېروتنه کړې او نور به د چا د جګړې برخه نه جوړيږي، دا سمه خبره نه ده، بلکې پاکستان د افغانستان په لومړۍ جګړه کې هر اړخيزه ګټې ترلاسه کړي او په خپله يې مني هم، او بيا په وروستيو کې پاکستان ګېر وو چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې يې برخه اخستې وه، خو پاکستان په خپله په دې ټول هر څه کې شريک پاتې شوی دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG