لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: پوځ په وزیرستان او بلوچستان کې د دوه ترهګرو د وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ دعوه کړې، د افغانستان سره په پوله د شمالي وزیرستان په دوسلي سیمه کې يې د ګل/ دوشنبې په ورځ (14 فرورۍ) د امنيتي ځواکونو پوستې ته د ننوتلو پرمهال يو ترهګر وژلى دى.

بل لور ته په بلوچستان صوبه کې هم د يو ترهګر کمانډر د وژلو او دوه نورو د نيولو دعوه شوې ده. د سرکاري ميډيا ترمخه پوځ ویلي، په پسني سيمه کې په عملياتو کې هدايت بالاچ وژل شوی او په خضدار کې نياز او محمد جان نيول شوي دي.

د سرکاري میډيا ترمخه پوځ ویلي، چې د فرورۍ په 14م د شمالي وزیرستان دوسلي سیمه کې یو ځانمرګي برید کوونکي د پوځ پوستې ته د ننوتلو هڅه کړې خو په پوسته کې موجود امنیتي سرتیرو د وړاندې دا هڅه ناکامه کړې ده.

د پوځ ترمخه، ترهګر تر وژل کېدو نه مخکې په پوسته کې په امنیتي سرتیرو ډزې کړې او بیا یې لاسي بم ورویشتی وو.

پوځ ویلي، د امنیتي سرتیرو په ډزو کې یو ترهګر شریف وژل شوی دی او د هغه نه په غټه کچه وسله او نور بارودي توکي ترلاسه شوي دي. خو د پوځ په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې د وژل شوي تن تړاو د کومې ډلې سره وو.

د پوځ په بیان کې ويل شوي چې هغه د وړاندې نه امنیتي ځواکونو پرضد په فعاله توګه ترهګریزو بریدونو کې ککړ وو.

دوسلي د شمالی وزیرستان مرکز میرانشاه نه نزدې 30 کلو میټره لرې سویل لودیځ سیمه ده او دغه سیمه د کال 2014 م ضرب عضب پوځی عملیاتو پرمهال د وسله والو نه پاکه ګرځول شوې وه.

د پاکستان پوځ په نهمه فرورۍ هم د شمالي وزیرستان په شيوه تحصيل کې ديو ترهګر وژلو دعوه کړې وه.

په همدې سيمه کې دې پیښې نه یو ورځ وړاندې د امنيتي ځواکونو په ګاډي ماين چاودنه کې د ایف سي ځواک شپږ سرتيري ژوبل شوي وو او بیا تر هغې وروسته د ډزو په پیښه کې يو ماشوم د ټپي کېدو خبرونه مخې ته راغلي دي.

د دغه پېښې زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په شپږمه فرورۍ د پاکستان پوځ ويلي وو د خېبر پښتونخوا په کرمه قبايلي ضلعه کې د افغانستان د پولې ترڅنګ د پولې پورې غاړې نه ترهګریز بريد شوی او پينځه امنيتي سرتيري پکې وژل شوي وو.

د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه حملې ذمه واري هم منلې وه.

تر دې یوه ورځ وړاندې په پینځمه فرورۍ د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان دته خېل سیمه کې د دوو وسله والو د وژل کېدو سره د دوی د ولکې نه په غټه کچه دوسلې ترلاسه کېدو دعوه کړې وه.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

په بلوچستان او قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو د ترسره شوو وروستیو خونړیو بریدونو وروسته په اتمه فرورۍ د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال باجوه هوډ ښکار کړی چې پوځ به هیواد نه د ترهګرو،د هغوی دهمکارانو او ملګرو نوغی وباسي.

تیره اوونۍ د بلوچستان په نوشکي او پنجګور سیمو کې په امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه شوي وو چې پوځ پکې د نهو عسکرو وژل کېده تاييد کړي وو.

خو د دغو بریدونو ذمه واري قبلونکي بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان لبریشن ارمي بیا دعوه کړې ده چې په بریدونو کې يې د پوځ 195 عسکر وژلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG