لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د پي ټي اېم پرلت په درېمه ورځ روان دی، د علي وزیر په بله مقدمه کې د نيولو امر شوی


په کراچۍ کې د پي ټي اېم پرلت دوام لری
په کراچۍ کې د پي ټي اېم پرلت دوام لری

د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې چې د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزير د خوشي کولو دپاره د پي ټي اېم پرلت په درېمه ورځ روان دی، پرون د کراچۍ د ترهګرۍ ضد بل عدالت د علي وزير په بله مقدمه کې د نيولو امر کړی دی، او د ترهګرۍ لسم نمبر عدالت د هغه د ضمانت خواست رد کړو.

د پي ټي اېم او علي وزير قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډيوه ته وويل، پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (14 فرورۍ) د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت کې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړې مقدمې اورېدنه شوې او په دغه مقدمه کې چې علي وزیر مفرور وو، عدالت امر کړی چې هغه دې سمدستي ونيول شي.

د علي وزير او پي ټي اېم د نورو مشرانو پرضد د کال 2020 د دسمبر د میاشتې په مقدمه کې، د پاکستان سپريم کورټ د علي وزير ضمانت منظور کړی دی.

خو د کال 2018 د مې د مياشتې په مقدمه کې د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت د علي وزير د ضمانت په خواست په 31 دسمبر فېصله محفوظ کړې او نن يې واوروله او د علي وزیر د ضمانت خواست یې رد کړو.

قادر خان اېډوکېټ وايي، عدالت وويل چې په دغه مقدمه کې دوه نور ګواهان وړاندې شي د هغې وروسته به بيا د ضمانت بل درخواست ورکولی شي.

د کال 2019 په 20 جنورۍ په کراچۍ کې پي ټي اېم جلسه کړې او بيا د جلسې وروسته د سهراب ګوټ په تاڼه کې د علي وزیر، عالمزېب مسيد، نور الله ترين، محمد شېر مسيد او نورو پرضد مقدمه درج شوې او په 21 فرورۍ بيا په کراچۍ کې عالمزېب مسيد په دغه مقدمه کې نيول شوی وو.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د عالمزېب مسيد د ضمانت خواست رد کړی او بيا په 16 ستمبر 2019 سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی وو.

د پي ټي اېم د مشر منظور پشتين په مشرۍ د يکشنبې/ اتوار په ورځ (13 فرورۍ) په کراچۍ کې د سهراب ګوټ نه تر سيند اسمبلۍ پورې لاريون کړی او اوس د سيند اسمبلۍ مخې ته دغه پرلت دوام لري.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ويلي، دوی د دغه پرلت د لارې د علي وزیر د خوشي کولو سره په پي ټي اېم په کراچۍ کې د جوړو ټولو مقدمو بيرته اخستو غوښتنه کوي، د نوموړي په وېنا دوی په کراچۍ کې پښتنو ته د ورپېښو مسلو د هوارولو غوښتنه هم کوي.

پي ټي اېم وايي تراوسه پورې ورسره په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند حکومت تماس نه دی کړی.

خو پرون په 14 فرورۍ د سيند حکومت ویاند مرتضا وهاب په ټويټر ويلي وو، هغه د علي وزیر په اړوند د کراچۍ د پوليسو او جېل چارواکو نه مالومات ترلاسه کړي، علي وزير ته د کال 2020 په مقدمه کې ضمانت ورکړی شوی او په بله مقدمه کې يې ضمانت نه دی شوی، دا د سيند حکومت کار نه دی چې يو تن چې نيول شوی او چالان شوی هغه خوشی کړی، هغه ته عدالت ضمانت ورکوي.

خو د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وايي، په پاکستان کې د پنجاب صوبې حکومت د يوې لاقانونه ډلې پرضد جوړې مقدمې واپس اخستي، د سيند حکومت هم کولی شي چې د پي ټي اېم پرضد جوړې مقدمې بيرته واخلي.

له دې وړاندې د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ويلي، په کال 2020 کې د پي ټي اېم پرضد جوړې مقدمې باندې د صوبې وزير اعلا ناخبره وو.

که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو منظور پشتين تل دغه دریځ خپل کړی چې په دوی هم تورونه لګي او دوی ته هم ويل کيږي چې دوی تورونه لګوي، هغه وويل د دوی سره دې کښېني دوی به ورته د تورونو ثبوتونه وړاندې کړي او که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، درغژن کړی شوی چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي.

پي ټي اېم وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG