لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان: وکيلان په څلورمه ورځ په احتجاج او عدالتونو نه په بايکاټ دي


په جنوبي وزیرستان کې د وکیلانو احتجاج نن په څلورمه ورځ دوام لري او د هرقسمه عدالتي کاروایۍ نه يې بایکاټ کړی دی، دا تر هغه وروسته چې د جنوبي وزیرستان پوليسو د یو وکیل او د علاقې د اته نورو کسانو پرضد مقدمه درج کړې چې د احتجاجي پرلت پر مهال یې د ریاستي ادارو پرضد د خلکو راپارولو، د شر او د کرکې نه ډکې وېناګانې کړي دي.

دغه مقدمه د جنوبي وزیرستان په سراروغه تاڼه کې درج شوې او پکې ویل شوي د پي ټي اېم د 29 جنورۍ د احتجاجي غونډې پرمهال د پي ټي ایم مشرانو د رياستي ادارو پرضد د سپکاوي او کرکې ډکې وېناګانې کړي دي.

خو د جنوبي وزیرستان وکیلان وایي دا د ځایی خلکو احتجاج وو چې په پرامنه طریقه سره یې د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کولو او د احتجاج په مقدمه کې یو وکیل هم شامل کړی شوی چې د دوی په وېنا دا د قانون سرغړونه ده او دوی د دې مقدمې ختمولو غوښتنه کوي.

خو اخوا ته د علاقې امنیتي چارواکي وایي به مقدمه کې نومول شوی کسان چې د پي ټی ایم فعالان وو د پوځ او امنیتي ادارو پرضد يې د ویناګانو پرمهال د نفرت ډکه ژبه کارولې. او د ادارو سپکاوې یې کړی دی.

په جنوبي وزیرستان سراروغه کې په 29 م جنورۍ ځایي خلکو احتجاجي پرلت پیل کړی چې پکې د سیمې نه په لويه شمېره کې خلکو ګډون کړی وو.

په علاقه کې د غوښتنو نه منل کېدو ورسته په پینځمه ورځ د دوی احتجاجي پرلت ټانک ضلع ته رامنتقل کړی شوی او په پتهر سیمه کې په وزیرستان سړک پیل کړې وو.

دوی غوښتنې کولې چې په علاقه کې دې امن په ځای کړی شي، نيول شوي کسان دې خوشي کړی شي، او په علاقه کې د بدامنۍ د پېښې وروسته په عملياتو کې د عامو خلکو په کورونو چاپې وهل، تشدد پرې کول او د ځورولو لړۍ دې ودرول شي.

په عېن حال کې چې د حکومت او احتجاج کوونکو ترمینځ خبرې هم روانې وې د دوی پرضد په ټانک ضلع کې هم د سړک بندولو مقدمه درج شوې ده.

د دې احتجاج کوونکو سره د فرورۍ په اتمه په ټانک ضلع کې مزاکرات وروسته له هغې کامیاب شوي چې د سرویکې سیمې مرستیال کمیشنر دوی ته د نیول شوي کسانو عدالت ته وړاندې کولو باور ورکړو.

ياده مقدمه په 29 جنوري دجنوبی وزیرستان په سراروغه تاڼه کې درج کړی شوی ده. د سراروغه تاڼې پولیسو مشر نیاز علي هم وی او ای ډیوه ته د مقدمې پخلې وکړو چې پکې اته کسان نومول شوي او یو سل نور نامالوم شامل دي.

په مقدمه کې ویل شوي چې پي ټي ایم احتجاجي پرلت پیل کړې او مکین سړک یې د هرقسمه ټریفک لپاره تړلې وو.

ویل شوی شیرپاو ایډوکېټ چې د احتجاج مشري يې کوله او اېډوکیټ کلیم الله، شیرزاده، اسحاق، محمود ملک،حمزا، رحمت شاه، او عبدالمالک احتحاجي غونډې ته وینا پرمهال په وار وار امنیتي ادارو او پوځ پضد د سپکاوي ، کرکې او د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې، او د پاکستان پوځ پرضد یې نعرې لګولې ځکه د دوی پرضد د تعزيرات پاکستان د مادو 153A-123A-121A-341-148-149 لاندې مقدمه درج شوې ده.

د پرلت مشر شیرپاو اېډوکیټ وي او اې ډیوه ته وویل دا د علاقې خلکو احتجاجي پرلت وو وروسته له هغې پیل شوې چې په 27 جنوري سراروغه سیمه کې امنیتي ځواکونه ته چاودنه شوې او بیا د عامو خلکو په کورونو چاپې وهل شوې تشدد پرې شوې او نیول شوي وو.

هغه وویل دوی د احتجاجي پرلت پرمهال غوښتنه کړې چې دا علاقې اوس په صوبه کې ورګډې کړی شوي، او دوی سره دې ايیني او قانوني چلند کیږي. دوی غوښتنې کړې وې چې عدالتي او د پولیسو نظام په ضلعه کې پځایې کړی شوی او تر څو چې نیول شوي کسان عدالت ته نه وي وړاندې کړی شوي د دوی احتجاج به راوان وي.

هغه وویل پولیس چې یو کس ګرفتار کړي هغه به په یو ورځ کې د ننه عدالت ته وړاندې کوي خو دغه کسانو په اړوند دوی ته چا ځواب نه وویلو نو ځکه دوی په احتجاج کولو مجبور شول.

شیرپاو وویل د دوی عدالت نه کڅه ضمانت منظور شوې او روانې میاشتې په 23 بیا د پوخ ضمانت لپاره بیا عدالت ته غوښتي شوي دي.

د جنوبي وزیرستان وکیلانو بار مشر وکیل نصیب الله وویل دا مقدمې هغه وخت لګول کیږي کله چې قهرجن خلک ایین او قانون په خپلو لاسونو کې واخلي.

هغه وویل دا خو پرامنه احتجاحي غونډې وه چې پخپله ورسره انتظامیه مزاکرات کړي او د دوی غوښتنې یې منلي دي.

هغه وویل له ریاستي ادارو نه د امن غوښتنه د دوی ايیني او قانونی حق دی. د وکیلانو بار مشر زياته کړه د تیرو څلورو ورځو نه دوی د عدالت نه بایکاټ دی او تر هغه به روان وي ترڅو چې د وکیل پرضد دا د بغاوت او د غدارۍ مقدمه ختم کړی شوې نه وي.

وي او ای ډیوه د مقدمې د نورو جذياتو او د وکیلانو د احتجاج په اړه د جنوبي وزیرستان پولیسو مشر خانزیب مومند سره ټیلي فون او واټس ایپ د لارې بیا بیا د رابطې هڅه کړې خو هغوی ځواب نه دی کړی.

د علاقې د پولیسو یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل داسې قسمه مقدمې د دې نه وړاندې د پي ټي ایم پرضد درج شوې.

هغه وویل په اېف ايي ار کې د يو وکيل نوم دی خو خو دا غونډه د پي ټي ایم په خوښه راجوړه کړی شوې او مشري یې وکیل شیرپاو کوله

هغه وویل په مقدمه کې نومول شوي کسان د پي ټي ایم فعالان دي او هغه دا هم وویل د وکيلانو احتجاج نن په څلورمه روان دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG