لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو شپږ میاشتې واکمني: لاسته راوړنې یې څه دي؟


واشنګټن ــــ د طالبانو د واکمنۍ نن نیم کال پوره شو خو تر اوسه یې نه کوم اقتصادي پلان اعلان کړی او نه د نړۍ په غوښتنه داسې ټولشموله حکومت جوړ کړی چې ښځې او د دې هېواد اقلیتونه پکې برخه ولري، همدا سبب دی چې حکومت یې د نړۍ هیڅ یوه هېواد هم تر اوس په رسمیت نه دی پېژندلی.

د تېر کال د اګست له پینځلسمې- چې طالبان د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوی- نن شپږ میاشتې پوره شوې، خو بېلابېلو هېوادونو د طالبانو د لوړپوړو چارواکو پر سفرونو او د امریکې په ګډون د لوېدیځو هېوادونو له چارواکو سره پر خبرو برسېره یې حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د حکومت له جوړېدو وروسته طالبانو په تېر نیم کال کې پاکستان، ایران، روس، ترکي، چین، ناروې،‌ سویټزرلېنډ او قطر ته رسمي‌ سفرونه کړي دي، خو په دغو ټولو سفرونو کې د افغانستان پر بشري بحران او د خلکو د ستونځو په اړه له خبرو سره سره له طالبانو په ټینګار سره غوښتنه شوې چې ټولګډ حکومت جوړ کړي او د ښځو حقونو ته درناوی ولري.

که څه هم طالبانو د خپلې دویمې واکمنۍ په پیل کې د هغو کسانو لپاره رسمي عمومي بخښنه اعلان کړه چې په تېر حکومت کې یې کار کړی وي او مشرانو یې دا عمومي بخښنه بیا- بیا پخپلو ویناوو او مرکو کې تکرار کړې ده، خو د افغانستان د بشري حقونو فعالان او ملګري ملتونه دعوې کوي چې طالبانو په تېرو میاشتو کې خپل ګڼ شمېر مخالفین په مرموز ډول وژلي دي.

ملګرو ملتونو دوې اوونۍ مخکې د ځینو باوري رپوټونو په بنیاد ویلي وو، چې له تېر اګست راهیسې په افغانستان کې تر 100 زیات کسان وژل شوي، وایي په دوی کې د زیاتو کسانو د وژنې تور پر طالبانو یا د هغوی پر ملګرو لګېږي.

د افغانستان د بیارغونې څارونکې امریکایي اداره سیګار وایي، د طالبانو په اوسني حکومت کې اکثر هغه طالب مشران شامل دي چې د دوی په تېر حکومت کې هم پر بېلابېلو څوکیو پاته شوي دي او پر ډېرو یې د ملګري ملتونو بندیزونه اوس هم پر ځای دي. د طالبانو تېر حکومت د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه او امریکې ته له سپارلو یې انکار کړی وو.

د طالبانو ستر پلوي پاکستان پر نړۍ وخت په وخت ږغونه کړي چې طالبانو ته وخت ورکړل شي او له دوی سره دې اړیکې وساتل شي. عمران خان د فرانس له لي فیګارو ټیلیویژن سره پخپله تازه مرکه کې ویلي د طالبانو متبادل نه شته او امریکا باید د بندیزونو او پيسو د کنګل کولو پر ځای له هغوی سره کار وکړي.

عمران خان وایي‌ د سیمې له هېوادونو سره له سلا مشورو پرته د طالبانو حکومت یواځې پاکستان په رسمیت نه شي‌ پېژندلای، خو وایي د افغانستان د خلکو په خاطر به نړۍ مجبوره وي‌ چې اخر د طالبانو حکومت ومني.

طالبانو په شپږو میاشتو حکومت کې په لومړنیو کارونو کې د تېر حکومت له خوا جوړ شوی د ښځو د چارو وزارت ختم کړ، پر هغوی یې له محرم یا کورني نارینه پرته سفر منع کړ او له شپږ ټولګي‌ پورته یې د نجونو سکولونه بند ساتلي دي، خو اوس رپوټونه دي‌ چې پوهنتونونه یې په ځینو ولایتونو کې پرانیستي دي.

طالبان وایي د نجونو سکولونه به د مارچ پر یوویشتمه له نوي‌ لمریز کال څخه پیل کړي او د دې لپاره یې تیارۍ روانې دي. افغانې ښځې د طالبانو په حکومت کې له کارونو هم محرومه شوې دي او د دې لپاره یې په تېرو میاشتو کې پرله پیسې احتجاجونه هم کړي دي، خو طالبانو یې نه یواځې غوښتنه نه ده منلې بلکې د هغوی د مظاهرو مخه یې نیولې او په تېرو ورځو کې څلور افغانې فعالې له خپلو کورونو تر تښتول کېدو وروسته د ملګرو ملتونو په ټینګار خوشې شوې چې د تښتول کېدو تور یې پر طالبانو لګېده، خو طالبانو پکې لاس لرل رد کړي وو.

د طالبان حکومت دا وخت له سختو اقتصادي ستونځو سره مخ دی، د دوی د اقتصاد واحده وسیله د تېر افغان حکومت هغه پیسې دي چې په بهرنیو هېوادونو خصوصاً د امریکې په بېنکونو کې بندې دي.

ولسمشر جوبایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د افغانستان اووه اربه ډالر به ازاد کړي، درې نیم اربه به له افغان ولس سره مرستې ته ولېږي او درې نیم اربه ډالر به تر هغه وخته په امریکا کې وي چې عدالت یې د یوولسم ستمبر له قربانیانو سره د مرستې لپاره فیصله وکړي.

طالبانو پخپل تازه بیان کې ویلي که امریکا پر خپله دې پرېکړه بیا غور ونه کړي نو دوی به له امریکا سره پر خپله پالیسۍ بیا غور وکړي، خو طالبانو هم تر اوسه په شپږو میاشتو کې د خپل هېواد د بشري‌ بحران او نورو ستونځو د ختمولو لپاره کوم لوی اقتصادي پلان نه دی وړاندې کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG