لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټي ټي‌ پي دبریدونو مخنیوي کې په ناکامۍ دافغان طالبانو په ضد دپاکستان ممکنه غبرګون څه کیدای شي؟


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي دافغانستان دخاورې څخه اوس هم درې ډلې دپاکستان په ضد فعالیتونه کوي خو وایي پاکستان افغانستان ته ویلي دي چې دافغانستان خاوره باید دپاکستان په ضد ونه کارؤل شي.

عمران خان واضحه کړې ده چې پاکستان په یوازې ځان دطالبانو حکومت په رسمیت نه شي منلی اؤ طالبانو ته به د رسمیت پیدا کولو لپاره داسې ګامونه اخستل وي چې نړۍ په دوئ باور پیدا کړي.

دپاکستان اؤ افغان طالبانو په اړیکو ژور نظر لرونکی خبریال مشتاق یوسفزی هم وایي چې افغانستان کې دطالبانو له واکمنۍ راپدیخوا پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي اؤ پاکستان په دې اړه خپل احتجاج هم په خاموشۍ سره افغان طالبانو ته کړی دی چې افغان طالبانو دا احتجاج په سنجیدګۍ سره اخستی دی.

څېړونکی مشتاق یوسفزی دا هم وایي چې که چرې افغان طالبان دافغانستان دخاورې نه په پاکستان دکیدونکو بریدونو مخنیوي کې ناکامیږي نو بیا به ارو مرو داسلام اباد اؤ کابل ترمنځ مشکلات پیدا کیږي.

یوې فرانسوي مجلې سره خپله تازه مرکه کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان منلې ده چې دافغانستان دخاورې څخه اوس هم درې ډلې دپاکستان په ضد فعالیتونه کوي اؤ وایي پاکستان دا خبره دافغانستان حکومت ته هم کړې ده.

عمران خان زیاته کړې چې دافغانستان په خاوره که ترهګري کیږي نو افغان ولس به هم ددې څخه اغېزمن کیږي.

دوزیراعظم عمران خان ددې تازه څرګندونو نه وړاندې روانه میاشت دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد هم ویلي وؤ چې په پاکستان بریدونه دټي ټي پي وسله وال کوي اؤ هغه دعوه کړې وه چې دټي ټي پي مشران دافغانستان په کونړ،نورستان،خوست اؤ نورو ختیزو ولایتونو کې میشت دي.

دپاکستاني چارواکو ددې تورونو په اړه دافغان طالبانو دنظر اخستو لپاره وي او ای ډیوه دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي اؤ دطالبانو دمرستیال ویاند بلال کریمي سره دتماسونو نیولو هڅې وکړې خو دغه هڅې کامیابې نه شوې.

خو په دې وروستیو کې پخپلو ګڼ شمیر مرکو کې دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دعوه کړې ده چې دوئ هیڅوک دیته نه پرېږدي چې دافغانستان خاوره دپاکستان یا نورو هیوادونو په ضد وکاروي.

عمران خان زیاته کړې ده چې نړۍ ته به دطالبانو حکومت په رسمیت پېژندل وي ځکه چې له دې پرته اوس بله لاره نشته اؤ که چرې داسې ونه شي نو افغانستان کې یو ستر بشري ناورین رامنځته کیدای شي.

پېښور کې دافغانستان اؤ پاکستان په اړېکو ژور نظر لرونکی مشت خبریال ښاغلي مشتاق یوسفزي وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي پاکستان داسې ګڼله چې افغانستان کې دطالبانو حکومت جوړیدو سره به دپاکستان دننه دکېدونکو بریدونو مخه ونیول شي خو داسې ونه شوه اؤ اوس پاکستان کې ترهګریز بریدونه نور هم زیات شوي دی.

هغه وایي په ځېنو ځایونو کې دافغان طالبانو اؤ پاکستاني طالبانو مفادات یو دي چې دهغې یوه بېلګه په ډیورنډ کرښه دلګیدونکي ازغن تار په هکله دافغان طالبانو اوسنی نظر دی.

دمشتاق یوسفزي په خبره کله چې په دې وروستیو کې افغان طالبانو پاکستاني طالبان پاکستان سره خبرو ته کېښنول نو دنورو مطالبو ترڅنګ پاکستاني طالبانو پاکستان ته داشرط هم اېښی ؤ چې دوئ به ازغن تار نه مني اؤ نن افغان طالبان هم دغه ازغن تار منلو ته تیار نه دي.

مشتاق یوسفزی وایي کله چې په دې وروستیو کې دپاکستان قبایلي ضلعه کرمه کې د وسله والو برید کې دپاکستان پینځه عسکر ووژلی شول نو پاکستان وویل چې دا حمله دافغانستان دخاورې نه شوې ده

هغه وایي "داعتماد چې کومه یوه فضاء جوړه شوې وه هغه اوس نشته"

مشتاق یوسفزی زیاتوي دپاکستان په خاوره له پرله پسې بریدونو وروسته پاکستان خپل احتجاج په خاموشۍ سره دافغانستان طالبانو ته رسولی دی اؤ هغوئ ته یې ویلي دي چې "ستاسو له راتګ وروسته دا دویم ځل دی چې په پاکستان دافغانستان دخاورې نه حملې کیږي،چې دې حملو کې یوه په اګست کې هم شوې وه"

دښاغلي یوسفزي په خبره "زما معلومات دادي چې افغان طالبانو بیا دپاکستاني طالبانو مشرانو سره لیدل کړي دي اؤ هغوئ ته یې ویلي چې تاسو که دلته اوسئ نو دمیلمنو په توګه به ژوند کوئ خو تاسو به له دې ځایه پاکستان کې بریدونه نه کوئ"

هغه وایي پاکستاني طالبانو افغان طالبانو ته واضحه کړې ده چې دوئ څومره بریدونه کړي دي هغه یې دپاکستان دخاورې دننه کړې دي اؤ وایي تر دې وروسته دټي ټي‌ پي‌ مشرانو خپلو کمانډرانو ته لیک هم استولی چې په دغه لیک کې دټي ټي‌پي کمانډرانو ته لارښوونه شوې چې" تاسو به دافغانستان دسرحدي سیمو نه په پاکستان بریدونه نه کوئ"

خو خبریال مشتاق یوسفزی وایي چې دغه لیک ده پخپله هم کتلی اؤ په هغې کې په طالبانو دا ټینګار شوی چې تاسو که دپاکستان دننه څومره بریدونه هم کولی شئ هغه وکړئ خو دافغانستان خاوره په دې بریدونو کې مه کاروئ.

هغه وایي افغان طالبانو دپاکستان خبره په سنجیدګۍ سره اخستې اؤ که فرضاً مخکې حالات خرابیږي اؤ افغان طالبان دټي ټي‌ پي دبریدونو دمخنیوي جوګه نه وي نو بیا به د دواړو ملکونو ترمنځ مشکلات زیاتېږي.

خبریال مشتاق یوسفزی وایي که د دواړو هیوادونو ترمنځ دپاکستاني طالبانو دبریدونو پسر مشکل رامنځته کیږي نو بیا پاکستان سره په افغان طالبانو دفشار راوړلو لپاره ډيرې لارې شته .

خو هغه وایي" زه فکر نه کوم چې حالات به هغه ځائ ته ورسیږي، بلکې پاکستان به غواړي چې دطالبانو حکومت باثباته شي ولې چې د دوئ دحکومت په جوړولو کې تر ټولو زیاته مرسته پاکستان کړې ده"

مشتاق یوسفزی وایي د دوحې په تړون کې هم په دې خبره اتفاق شوی ؤ چې تندلارې ډلې که په افغانستان کې اوسیږي نو اوسیدلی شي خو دوئ ته به اجازه نه وي چې هغوئ پخپلو،خپلو هیوادونو کې دافغانستان دخاورې نه کاروایۍ وکړي.

دهغه په وینا کله چې پاکستان دټي‌ ټي پي دبریدونو معامله دافغان طالبانو سره راپورته کړه نو هم ددې په اساس په نزدې موده کې دافغان طالبانو په منځګړتوب دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ خبرې اترې شورو شوې وې اؤ دې خبرو کې دومره پرمختګ شوی ؤ چې خلکو اندازې لګولې چې ډير زر به دواړه فریقین یوه معاهده وکړي

"خو چونکې هغې کې پاکستاني طالبانو دخپلو مهمو پینځوؤ مشرانو دخوشې کولو غوښتنه لرله اؤ بیا خبره په دې ورانه شوه چې پاکستاني طالبانو وویل کوم پینځه مهم مشران چې رها کیږي دوئ به افغانستان ته راځي اؤ پاکستان ورسره دا خبره نه منله اؤ ویل یې چې دوئ به دپاکستان دننه دخپلو کورنیو سره اوسیږي اؤ داسې داخبرې ختمې شوې"

په اسلام اباد کې د پاک انسټیټیوټ آف پیس سټډیز (PIPS) د کلني امنیتي راپور له مخې، په پاکستان کې د ترهګرۍ پیښې دکال 2020 په پرتله په کال 2021م کې 42 فیصدي زیاتې شوې دي اؤتېر کال په پاکستان کې د وسله والو لخوا په شوؤ 207 بریدونو کې 335 کسان وژل شوي وؤ.

دپاکستان دننه د وسله والو بریدونه کې دا لوړوالی په افغانستان کې د افغان طالبانو د حکومت جوړېدو راپدیخوا لیدل شوی، چې پکې زیاتره امنیتي مامورین اؤ عسکر په نخښه کړل شوي دي.

تېر کال په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو زیات 111 بریدونه شوي وو چې پکې 169 کسان وژل شوي وو.

په دغو بریدونو کې د18 پړه تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې وه

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG