لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې د علي وزير دپاره د پي ټي اېم پرلت: منظور پشتين په نورو قومونو د شریکې مبارزې غږ کړی


د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په کراچۍ کې پرلت ته وېنا کوي
د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په کراچۍ کې پرلت ته وېنا کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين په کراچۍ کې د علي وزير د خوشي کولو دپاره جوړ احتجاجي پرلت ته په وېنا کې په نورو قومونو سندهيانو، مهاجرو او بلوڅانو غږ کړی چې د دوی سره په شريکه مبارزه وکړي.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم مخکښ او قامي اسمبلۍ غړي علي وزير د خوشي کولو دپاره په څلورمه ورځ احتجاجي پرلت دوام لري.

تيره شپه پرلت ته په وېنا کې منظور پشتين وويل، "په پاکستان کې د پښتنو سره توپيري چلند کيږي"، هغه وويل "په دې ملک کې چې بل ځای چرته پېښه وشي، څوک ووژل شي، ګډې پلټنيزې کمېټۍ جوړې شي او عدالتي کمېشنې جوړې شي خو د علي وزير د کورنۍ چې 18 کسان وژل شوي چا يې تپوس نه دی کړی، او زياته يې کړه بيا چې علي وزير فرياد کولو پرضد يې مقدمې جوړې شوې او بنديوان شو".

علي وزير چې د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، د 2020 کال د دسمبر د میاشتې په مقدمه کې ورته د پاکستان سپريم کورټ ضمانت ورکړی، د 2018 کال د مې د میاشتې په مقدمه کې يې عدالت د ضمانت خواست رد کړی او اورېدنه روانه ده او د ګل/ دوشنبې په ورځ (14 فرورۍ) په کراچۍ کې بل عدالت د کال 2019 د جنورۍ د میاشتې په مقدمه کې د علي وزير د نيولو امر کړی دی.

منظور پشتين وويل، "د زمه وار پښتون په حېث رياست پاکستان ته وايي چې پښتنو ته خپل اييني حقونه ورکړي، او خواست کوي چې علي وزير او نور بنديوان دې خوشي کړي مقدمې دې واپس واخلي او د وژل شوو پښتنو حساب دې ورکړي، ورک خلک دې عدالت ته وړاندې کړي، او که بيا هم دغه مني نو د دوی مبارزه روانه ده".

که څه هم د پاکستان حکومت د منظور پشتين تازه بيان ته کوم غبرګون نه دی ویلي، خو د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو منظور پشتين تل دغه دریځ خپل کړی چې په دوی هم تورونه لګي او دوی ته هم ويل کيږي چې دوی تورونه لګوي، هغه وويل د دوی سره دې کښېني دوی به ورته د تورونو ثبوتونه وړاندې کړي او که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، درغژن کړی شوی چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي.

پي ټي اېم وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.

منظور پشتين په خپله وېنا کې د سياسي ګوندونو د نوم اخستو پرته (پښتنو ملت پاله ګوندونو ته په اشارې کولو سره) وويل، "دوی د هيلې او توقعاتو په بنياد ګيله کوي، د پښتونوالۍ د پالنې خبره کوي، بلنه ورکوي او د پېغور بلنه نه ورکوي".

نوموړي وويل، "دغه پرلت يې په سيند صوبه کې د واکمنه پيپلز ګوند په مخالفت کې نه دی، بلکې د پيپلز ګوند نه غوښتنه او خواست کوي، چې د پيپلز ګوند د جمهوريت هيله ساتي، علي وزير چې د جنوبي وزيرستان اېم اېن اې او د هغه سيمې د خلکو استازی دی، پيپلز ګوند د علي وزير وکالت کړی دی، خو که اوس يوه اعلاميه جاري کړي او د علي وزير پرضد جوړې مقدمې بيرته واخلي، او د جمهوریت د خوښۍ ثبوت دې وړاندې کړي".

هغه زياته کړه چې "د سيند حکومت کولی شي چې دغه مقدمې بيرته واخلي، څنګه چې د مثال په توګه د تحریک لبېک پرضد د پنجاب حکومت جوړې مقدمې بيرته واخستې او څنګه د خېبرپښتونخوا حکومت د خړکمر مقدمه بيرته اخستې وه".

په سيند صوبه کې د پيپلز ګوند حکومت د پشتين دغه غوښتنې ته سمدستي کوم ځواب نه دی ویلي، خو په 14 فرورۍ د سيند حکومت ویاند مرتضا وهاب په ټويټر ويلي وو، "هغه د علي وزیر په اړوند د کراچۍ د پوليسو او جېل چارواکو نه مالومات ترلاسه کړي، علي وزير ته د کال 2020 په مقدمه کې ضمانت ورکړی شوی او په بله مقدمه کې يې ضمانت نه دی شوی، دا د سيند حکومت کار نه دی چې يو تن چې نيول شوی او چالان شوی هغه خوشی کړی، هغه ته عدالت ضمانت ورکوي".

منظور پشتين وويل، د پاکستان مسلم ليګ ن په مشرانو هم غږ کوي چې ووټ ته د عزت ورکولو خبره کوي د علي وزير دپاره دې هم غږ پورته کړي او د دغه پرلت ملاتړ دې وکړي.

هغه "سینديانو او بلوڅانو ته پېغام ورکړو چې که دغه پرلت يې ومنل شو، بيا د يو غټ لاريون پلان لري، او دغه لاريون به بيا يواځې د علي وزير د خوشي کولو غوښتنه نه کوي بلکې بيا به د بې درکه خلکو مالومولو، او غېر عدالتي وژنو ترڅنګ د ټولو غوښتنو منلو پورې تر هغې نه په شا کيږي څو پورې چې دغه مسلې حل شوې نه وي".

هغه وویل، "دی د ګډې مبارزې بلنه ورکوي د (نورو ګوندونو او قومونو د) مشرانو سره به یې رابطه کوي چې تیارۍ ونيسي، او په ټول ملک کې لاريون وکړي".

هغه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د پي ټي اېم په غړو او پلويانو او پښتنو غږ وکړو چې د کراچۍ پرلت ته ځان را ورسوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG