لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزیر مور په پښتنو غږ کړی، پښتانه دې د کراچۍ پرلت کامياب کړي


د علي وزير مور
د علي وزير مور

د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) روان احتجاجي پرلت ته په وېنا کې د علي وزير مور په پښتنو غږ کړی، "زه ټولو پښتنو ته یو سوال کوم که ښځې دي او که سړي دي دا پرلت دې کامیاب کړي".

په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته په پينځمه ورځ د پي ټي اېم احتجاجي پرلت روان دی، پي ټي اېم غوښتنه کوي چې د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او پي ټي اېم مخکښ علي وزير دې خوشی کړی شي او په کراچۍ کې په پي ټي اېم جوړې مقدمې دې بيرته واخستل شي.

په سيند صوبه کې واکمنه د پاکستان پيپلز ګوند د وزيراعلا يو سلاکار وي او اې ډیوه ته ویلي، د علي وزير مسله به د وزیراعلا سره شريکوي، خو له دغې وړاندې د صوبايي حکومت وياند ویلي وو، د علي وزیر قضيه په عدالت کې ده، حکومت پکې څه نه شي کولی شي.

د سيند اسمبلۍ مخې ته د پي ټي اېم روان احتجاجي پرلت ته تيره شپه د علي وزير د مور غږيز پېغام واورول شو، چې پکې هغې په پښتنو غږ کړی چې د کراچۍ پرلت کامیاب کړي.

"زه ټولو پښتانو ته یو سوال کوم که ښځې دي او که سړي دي دا پرلت دې کامیاب کړي، که ښځې او که سړي دي ټول دې په ننګ راوځي".

هغې وويل، "د کراچۍ پښتنو ته وایم چې په یو اتفاق شي لاس سره ورکړي که نه هغه پخوانی وخت سره به بیا درباندې راشېیاو که یو اتفاق شوئ بیا به تاسو مخه څوک نه لري".

له دغې يوه ورځ وړاندې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين هم په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د پي ټي اېم په غړو او پښتنو غږ کړی وو چې کراچۍ ته دغه پرلت ته ورسي، هغه په نورو قومومونو هم د ملاتړ غږ کړی وو.

احتجاجي پرلت ته د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په خپله وېنا کې يو ځل بيا وويل، د سيند صوبايي حکومت ته خواست او غوښتنه ترې کوي چې علي وزیر خوشی کړي، جوړې مقدمې بيرته واخلي، او په کراچۍ کې پښتنو ته ورپېښې مسلې هوارې کړي.

"د سيند حکومت په وړاندې زمونږ پرلت روان دی، بيا واېم چې دا پرلت د سيند حکومت پرضد نه دی، غوښتنه ترې کوو، د سيند حکومت دا دعوه کوي چې دا مقدمه يې د خوښې پرته جوړه شوې ده، مريم نواز او کېپټن صفدر دلته وو، د شپې پرې مقدمه جوړه شوه او صفدر ونیول شو، د دې ځای حکومت کلک ودرېدو، او وې ويل دا مقدمه زمونږ د مرضۍ پرته جوړه شوې مقدمه بيرته واخستل شوه او هغه هم په هغه ورځ خوشی شو".

پشتين وويل، صفدر په لومړۍ ورځ پرېښودی شو، هغه د پيپلز ګوند صوبايي حکومت ته په مخاطب کولو سره وويل، د پي ټي اېم سره هغومره مه کوئ خو 14 مياشتې وروسته خو د هغې په حساب پينځه فيصده ګام پورته کړئ، او علي وزير خوشی کړئ او مقدمې مو بيرته واخلئ.

هغه زياته کړه دوی د سياسي حکومت پرضد او سياسي خلکو پرضد مبارزه نه کوي دوی خبر دي چې سياسي حکومتونه هم مجبوره دي، خو د پيپلز ګوند حکومت د مقدمې بيرته اخستو ګام د کېپټن صفدر په پېښه کې پورته کړی وو، يو ګام دې د علي وزير دپاره هم پورته کړي.

د پي ټي اېم مشر وويل، پرلت به یې دوام لري، او که د پرلت د لارې يې غوښتنې نه منل کيږي، بیا به د کراچۍ نه د بلوچستان د لارې په ټول ملک کې يو غټ لاريون کوي.

په کراچۍ کې پي ټي اېم احتجاجي پرلت په داسې حال کې پېل کړی چې علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، د 2020 کال د دسمبر د میاشتې په مقدمه کې هغه ته د پاکستان سپريم کورټ ضمانت ورکړی، د 2018 کال د مې د میاشتې په مقدمه کې يې عدالت د ضمانت خواست رد کړی او اورېدنه روانه ده او په (14 فرورۍ) په کراچۍ کې بل عدالت د کال 2019 د جنورۍ د میاشتې په مقدمه کې د علي وزير د نيولو امر کړی دی.

که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو منظور پشتين تل دغه دریځ خپل کړی چې په دوی هم تورونه لګي او دوی ته هم ويل کيږي چې دوی تورونه لګوي، هغه وويل د دوی سره دې کښېني دوی به ورته د تورونو ثبوتونه وړاندې کړي او که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، درغژن کړی شوی چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي.

پي ټي اېم وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG