لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او نېټو ویلي، روس د يوکرېن په پوله پوځ زياتوي، نه چې کموي يې


امريکا او د نېټو مشر سټولټنبرګ د شورو/ چهارشنبې په ورځ ويلي، باوجود د ماسکو د دغه دعوې چې د يوکرېن د پولې نه پوځي سرتيري بيرته رابلي، روس خپل پوځ زياتوي او د یوکرېن ځينې علاقې ګېروي.

د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند نېډ پرايس ويلي، د يوکرېن په پوله د روس زيات پوځ موجود دی، کم نه دی، او جګړې پله وړاندې کيږي.

د نېټو مشر سټولټنبرګ د نېټو د 30 غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو سره لیدلي، او ويلي يې دي، دوی اورېدلي چې ماسکو سفارتي هڅې دوامدارې ساتي، خو داسې کومې نخښې يې نه دي ليدلي چې تاو تريخوالی کم شوی او د دې په ځای روس خپل پوځ نور ډېروي.

د يورپي هېواد اېستونيا استخباراتي مشر ميکا مېران دعوه کړې چې روس په يوکرېن په محدوده کچه بريد کولی شي چې پکې د میزایلو ویشتل شامل دي.

خبريالانو سره په خبرو کې هغه ویلي، د دوی ارزونه/ اندازه دا ده چې روس به د ابادۍ د غټو ښارونو څخه ډډه وکړي، ځکه چې د ښارونو دپاره د ډېر پوځ ضرورت وي خو دا نه ده په ډاګه چې دوی به د کومې لارې ګټه پورته کوي.

د امریکې او د يوکرېن چارواکو ویلي، دوی داسې هیڅ ثبوت نه دی ليدلی چې روس د يو نیم لک پورې پوځ د يوکرېن په شمال ختيځ او جنوبي پولو په ځای کړی، د هغې نه يې بيرته ستانه کړي وي.

په پولېنډ کې د روچن په نوم يوې مشورتي ادارې ویلي چې د سيټيلايتټ د لارې پوځي حرکت مالوميږي، چې روس د پوځ نور اورګاډي د يوکرېن پولې ليږلي وروسته له هغې چې ماسکو د يو شمېر سرتيرو بیرته اډو ته د لېږلو اعلان کړی وو.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د (اې بي سي) په (ګوډ مارننګ) پروګرام کې ويلي، د روس په خبرو او عمل کې فرق دی او هغه څه چې دوی وينی معنی نه لري.

د سپينې ماڼۍ وياند جېن ساکي ويلي، دوی ګڼي چې روس په يوکرېن څه وخت هم حمله کولی شي.

د امریکې صدر جوبايډن د نهې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې په خپله لنډه وېنا کې خبرداری ورکړی وو، چې د روس حمله په واضح ډول امکان لري او د ماسکو د بريد څخه به د نه منلو وړ انسانان اغېزمن شي.

نېټو د شورو په ورځ خپلو کمانډرانو ته امر کړی چې په جنوب ختيځ کې دې نوې جنګي ډلې په ځای کړي.

امریکايي چارواکو تېره اوونۍ اشاره ورکړې وه، چې خيال کيږي چې روس د شورو په ورځ حمله کولی شي، خو دغسې نه دي شوي او د يوکرېن خلکو په دغه ورځ د يووالي د ورځې په توګه نمانځلې او د هېواد د نيلي او زيړ رنګ بېرغ یې رپولو.

خو کرېملن د لويدیځ د څيړونکو دغه خبرې ته ټوقه ويلي چې جګړه نزدې ده.

د کرېملن وياند دمتري پيسکوف خبريالانو ته ويلي، چې صدر ولاديمير پيوټن کله کله په دوی پورې ټوقې هم کوي، چې دوی پوښتنه کوي چې د جګړې کولو سم وخت به کله اعلان کړي.

په يورپ کې د روس سفير ولاديمیر چيزوف نه د جرمني يوې ورځپاڼې پوښتنه کړې چې روس د شورو په ورځ حمله پېلوي، هغه ويلي، داسې کم ښکاري چې د شورو په ورځ په يورپ کې جګړه پېل شي.

هغه ویلي، راتلونکې اوونۍ، يا د دې نه وروسته اوونۍ کې يا په راتلونکې مياشت کې به زياتوالی ونه شي.

پيسکوف ويلي، پيوټن د خبرو اترو په حق کې دی او هغه د صدر بايډن د سفارتي لارې د خبرو اترو عمل دوامداره ساتلو ته په مثبت نظر ګوري.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د اې پي، اې اېف پي او رايټرز نه شامل کړی شوي).

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG