لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان هڅه کوي له افغانستان سره پر کرښه تاوتریخوالی کنټرول کړي


واشنګټن – د پاکستان یو جګ پوړي امنیتي چارواکي رویټرز خبري ادارې ته ویلي، دوی له افغانستان سره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات زیات کړي چې د ترهګرو د ورتګ مخنیوي وشي.‌

د ډیورنډ له کرښې څخه د پاکستان غاړې ته زیاتره سیمې د لسیزو راهیسې د پاکستان د حکومت په کنټرول کې نه وې بلکه د خپلواکو قبایلو لخوا اداره کېدلې کوم چې د کرښې په اوږدو کې دواړو غاړو ته پراته وو.‌

خو یو بل پاکستان چارواکي رویټرز ته ویلي، پاکستان د پښتنو دغه ټولې سیمې اوس د مرکزي‌ حکومت تر واک لاندې راوستلې او د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې یې کټاره او اغزن تار تېر کړ او ټول هغه خلک پرې کنټرولوي څوک چې په دغه کرښه تګ راتګ کوي.

دې پاکستاني چارواکي هم د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلی، "مونږ په هر هغه چا باندې برید کوو چې که بیلتون غوښتونکی وي او که اسلامپاله ترهګر خو چې یو ګواښ وي."

د پاکستان پوځ له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په دې وروستیو کې په داسې حال کې عملیات زیات کړي چې په پاکستاني پوځیانو باندې بریدونه زیات شول او ګومان کېږي چې اوس په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته دغه سیمې د دوی لپاره خوندي ځایونه دي.

اسلام پالو او بیلتون غوښتونکو یواځې په تېره میاشت کې لږ تر لږه ۱۴ پاکستاني سرتیري وژلي چې په دریو کې یې د پاکستاني چارواکو په وینا ترهګر له افغانستان څخه ورغلي وو خو بلوچ بیلتون غوښتونکي یواځې د بلوچستان په نوشکي او پنجوړ کې د ۱۹۶ پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا کوي.

د افغانستان نوي واکمن طالب چارواکي دا مهال له بشري ناورین سره لاس او ګریوان دي او دا ردوي چې د افغانستان خاوره دې ددغو بریدونو لپاره کارول شوي وي.

خو د دې باور او ډاډ ورکولو سره سره دا مسلې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې زیانمولی شي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ یې د طبعې زېرمو ډک بلوچستان هم لږ تر لږه شپږ ترهګر وژلي دی خو دا یې نه دي ویلي چې په دغو عملیاتو کې خپله پاکستاني سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او که نه.

د پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي، "د ترهګرو برید کونکو د له منځه وړلو لپاره به داسې عملیات دوام ولري."

رویټرز لیکي، پاکستان له افغان طالبانو سره د کلونو دوستانه اړیکو څخه خوند واخېست که څه هم پاکستان په رسمي توګه د افغانستان په شل کلنې جګړه کې د امریکا متحد پاتې شوی.

په داسې حال کې چې تاوتریخوالي پاکستان ته کلکه غېږه ورکړې، داسې ښکاري چې طالبانو د هغې په مخنیوي کې کوم د پام وړ کار نه دی کړی.

تر فشار لاندې پاکستاني چارواکو په طالبانو باندې زور راوړی چې ترهګرو ته دې ځای او سرچینې نه ورکوي او دا هغه غوښتنه وه چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف تېره میاشت د کابل د سفر پر مهال له طالبانو څخه کړې وه.

طالبانو دا رد کړې ده چې د افغانستان له خاورې څخه دې د پاکستان پرضد بریدونو کې کار واخېستل شي او هیله یې څرګنده کړې چې ستونزه به د خبرو له لیارې حل شي.

طالبانو د تېر کال په وروستیو کې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړه، کومې چې څو اونۍ وروسته بیا ناکامه شوې.‌

خو بیا هم پاکستاني چارواکو له افغان طالبانو سره د اړیکو د جدي خرابېدو خبره رد کړې ده.

يو پاکستاني چارواکي ویلي، مونږ له طالبانو سره کلک ملګري یو.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څآنګې ددې پوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي که له افغان خاورې څخه بریدونه زیات شي نو دوی به څه ډول عملیات کوي.

بل پلو که څه هم پاکستان هڅه کوي له افغانستان سره د ډیورنډ پر ۲۶۰۰ کیلومټره پرته کرښه باندې د اغزن تار لګول بشپړ کړي خو دا هېڅکه د هېڅ افغان حکومت لخوا نه ده منل شوې.

طالبانو هم څو ځله پر کرښه د اغزن تار لګولو بهیر درولی لکه تېرو افغان جمهوري حکومتونو چې کاوه.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب وايي، د هغه حکومت داسې کومه اجازه نه ده ورکړې چې پر ډیورنډ کرښه دې کټاره ولګوي.

ملا یعقوب د افغانستان دولتي راډیو تلویزیون ته تېره اونۍ وویل،‌ "مونږ د کټارې په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې."

XS
SM
MD
LG