لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ته د مذهبي چارو د وزیر خط: د مارچ اتمه دې د حجاب نړیواله ورځ ولمانځل شي


واشنګټن ــــ د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري وزیراعظم عمران خان ته یو خط لېږلی چې پکې یې تور پورې کړی، د ښځو په نړیواله ورځ په پاکستان کې د «عورت مارچ» په نوم د اسلامي ارزښتونو سپکاوی کېږي او ترې غوښتي یې دي چې دا ورځ دې «د حجاب ورځ» په نامه ولمانځل شي.

بل لور ته د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر قبله ایاز وایي، په دې ورځ د ښځو په لاریون کې «زما بدن زما خوښه» غوندې نعرې سمې نه دي، خو وایي د ښځو له حقونو هم انکار نه شي کېدای، "موږ خپله هم باید ښځو ته د حقونو ورکولو تحریک وچلوو".

د ښځو د حقونو فعالو ښځو او د اپوزیشن ګوندونو ښځینه مشرانو د مرکزي‌ وزیر پر خط نیوکې کړې او وزیراعظم ته د داسې لیک په لېږلو یې اندېښنه څرګنده کړې ده. د پیپلز ګوند سنېټرې شېري رحمان پر خپل ټویټر لیکلي:

"د وقافي وزیر دا ډول خبره د حیرانۍ وړ ده، د مارچ اتمه په ټوله نړۍ کې د ښځو ورځ لمانځل کېږي، تاسې د تش لاسو ښځو پر مارچ په بندیز لګولو سره څه ثابتول غواړئ؟".

د مذهبي چارو وزیر عمران خان ته پخپل خط کې- چې د فرورۍ د نهمې نېټه پر لیکل شوې- ویلي، چې له تېرو څو کلونو د «عورت مارچ» په نوم په ظاهر د ښځو د حقونو لپاره د پوهې او شعور د بیدارۍ تحریک دی، خو د هغوی په لاریون کې پر شعارونو یې اعتراض کړی دی:

"په ښکاره خو «عورت مارچ» ته د ښځو د حقونو د ساتنې نوم ورکړل شوی خو په دې کې چې څه ډول بېنرونه، شعارپاڼې او نعرې وي له هغو داسې ښکاري چې شاید ستونځه د ښځو تر حقونو زیاته د اسلامي ټولنیزو دودونو ده".

د پاکستان مرکزي وزیر دا خط سږ کال وروسته له هغه لېږلی چې د تېر کال د مارچ پر اتمه په «عورت مارچ» کې د ښځو له خوا پر «زما بدن زما خوښه»، «له واده پرته نور ډېر کارونه شته»، «ښځو د ماشوم زېږولو مشین نه دی» او نورو دا ډول شعارونو اعتراضونه وشول.

د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري په خط کې عمران خان ته وړاندیز کړی چې د ښځو په نړیواله ورځ دې هیڅ یوې طبقې ته "پر اسلامي ارزښتونو، ټولنیزو دودونو، حیا او پاک لمنۍ، پردې او حجاب باندې د بدرو ردو او سپکاوي هیڅکله اجازه ور نه کړل شي".

نورالحق قادري له وزیراعظم څخه غوښتي چې د مارچ پر اتمه دې "د حجاب نړیواله ورځ" ولمانځي او په دې توګه دې په ټوله نړۍ کې له هغو مسلمانو ښځو سره د همږغۍ اظهار وکړي چې د خپلې مذهبي ازادۍ او بنیادي بشري حقونو لپاره مبارزه کوي:

"د ښځو په راتلونکې ورځ دې د ښځو د میراث، علم او روزګار د حقونو او د کورني تشدد، جبري نکاح او په دفترونو کې د جنسي ځورونې په خلاف ږغ اوچت کړل شي".

سنېټره شېري رحمان وایي په پاکستان کې چا د ښځو د حجاب د ورځې پر لمانځلو بندیز نه دی لګولی، وایي پاکستان یوې خواته د هندوستان رویه غندي خو بلې خواته د ښځو پر لاریون د بندیز خبرې کوي. شېري رحمان پر ټویټر لیکلي:

عورت مارچ
عورت مارچ

"د دې ورځې مقصد په ټولنه کې د ښځو په وړاندې د جنسي سټېریوټایپ او کرکو خلاف شعور زیاتول دي، تاسې د ښځو په نړیواله ورځ دسیسې کوئ چې د دوی ازادي او حقونه تر پښو لاندې کړئ".

د اسلامي نظریاتي کونسل مشر قبله ایاز وي او اې اردو ته ویلي، چې په پاکستان کې ښځې د ژوند په هره څانګه کې فعال کردار تر سره کوي، خو وایي په ډېرو سیمو کې ښځو ته په کورني جایداد کې حق نه ورکول کېږي، ځکه نو باید د دوی پر حقونو خبره وشي او وایي په دې کار سره د «عورت مارچ» مقصدونه پوره کېدای شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG