لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍکې يو جرنلسټ په ډزو وژل شوی


د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د يو شخصي ټیلي ويژن چېنل (سما) پروډيوسر (جرنلسټ) په ډزو وژل شوی دی، پوليس وايي دا د غلا پېښه ده، او د غلو په ډزو کې هغه وژل شوی دی.

د کراچۍ د پوليسو په وېنا دغه پېښه نن د جمعې په ورځ (18 جنورۍ) د کراچۍ په نارت ناظم اباد علاقه کې شوې ده. سما ټي وي تاييد کړې چې وژل شوی تن اطهر متين د ټيلي ويژن پروډيوسر دی.

پولیسو ويلي، اطهر متين چې سهار ماشومان په سکول کې پرېښودي او بيرته کور ته روان وو، په لار کې د پېښې ښکار شوی دی.

د کراچۍ د منځنۍ ضلعې د پوليسو مشر اېس اېس پي رانا معروف ويلي، موټر سايکل سورو غلو کسان لوټل، اطهر متين په خپل ګاډي د غلو موټر سايکل وهلی، غله غورځېدلي، او بيا يې په ګاډي ډزې کړي او اطهر متين پې وژلی دی.

د سيند صوبې وزیراعلا مراد علي شاه د پېښې نوټس اخستی او د پولیس چارواکو نه يې رپورټ غوښتی دی.

د صوبې يو وزير سعيد غني هم ويلي، دغه د غلا پېښه وه او اطهر متين پکې وژل شوی دی.

هغه ويلي پوليس ته يې د پېښې د پلټنو او په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو لار ښوونه کړې ده.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم په دغه پېښه د افسوس څرګندونه کړې او د تورونو کسانو د انجام ته رسولو د هڅو يې ويلي دي.

په کراچۍ کې په وروستيو کې د غلاګانو او خلکو لوټلو پېښو کې سېوا والی ليدل کيږي.

خبريال نعمت خان په ټویټر ليکلي،

"يو وخت وو په کراچۍ کې د ويرې راج وو، دلته القاعده، داعش، ټي ټي پي، سپاه صحابه، سپاه محمد، لشکر جهنګوي، د سياسي ګوندونو وسله والې څانګې، او د لياري ګېنګسټرز، که څوک به کار له تلو کور ته به یې جسد راتلو. قلنګ په عروج وو، او د اربونو روپو جرمونه به کېدل وژنې به کېدلې، په دې کې د سیاسي واکمنو خلکو سره د پټو ادارو د افسرانو پينځه واړه ګوتې هم په غوړو کې وې، بيا ادارو سوچ وکړو، نه نور بس، په کراچۍ کې عملیات وشو او ويره ختم! ".

په کراچۍ کې په 13 جنورۍ د غلا په يوه پېښه کې يو تن وژل شوی، او د دغه پېښې ويډيو په ټولنيزو رسنيو ډېره خپره شوې وه.

د کراچۍ پوليسو په خپله ويلي وو، چې په دغه پېښه کې ککړ تن پوليس کانسټېبل فرزند علي جعفري ککړ وو.

او بيا پوليسو دعوه کړې وه چې کله پوليسو د فرزند علي د نيولو هڅه کړې هغه په خپل سر ډز کړی او خودکشي يې کړې وه.

د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې په کال 2013 کې رېنجرز ځواک او پوليسو په ګډه د ترهګرو، هدفي وژونکو، وران کارو او قلنګ اخستونکو پرضد عمليات پېل کړي او اوس د کراچۍ پوليس او حکومتي وزیران دعوه کوي چې په کراچۍ کې امنيت تر ډېره حده په ځای کړی شوی دی.

د روان کال په سر کې پوليسو په خپل يو رپورټ کې دعوه کړې په کراچۍ کې په تېر کال کې د جرمونو کچه راکمه کړی شوې ده.

په پوليس رپورټ کې دعوه شوې چې د جرمونو په حساب په نړيواله درجه بندۍ کې په کال 2021 کې په کراچۍ کې د امنيت وضع ښه کېدو پله روانه وه.

ويل شوي په دغه درجه بندۍ کې کراچۍ په کال 2016 کې په 26 نمبر او دا وخت په 106 نمبر ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG