لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقندیل بلوچ وژنه،دښځو دحیثیت په اړه قامي کمیشن دمجرم دبریت په ضد سپریم کورټ ته ځي


په پاکستان کې د نن نه درې کاله مخکې د پنجاب په جنوبي ښار ملتان کې دغېرت په نامه د وژل شوې مشهورې ماډلې قنديل بلوچ د ورور د هايکورټ لخوا د بري کېدو فېصلې ته خپل غبرګون کې د هېواد دننه د ښځو د حثيت په اړه قامي کمېشن ویلي، پلان لري چې ددغې پرېکړې پرضد سپريم کورټ ته عریضه وکړي.

د ښځو د حيثيت په اړه د قامي کمېشن د پنجاب صوبې غړې روحي سيد وايي هيله لري چې ستره محکمه به د قنديل بلوچ په قضیه کې انصاف وکړي او د غېرت په نوم د وژنې لړۍ ته به د پائ ټکې کېږدي.

قانون پوهان وايي د غېرت په نوم د وژنو مخه هله نيول کېدای شي چې رياست پکې په خپله مدعي جوړ شى.

په پنجاب صوبه کې د ښځو د حثيت په اړه د قامي کمېشن غړې روحي سيد ډيوه سره خبرو کې وېلي د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري هم ویلي چې حکومت د قنديل بلوچ د قتل په قضیه کې د تورن تن د بري کولو پرېکړه به ستره محکمه کې چېلنج کوي.

روحي سيد وايي هيله لري چې ستره محکمه به په دې قضيه کې انصاف وکړي او د هېواد دننه د غېرت په نامه د وژنو لړۍ ته به د پائ ټکې کېږدي.

پاکستان کې د ښځو د حثيت په اړه قامي کمېشن د قندیل بلوچ په وژنه کې د ککړ مرکزي مجرم محمد وسیم د لاهور هايکورټ له لوري د بري کولو فېصلې ته خپل غبرګون کې ویلي دوئ هم پلان لري چې ددغه پرېکړې پرضد ستره محکمه کې خواست ورکړي.

د لاهور هایکورټ ملتان څانګې د تېر ګل په ورځ د ټولنيز رسنیو د مشهورې ماډلې قنديل بلوچ په وژنه کې د ککړ مرکزي مجرم چې دهغې ورور ؤ ،محمد وسیم بري کړی ؤ او عدالت ددې علت د ګواهانو پشا کيدل او د کور دننه راضي نامه ګرځولې وه.

په دې فيصله پاکستان کې د ښځو د حقونو تنظيمونو او ځنې حکومتي وزيرانو هم اندېښنې ښودلې وې او ویلي یې وؤ چې درې کاله وړاندې د يوې ښځې د غېرت په نوم وژنه څنګه بخښل کېدای شي؟

د قنديل بلوچ مور انور بى بى چي دې مقدمه کې مدعي هم وه ویلي چې هغې خپل زوئ محمد وسیم د الله دپاره بخښلې دی چې له هغې وروسته عدالت هغه برى کړو.

پاکستان کې د بشري حقونو د څار غېر دولتي خپلواک کمیسیون ايچ ار سي پى د رپورټ ترمخه په هېواد کې هرکال نيزدې 800 ښځې د غېرت په نامه وژل کېږي.

د مسلم لیګ نواز ګوند په تېر حکومت کې په اړونده قانون کې ځينې بدلونونه هم معرفي کړی شوي وؤ .

ددغه قانون ترمخه د غېرت په نوم د قتل په قضيو کې د کور دننه روغه جوړه غېرقانوني ګرځول شوې وه او په داسې مقدمو کې یې رياست ته د فريق جوړېدو اختيار ورکړی ؤ.

قانون پوهه مهوش محب کاکاخیله چې په پېښور کې وکالت هم کوي وايي قانون خو شته ولې په دې قانون کې لا نوره سختى راوستل پکار ده.

هغه وايي مهمه ده چې داسې مقدمو کې رياست او عدالت هم غوره او چټک کردار ولري.

ډيوه سره خبرو کې نوموړی وايي ترڅو چې رياست په داسې قضيو کې په خپله مدعي نه وي جوړ شوی نو د غېرت په نوم د قتل په مقدمه کې به ککړو کسانو ته سزا کېدل مشکل وي.

هغه وايي په نوي قانون کې ښکاره ویل شوي چې په داسې قضيو کې به راضي نامه نه کېږي خو د هغې باوجود د قنديل بلوچ په قتل تورن مرکزي مجرم عدالت برى کړو. رياست ته دې اړخ ته پام کول پکار دي چې داسې قضيو کې د کور دننه د روغې جوړې مخه ونیسي.

دپاکستان مشهوره ماډله قنديل بلوچ کال 2016م کې خپل ورور د پنجاب په سهېلي ښار ملتان کې د غېرت په نوم وژلې وه او د هغې په قتل کې د هغې دوه وروڼه اسلم شاهين او محمد وسيم نومول شوي وؤ خو بیا کال 2019م کې ځايي عدالت ملزم اسلم شاهين برى کړو او بل مجرم محمد وسیم ته یې د عمر قید سزا واوروله.

محمد وسيم وروسته ددغې فيصلې خلاف د لاهور هاي کورټ په ملتان څانګه کې اپيل کړی ؤ.

پاکستان کې د بشري حقونو د خپلواک غېر دولتي کمېشن اېچ ار سي پى غړې او پخوانۍ مشره زهره يوسف ډيوه ته وايي د قنديل بلوچ د غېرت په نوم وژنه په پاکستان کې د ښځو په ضد د عمومي ټولنيز چلند سره اړه لري.

هغه وايي چې کله په يوه پدر سري ټولنه کې ښځو ته د جاېداد په سترګه کتل کېږي نو هلته بیا د يوې ښځې په خپله خوښه واده کول او ېا په نورو چارو کې خپله مرضي کول نه منل کیږي او د ښځو پرضد په ځانګړي ډول د خپل کور سړي داسې جرمونه کوي.

هغه وايي د بده مرغه دا لړۍ روانه ده او داسې قتلونه يوازې په پاکستان کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې کېږي خو په پاکستان کې دا مسله لا زياته ده.

وړاندې ورځو کې د پاکستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير فواد چوهدري هم د قنديل بلوچ په قتل کې د ککړ مرکزي مجرم محمد وسیم د لاهور هاي کورټ لخوا د بري کولو فيصلې ته سخت غبرګون ښودلی وؤ او ویلي یې وؤ چې د پاکستان اولس ته په خپل قانوني نظام شرمېدل پکار دي او د هېواد دننه یې په عدالتي نظام کې هم د اصلاح غږ کړی ؤ.

فواد چوهدري ویلي وو چې حکومت به دغه پرېکړه په سپريم کورټ کې چلېنج کوي.

دې وروستیو کې مطبوعاتو د پنجاب د انفارمېشن کمیشن د شميرو په اساس ویلي وؤ چې د تېرو شپږو میاشتو په مهال يوازې په پنجاب ايالت کې 90 ښځې د غېرت په نامه وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG