لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپنجاب اؤ سیند په څېر دپښتونخوا کرونده ګر ولې د زرعي قرضو نه ګټه نه شي پورته کولی ؟


locust3
locust3

پاکستان مرکزی بینک وایي روان مالی کال 2022م دپاره د زرعي قرضو هدف 1.7 کهربه روپو ته زیات کړی شوی دی چې په ټول هیواد کې کرونده ګر د بینکونو څخه قرضي واخلي او زراعت او زرعي پیداوار ته وده ترلاسه شي.

خو په خیبر پښتونخوا کې کرونده ګر وایي د زرعي او کاروباري بینکونو د قرضې پیچلی عمل او د سود زیاته شرحه کرونده ګرو ته یو غټ خنډ دی.

دوئ وایي په خیبر پښتونخوا کې اکثره واړه کرونده ګر دي اؤ د منډهۍ د نشتوالي په وجه دهغوئ پیداوار په وخت نه خرڅیږي او دا چې د زرعي پیداوار د سهولتونو د نشتوالي په وجه دقرضونو په بېرته ستنولو کې مشکلات لري.

خو بل لوري ته د کاروباري بینکونو مامورین وایې په صوبه کې قرضې ورکول کيږي خو په پنجاب او سیند صوبو کې زمکې زیاتې دي نو ځکه هلته زیاتې قرضې اخستل کیږي.

په خیبرپښتونخوا صوابۍ ضلعه کې ځایي کرونده ګر محمد علی ډاګیوال ډیوه ته وایي په ټوله صوبه کې د کاروباري او زرعي بینکونو نه دقرضونو شرحه د نشت برابر ده ځکه چې په دغو قرضونو سود ډیر زیات دی او د زمکې دکاغذونو تیاري هم یو پیچلی عمل دی.

هغه وایي کرونده قرضې په دی وجه نه اخلي چې فصل تیار کړي بیا په اسانه نه خرڅیږي نو قرضې بېرته نه شي ستنولی .

دی وایې په زرعی قرضو سود د 14فیصدي نه نیولی تر نه 18فیصدي دی او کارخانه دارو ته دغه قرضې په 7فیصدي سود ورکړی کیږي.

"زمیدار ته د خپل فصل دپاره مستحکم مارکیټ نشته چې فصل پکې خرڅ کړي، په کوم سود چې زمیدار ته قرضه میلاویږي د هغې نه په کمه کارخانه دارو ته ورکړی کیږي، په ټول زرعي هیواد کې ایګرو بیسډ کارخانه نشته چې زما د ټماټرو نه څه جوړ شي، زما بینډۍ په ډبي کې بندې شي، تورۍ په ډبي کې خرڅې کړو، مونږ د خپل پیداوار نه اچار جوړ کړو ولې دا ددې نه جوړیږي"

د پاکستان مرکزي بینک د روان مالي کال دپاره د زرعي قرضو سهولتونه زیات کړي چې داشان کروندې ته وده ترلاسه شي.

د مرکزي بینک ګورنر ډاکټر رضا باقر په پروسکال دکال 2022م دپاره د زرعي قرضو حجم د 1.3 کهرب روپو نه 1.7فیصدي ته زیات کړی .

مرکزي بینک وایې له هغې وروسته په کال 2021م کې د زراعتو په مد کې 1.4 کهربه روپۍ ورکړی شوې خو څیړنی وایې په قرضو کې زیاته برخه پنجاب او سیند صوبې ترلاسه کړې ده.

په دې ورستیو کې مرکزي حکومت کرونده ګرو ته له سود پرته د قرضو ورکولو ویلي وؤ.

روانه میاشت د پاکستان دقامي رابطه کمیټۍ په غونډه کې کمټې ته ویل شوي وؤ چې مجموعي 640.6 اربه روپۍ د سود نه بغیر 34 لکه کرونده ګرو ته ورکړی شوي دي چې پکې زیاته برخه پنجاب صوبې ته 517 اربه ، سیند ته 109اربه ، خیبر پښتونخوا ته 10اربه او دبلوچستان کرونده ګرو ته 1.1 اربه روپۍ د سود نه بغیر ورکړی شوي دي.

په خیبرپښتونخوا کې د خيبر بینک پیښور منیجر شیر محمد وایي پنجاب او سیند ته زیاتې قرضې ځکه ورکړی کیږي چې هلته غټ کرونده ګر او کارخانې دي.

هغه وایې په خیبر پښتونخوا کې کومه داسې یوه کارخانه نشته چې برامدات وکړي اوس داسې سکيم هم شروع شوی چې د ضمانت نه بغیر پکې یو کروړ روپو پورې قرضه ورکړی کیږي. څوک چې کاروبار لري هغوی ته قرضی په اسانه ورکړی کیږي.

نوموړی وایي په وړو وړو قرضو سود زیات وي او په غټو قرضو سود کم وي.

د پاکستان قامي رابطه کمیټۍ ته ویل شوي چې په پنجاب صوبه کې 780000 کرونده ګرو ته کسان کارډونه جاري شوي او په خیبر پښتونخوا کې یو لک کرونده ګرو ته دغه کارډونه ورکړی شوي او هم ددې په ذریعه کرونده ګرو ته د سود نه پاکې قرضې ورکړی کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG