لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د علي وزیر د خوشي کولو دپاره احتجاجي پرلت په اوومه ورځ دوام لري


په کراچۍ کې د پي ټي اېم پرلت په اووه ورځ دوام لري
په کراچۍ کې د پي ټي اېم پرلت په اووه ورځ دوام لري

په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پرلت په اوومه ورځ دوام لري، پرلت د سيند حکومت نه د علي وزیر د خوشي کولو او د پي ټي اېم پرضد جوړو مقدمو بيرته اخستو غوښتنه کوي.

خو سيند حکومت وايي د علي وزیر پرضد جوړې قضيې په عدالتونو کې دي حکومت پکې هیڅ کار نه لري.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وايي، پرلت يې په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند د حکومت پرضد نه دی بلکې د سيند حکومت نه د علي وزير د خوشي کولو او مقدمو بيرته اخستو غوښتنه کوي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وايي، د سيند حکومت چې د جمهوريت دعوه کوي، علي وزير هم د جمهور غږ دی، ځکه دوی د سيند حکومت نه د جمهور د غږ ازادولو مطالبه کوي.

تيره شپه پرلت ته په وېنا کې پشتين وويل، "اورېدلي مو دي چې په راتلونکو څو ورځو کې پاکستان پيپلز ګوند د جمهوريت دپاره لانګ مارچ (لاريون) کوي، مونږ غوښتنه کوو چې د خپل لاريون نه وړاندې د دې جمهور غوښتنه ومني او که دوی نه اورېدل کيږي، او پيپلز ګوند خپل لاريون کوي، دوی (پيپلز ګوند) به وړاندې وي نعره به وهي چې جمهوريت زنده باد، او مونږ به پسې شاته نعره وهو، چې های های".

خو د سيند صوبايي حکومت وياند مرتضا وهاب پرون د جمعې په ورځ مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي وو، کله چې مقدمه جوړه شي د هغې د ختمولو واک د حکومت سره نه وي، دغه قضيه په عدالت کې روانه ده، عدالت ته دې لاړ شي.

"قضيه په عدالت کې ده په عدالت کې دې ځان بې ګناه ثابت کړي عدالت دې دغه مقدمه ختمه کړي، مقدمه به ختمه شي، د حکومت د دې سره هیڅ کار نشته".

په کراچۍ کې د پي ټي اېم پرلت ته د خېبرپښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبې د بېلابيلو برخو نه هم ګڼ کسان راغلي دي.

د شمالي وزيرستان نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی میرکلام وزیر چې دغه پرلت ته راغلی، وايي، دا د هغه دپاره نوې خبره ده دلته په سيند صوبه کې شپږمه ورځ ده چې د سيند حکومت تراوسه پورې د دغه پرلت تپوس نه دی کړی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، په دې ملک کې هغه ګوندونه چې د جمهوريت خبره کوي، هغوی ټول د وزیرستان د يو منتخب استازي په اړه غلي دي، پکار وه چې دغو ګوندونو د علي وزیر دپاره ډېر کلک غږ پورته کړی وی.

د بلوچستان صوبې نه راغلې د پي ټي اېم فعاله وړانګه لوڼۍ وايي، دا د اطمينان خبره ده چې پښتانه راټول شوي د خپل وطن بد مرغۍ او ناانصافۍ د پرلت د لارې نړۍ ته وړاندې کوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وړانګې وويل، دوی قامي مبارزه دوامداره ساتلې، د سرونو قربانۍ يې ورکړې او دغو قربانو يې د مبارزې جذبه نوره پياوړې کړې ده، او دغه مبارزه به جاري ساتي.

هغې زياته کړه پښتانه ځوانان، پېغلې او مشران به د خپل وطن دپاره مبارزه مخ په وړاندې وړي.

وړانګه لوڼۍ د پي ټي اېم د وژل شوي فعال ارمان لوڼي خور ده.

که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو منظور پشتين تل دغه دریځ خپل کړی چې په دوی هم تورونه لګي او دوی ته هم ويل کيږي چې دوی تورونه لګوي، هغه وويل د دوی سره دې کښېني دوی به ورته د تورونو ثبوتونه وړاندې کړي او که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، درغژن کړی شوی چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي.

پي ټي اېم وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG