لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايا عمران خان د امریکا په تربګنۍ کې د روس سفر کوي؟


د پاکستان وزير اعظم عمران خان به راتلونکې اوونۍ د روس سفر کوي، دا سفر په داسې حال کې کيږي چې د يوکرېن د شخړى په سر د امريکا او روس اړيکي ترينګلي دي او عام تاثر دا دى چې د پاکستان او امريکا اړيکو کې راغلي تاو تريخوالي له امله عمران خان د امريکا په ترپګنۍ کې اول چين ته تلى او اوس د روس دوره کوي.

څيړونکي وايي دا ويل به ډېر ګران وي چي د يوکرېن د شخړى په ترڅ کى د روس صدر ولاديمیر پيوټن د پاکستان وزير اعظم دورۍ نه ګټې پورته کول غواړي او که عمران خان دا دوره د امريکا په ضد کارول غواړي.

د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار تاييد کړې چې د روس صدر ولاديمير پوټن په بلنه به وزير اعظم عمران خان راتلونکى اوونۍ د روس سفر کوي.

هغه زياته کړې پاکستان د يوکرېن په حالاتو نظر لري او غوره به دا وي چې نړيواله ورورولي د دغه شخړي د هواري دپاره سفارتي لارې خپلى کړي.

پخوانی سفير آصف دراني د دې تاثر سره اتفاق نه لري ګني د پاکستان د امريکا سره اړيکو کې راغلي تناو له امله وزير اعظم عمران خان د روس سفر کوي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه د وزير اعظم دوره د افغانستان د حالاتو سره د سيمې د امن پاره ګټه وره بولي.

هغه زیاته کړې د عمران خان دورې ته دغه نظر نه علاوه بل کوم ډول کتل به مناسب نه وي.

له دې وړاندې وزير اعظم عمران خان هغه وخت د چين دوره کړې وه کله چې امريکا، کېنېډا او د يورپ يو شمېر هيوادونو چين کې د بشري حقونو په لويه کچه د سرغړونو په سر بيجنګ کې داولمپيکس سيالو د دستورې نه بايکاټ کړی وو.

عمران خان د چين او امريکا ترمنځ سيالي په نړۍ کې دويم سوړ جګړه بولي او دريځ خپلوي پاکستان به دې کې د کومې يوې خوا سره ودرېدو په ځاې بې پلوه پاتې کيږي.

خو د تېرې څه مودې راهسې نړيوالې ميډيا سره پرله پسې مرکو کې وزير اعظم عمران خان تکرار کړې چې امريکا تل د پاکستان سره د غرض اړېکي ساتلي دي او د عمران خان په خبره د دې په پرتله چين تل د پاکستان سره په مشکل وخت کې ودرېدلی دی.

څيړونکی حسن عسکري وايي د پاکستان او امريکا اړيکي دتناو ښکار دي خو دا ويل آسان نه دي چې د روس صدر د يوکرېن د شخړى په ترڅ کې د عمران خان د دورې نه ګټې پورته کول غواړي.

د پاکستان خارجه دفتر د وزير اعظم عمران د روس د سفر زيات تفصيلات نه دي شريک کړي.

تېر کال دواړو هيوادونو د روس پاکستان ګېس پايپ لاين په اړه د اربونو ډالرو لوظنامه لاس ليک کړې وه او د دوړاو هيوادونو ترمنځ وخت په وخت ګډ جنګي مشقونه هم کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG