لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې افغانه استازې: اسلامي نړۍ دې له طالبانو سره د بشري او د ښځو د حقونو حساب وکړي


د افغانو او ښځو او نجونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانو او ښځو او نجونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري

واشنګټن ــــ د افغانو ښځو، نجونو او د بشري حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري په سعودي عرب کې د اسلامي همکارۍ سازمان له مشرانو لیدلي او ترې یې غوښتي یې دي چې پر طالبانو د ټولشموله حکومت جوړولو ټینګار وکړي.

رینا امیري د جمعې په ورځ د سعودي په پایتخت جده ښار کې د دې سازمان له مشرانو سره تر لیدو وروسته د شنبې- خالي په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالبان دې داسې حکومت جوړ کړي چې حقونو ته درناوی ولري او د هغو کسانو په وړاندې له انتقام اخیستلو لاس واخلي چې خپل حقونه غواړي.

مېرمن امیري وایي د اسلامي همکارۍ سازمان له مشرانو سره پر دې خبره همږغې شوه چې اسلامي نړۍ دې په دې کار کې مخکښ رول تر سره کړي چې له طالبانو سره د بشري حقونو د ساتنې پر سر حساب وکړي:

"[طالبان] دې بشري حقونو ته درناوی ولري او خپلې ژمنې دې پوره کړي چې ښځې او نجونې په پراخ ډول سکولونو، کارونو، ولسي ژوند او سیاست ته ور ستنې شي".

رینا امیري وایي د اسلامي همکارۍ د سازمان له استازو سره یې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي په برخه کې د دې سازمان پر هڅو هم خبرې کړې دي. مېرمن امیري لیکلي:

"پر دې مې ټینګار وکړ چې بشري حقونه او بشري ستونځې یو له بل سره تړلي دي".

رینا امیري په جده کې د اسلامي همکارۍ سازمان له خوا چلېدونکې د اسلامي فقې د نړیوالې اکېډمۍ (ایفا) له مشرانو سره هم لیدلي او وايي له هغوی سره یې ګټورې خبرې کړې دي:

"د ښځو او بشري حقونو په اړه د دې [ایفا] رسمي سکالرشپ ډېر اغېزمن کار دی، چې پر دې ټینګار کوي چې په اسلام کې د ښځو د تعلیم او کار حق او د ولسي او سیاسي ژوند په ګډون په ټولو برخو کې د هغوی ګډون لازمي دی".

طالبانو تر اوسه د اسلامي همکاریو د سازمان له مشرانو سره د رینا امیري او بشري او د ښځو حقونو ته د درناوي په برخه کې د دې سازمان د څرګندونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي رېډیو ته ویلي:

"اسلامي امارت د ښځو د حقونو برخه کې شرعي حقونو ته ژمن دی. په دې اړه موږ مخکې هم ویلي، بیا یې هم وایو چې کومه کمي به نه وي."

د اسلامي همکاریو سازمان د تېر 2021م کال په دسمبر کې د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کې هم له طالبانو غوښتي وو، چې بشري حقونو، د ښځو، نجونو او ځوانانو حقونو ته دې درناوی ولري.

دې سازمان د هغې غونډې په پای کې پخپله خبرپاڼه کې ویلي وو، چې اسلامي پرمختیایي بېنک به د 2022م کال تر لومړیو درو میاشتو پورې د هغو هڅو مشري کوي چې له افغانستان سره مرستې ازادې کړي.

د امریکې افغان نژاده استازې رینا امیري وایي د اسلامي پرمختیایي بېنک له مشرانو سره یې هم په دې اړه ګټورې خبرې کړې دي:

"د افغانستان ټرسټ فنډ د جوړولو په برخه کې د پرمختګ او هغو هڅه هرکلی مې وکړ چې په افغانستان کې د خرابېدونکو بشري حالاتو د مخنیوي لپاره د او ای سي د غړو هېوادونو او نورو متحدینو مرستې را ټولوي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د 2021م کال په پای کې رینا امیري د افغانستان لپاره ځانګړې استازې ټاکلې وه او ویلي یې وو، چې هغه له حکومت او د امریکې د ملي امنیت له ادارې سره د اساسي اهمیت وړ مسایلو لکه بشري حقونو او د ښځو، نجونو او نورو مختلفو ټولنو په برخه کې کار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG