لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې یو پاکستانی د روغتیایي درغلۍ او جعلي پیسو لېږدولو د دسیسې په تور 12 کاله سزا شوی


واشنګټن ــــ د امریکې د انصاف ادارې پخپل یو بیان کې ویلي چې د محمد عتیق په نوم یو پاکستاني ته عدالت د جعلي روغتیایي سکیمونو او د جعلي پیسو د لېږد یا منتقلۍ د دسیسې په تور د دوولسو کالو بند او 48 میلینه ډالر تاوان سزا اورولې ده.

د انصاف ادارې د جمعې په ورځ پخپل بیان کې ویلي، چې د پاکستان د راولپینډۍ ښار اوسېدونکي دغه 33 کلن تن د خپل جعلي کارونو لپاره د هندي نومونو نیلېش پټېل، سنجې کپور او راجېش دیسای په نوم ګڼل شمېر نور نومونه کارولي دي.

په بیان کې ویل شوي چې محمد عتیق د اسلام اباد له یوې روغتیایي ادارې «هوم هیلت کېر کنسټلنګ» سره کار کاوه او وایي دې ادارې د امریکې په ایلینوای، انډیانا، نواډا او ټیکاس ایالتونو کې تر 20 د زیاتو روغتیایي کمپنیو لپاره د امریکې د سرکاري روغتیایي ادارې «مېډیکېر» بلونه او الیکټرانک ریکارډ سمبالول.

د امریکې د شمالي ایلینوای ضلعې په عدالت کې د پرېکړې په مهال قاضي منېش شاه- چې په خټه هندی دی- تورن تن محمد عتیق ته د 2.4 ډالرو کېشیر چیک او تر یو میلین ډالر زیاتې اضافي جرمانې ادا کولو امر هم کړی دی.

د انصاف ادارې پخپل بیان کې ویلي، کله چې د امریکې د روغتیا دغه تر 20 زیاتې روغتیایي ایجنسۍ د عتیق په کنټرول کې وې، هغو د ده په وینا مېډیکېر ته د کورنیو علاجونو د کولو جعلي دعوې کړې وې. وایي د دغو علاجونو لپاره- چې په اصل کې نه وو شوي- دغو ایجنسیو ته 40 میلینه ډالر ورکړل شوي وو.

"عتیق د جعلي پیسو د لېږد د دسیسې په توګه خپلو امریکایي کارکوونکو ته لارښوونه کړې وه چې دا چیکونه په جعلي طریقه د امریکایي بېنکونو هغو اکاونټونو ته ولېږي چې د پیسو د بهرنۍ منتقلۍ د کاروبار لپاره بهرنیو اخیستونکو ته ټاکل شوي وو".

په بیان کې ویل شوي چې د پیسو د لېږدولو تجارت کوونکو بیا عتیق ته په پاکستان کې نغدې پیسې ور ادا کړې او همدارنګه په پاکستان کې یې هغو بېنکي اکاونټونو ته ور ولېږلې چې د ده په کنټرول کې وو.

وایي عتیق خپلو امریکایي کارکوونکو ته دا لارښوونه هم وکړه چې په جعلي طریقه په امریکا کې ګران بیه ګړۍ او نور قیمتي شیان واخلي او بیا یې په دوبۍ کې د ده ملګرو ته ولېږي.

د دې مقدمې پلټنه د امریکې د پلټنو مرکزي ادارې ایف بي ای او د امریکې د روغتیا او بشري خدمتونو ادارې ایچ ایچ ایس کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG