لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې نیول شوؤ دوؤ ترهګرو منلې چې په پیسو یې په امنیتي ځواکونو چاودنې کولې


امنیتي سرچينې وایي شمالي وزيرستان کې نیول شوؤ دوؤ مهمو ترهګرو ورته منلې ده چې بارودي سرنګونه یې جوړول او په امنیتي ځواکونو یې چاودنې کولې.

وي او ډیوه سره دامنیتي سرچینو له لوري په شریک کړل شوؤ معلوماتو کې ویل شوي چې دعارف الله او اسمان الله په نومونو دوه مهم ترهګر په امنیتي خواکونو دچاودنو او بارودي سرنګونو جوړولو په تور نیول شوي او دوئ دپلټنو په مهال منلې ده چې د پیسو په لالچ کې یې په امنیتي ځواکونو چاودنې کولې.

دنیول شوؤ کسانو څخه دیو تن جوړه کړل شوې ویډیو هم ډیوه ته ترلاسه شوې ده چې په پکې دغه تن خپل ځان د اسمان الله په نوم معرفي کوي اؤ وایي په دې وروستیو کې یې په امنیتي ځواکونو چاودنه کړې چې پکې دوه امنیتي عسکر وژل شوي وؤ.

هغه وایي دوئ سره ګوهر نومې دترهګرو کمانډر د چاودنې پسر د درېوؤ لکه روپو ورکولو ژمنه کړې وه خو وروسته بیا دغه کمانډر له مرستو ورکولو انکاري شوی ؤ.

هغه ویډیو کې تور پورې کړی چې د دوی د نیولو خبرتیا هم امنیتي ځواکونو ته دوئ ورکړې وه.

امنیتي سرچینو اؤ وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا کسان کله او څنګه نیول شوي. او دا اعتراف یې چرته کړې دی؟ خو سرچینې وایي چې ددې ترهګرو تړاؤ د حمید الله په نوم د وسله والې ډلې سره ؤ.

د فرورۍ په اوومه د پاکستان په قبایلي ضلع شمالي وزيرستان کې دحکومت لخوا د نهو مطلوبه ترهګرو په سرونو دانعامونه اعلان شوی ؤ او په دغه اړه په علاقه کې کاغذ پاڼې يا پمفلټونه هم لګول شوي وؤ چې پکې د حمید الله نوم هم په مهمو وسله والو کې شامل ؤ.

دغه پمفلټونه چې وي او اې ډیوه ترلاسه کړي په پښتو او اردو ژبو کې ليکل شوي دي.

په پمفلټونو کې د شفيرالله، حمیدالله او سيد انار په سر 50، 50 لکه روپۍ انعام اعلان شوی او ددې سره د رحمان الله، مير خاتم، حسن ګل، افتاب الله، طارق او محمد په سر 30، 30 لکه روپۍ انعام اعلان شوی دی.

په پمفلټ کې ويل شوي چې په شمالي وزيرستان کې د ترهګرۍ او بدامنۍ غټه وجه د يو څو ترهګرو مشران، سرپنجان او د هغوئ ملګري دي. او د هغو پرضد دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې عام خلک د تکليف سره مخ کيږي، او دکور اؤ پردې ستونزه ترې جوړيږي.

پمفلټ کې دسیمې په خلکو غږ شوی چې د خپل کور او عزت د بچ کولو دپاره دې د ترهګرو د مرستې څخه ډډه وکړي او د امنيت دپاره دې د حکومت مرسته وکړی شي.

په پمفلټ کې ويل شوي چې ددغو ترهګرو مالومات دې د نزدې پوځي چيک پوسټ، پوځي يونټ، پوليس تاڼې يا په ورکړی شوي موبايل شمېره دې د وټس اېپ د لارې شريک کړی شي اؤ د مالوماتو ورکوونکي نوم به پټ ساتل کيږي.

خوپه پمفلټونو کې د ياد کړی شوو کسانو په اړه دا نه دي ويل شوي چې د دغو کسانو تعلق د کومې ډلې سره دی.

وي او ای په دې اړوند د علاقې حکومتي چارواکو ،پولیس، امنیتي ادارو او انتظامیه سره د رابطې هڅه کړې خو هغوي څه ځواب نه دی ویلی خو په سیمه کې یوه امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط ډیوه ته وویل دترهګرو په سرونو له انعام ویستو وروسته امنیتي ځواکونو ته د خلکو ملاتړ ترلاسه کېږي.

هغه وویل، تمه ده چې د خلکو په همکارۍ نور مهم ترهګر هم ونيول شي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG