لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پښتنو قامي جرګه رابللې


پښتون ملت پاله ګوند (پښتونخوا ملي عوامي ګوند) ويلي، پښتنو ته په ورپېښو مسلو او افغانستان په صورتحال او ورسره اړونده نورو مسلو د پښتنو قامي جرګه رابللې ده.

د جرګې په بلنليک کې ويل شوي دغه جرګه به د مارچ د میاشتې په 11، 12 او 13 نېټه د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې کولی شي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د بلوچستان صوبې مشر قهار ودان وايي، د ګوند مشر يې محمود خان اڅکزي درې څلور کاله وړاندې د دې جرګې ويلي وو او د دې ضرورت وو.

وي اواې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "هغه (اڅکزي) ويلي وو چې د پښتنو په مسلو او لر و بر افغانانو ته چې ورپېښې مسلي دي په دې بايد چې درې جرګې وشي يوه په پاکستان کې دننه د مېشته پښتنو، بله په افغانستان کې او درېمه په بهرنيو هېوادونو کې وشي".

هغه وويل، "پښتانه د 40 کالو د ناورين سره مخ دي، پرضد يې جګړه روانه ده، په داسې حالاتو کې چې پښتانه نور د جنګونو توان نه لري او خلک يې نورو جنګونو ته اچوي نو په داسې حالاتو کې د لویې جرګې راغوښتل ډېر ضروري وو".

نوموړي زياته کړه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په کورب توب به دغه قامي جرګې ته د پښتنو ټول سياسي ګوندونه، پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتانه مخور مشران رابلي.

د يادې جرګې په بلنه کې ویل شوي، "چې د تيرو څلورو لسيزو نه په افغان خاوره تپلې شوې جګړې زمونږ (پښتنو) په سيمې او په ځانګړي ډول په پښتونخوا وطن ژورې اغېزې وکړې او په نتيجه کې يې زمونږ په خلکو د ترهګرۍ په نوم يو نا اعلانه شوی جنګ مسلط شو".

په بلنه کې زياته شوې، "په زرګونو خلک (پښتانه) وژل شوي، په لکونو بې کوره شوي، بازارونه او کورونه وران شوي، د کربونو روپو زيانونه يې شوي، ماورا عدالت قتلونو سلسله دوام لري، په زرګونو خلک بې درکه او بې کوره دي، پښتون افغان په دروغجنه پروپېګنډا نړۍ ته ترهګر او انستهاپسند معرفي کيږي".

د دې ترڅنګ "د پښتنو په بېش بها وسايلو د قبضې په نتيجه کې پښتانه د تعلیم او صحت د بنيادي اسانتياو نه محرمه دي. سياسي هدفي وژنې، او په سیند او پنجاب کې پښتانه د سر، مال او عزت د عدم تحفظ سره مخ دي".

ويل شوي "په افغانستان کې د مسلط شوې جګړې په نتیجه کې جوړ شوي صورتحال او بوږنوونکي انساني بحران او نورو اړونده مشکلاتو باندې به په جرګه کې بحثونه کيږي".

قهار ودان وايي، د پښتنو غټې ستونزې په جرګو هوارې شوي دي او اوس هم د پښتنو مشکلات ډېر سېوا شوي، پښتانه به کښېني، په ګډه به د قام د ستونزو مخنيوی کوي، پښتانه چې پرامنه خلک دي نړۍ ته ترهګر ښودل شوي دي. نړۍ ته به د پښتنو په مسله سر خلاصول وي".

هغه وويل، "دوی هيله لري چې د دغه جرګې د لارې يوې ملې ايجنډې ته لاړ شو او قام د مشکلاتو خلاص کړو، او افغانستان د هره مداخلته خلاص شي".

نوموړی وايي په بنو کې جرګه ځکه کيږي چې د بنو موسم ښه دی، بنو يو تاريخ لري، او بنو په پاکستان کې د مېشته پښتنو مينځنۍ سيمه ده، ځکه په بنو کې د جرګې کول ټاکل شوي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قامي جرګې نه وړاندې د کال 2020 په لسم مارچ د عوامي نېشنل ګوند له خوا د پېښور په باچا خان مرکز کې "پښتون قامي جرګه" شوې وه چې پکې پښتنو ته په ور پېښو سیاسي،‌ اقتصادي، تعلیمي او نورو ستونځو خبرې شوې او د حل لپاره یې 21 مادې لرونکې ګډه اعلامیه خپره شوې وه.

په دغه جرګه کې د عوامي نېشنل ګوند په ګډون د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، قومي وطن ګوند، پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ن) ګوند، جمعیت علمای اسلام، جماعت اسلامي، عوامي ورکرز ګوند، بلوچستان عوامي ګوند او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ګډون کړی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG