لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د جمعې پورې د بارانونو او واورې کېدو امکان څرګند کړی شوی


د پاکستان د موسمیاتو محکمې د ګل/ دوشنبې څخه د جمعې د ورځې پورې د خېبرپښتونخوا په غرييزو ضلعو کې د تېز باران سره د واورې کېدو امکان څرګند کړی دی.

د دې ترڅنګ د بلوچستان صوبې د کوټې نه تر زيارت، قلعه سېف الله، پشين، ژوب، موسا خېل او تر وزيرستان پورې هم د تيزې سیلۍ او پړق پړوق سره د باران او په غرونو د واورې کېدو امکان ښودل شوی دی.

د موسمیياتو محمکمې ویلي، د ګل د شپې نه د جمعې پورې په دیر، سوات، ملاکنډ، کوهستان، شانګله، بونېر، او اېبټ اباد پورې د تېزې سيلۍ او پړق پړوق سره د باران او واورې کېدو، او صوابۍ، مردان، نوښار، چارسده، پېښور، باجوړ، کرمه، خېبر او کوهاټ کې د تېزې سيلۍ، باران او ږلۍ کېدو امکان هم څرګند کړی شوی دی.

په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) په غرييزه ضلعو کې د بارانونو سره د ډېرې واورې کېدو امکان څرګند کړی دی.

ويل شوي د تېزې سيلۍ او ږلۍ له امله ولاړ فصلونه اغېزمن کېدی شي او د واورو کېدو له امله د سړکونو بندېدو امکان څرګند کړی شوی دی.

د دې ترڅنګ دير، سوات، شانګله، بټګرام، تورغر، کوهستان، مانسهره او اېبټ اباد ضلعو کې د ممکنه غرونو ښوېدو هم ویل شوي دي.

د سېلګرۍ سره اړوند ادارو ته د ځاني او مالي تاوان څخه بچ کېدو دپاره د احتیاط کولو ويل شوي او اړوند ادارو ته د چمتو کېدو لارښوونه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG