لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان:هدفي برید کې دوه وروڼه وژل شوي دي


دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزيرستان کې دوه وروڼه په هدفي برید کې وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان پولیس دا پیښه تاید کړې ده او د پولیسو ضلعي مشر عقیق حسین میډیا سره په شریکو کړو معلوماتو کې ویلي دهدفي برید دغه تازه پیښه تیر ماښام د ضلعې مرکز میرانشاه په پلنکزو سیمه کې شوې چې نامالومه پټ مخو کسانو په شمشیرالله او افتاب الله نومي کسانو ډزې کړي او وژلي یې دي.


د پولیسو دمشر په خبره د وژل شوؤ کسانو کورنۍ په چاه دعوه نه ده کړې او برید کونکي تر برید ورسته تښتېدلي دي.

هغه وویل د میرانشاه پولیسو په تاڼه کې مقدمه د نامالومو کسان په ضد درج شوې او پولیسو دپېښې پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د دغه پیښې ذمه داري چا نه ده منلې.

په شمال وزیرستان کې دا پیښه په داسې مهال رامنځته شوې چې تیره ورځ انتظامیې منلي وؤ چې د طالبانو دوزیرستان شورا دمشر حافظ ګل بهادر سره د خبرو لپاره د ځايی مشرانو لس کسیزه ډله خوست ته لیږل شوې چې پخلې یې د خوست د والي دفتر هم کړی دی.

په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې د هدفي وژنې دا دریمه پیښه ده.

د فاټا ریسرچ سنټر او د یوتهـ اف وزیرستان د شمیرو ترمخه تیر کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو 70 پیښې شوې وې.

د یوتهـ اف وزیرستان پخوانی مشر وقار داوړ وایي په هدفي وژنو کې د علاقې مشرانو، سرکاري افسرانو، سپین ږیرو او ځوانانو سره پینځه زنانه وژل شوې.

هغه وایي د احتجاجي ناستو او جرګو پرمهال دوئ بیا بیا د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې چې ددغو بریدونو مخ نیوی باید وشي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو وروسته دوئ د نا امنۍ سره مخ دي. او دسیمه کې د بدو پیښو وروسته بیا عام ولس ځورول کیږي.

په اسلام اباد کې د فاټا ریسرچ سینټر مشر منصور مسید وایي په افغانستان کې طالبان په واک کې د راتلو وروسته په قبایلي ضلعو او په ځانګړي ډول وزیرستان کې نا امني سیوا شوې ده.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي تیر کال په قبایلي ضلعو کې 75 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي او دا پیښې زیاتره جنوبي او په ځانګړی ډول شمالي وزیرستان کې شوي دي.

د علاقې پولیس وايي، هره پیښه د هدفي وژنې نه وي او شخصي دښمنیو کې خلک مقدمې نه درج کوي او دغه پیښې له هدفي وژنو سره تړي.

وي او اې ډیوه ته په دې وروستیو کې د ضلعې د پولیسو مشر عقیق حسین ویلي وؤکله نه چې پولیس راغلي حالات په قابو کې دي او هڅه کوي چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي او کله کله دا ډول بریدونه ترسره کېږي.

په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ په 2014م کال کې د وسله والو پرضد ضرب عضب عملیات کړي وؤ او دا سیمه یې د وسله والو نه پاکه ګرځولې وه خو تیر ورځ هم د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د استخباراتي عملیاتو کې دپینځوؤ وسله والو او یو عسکر د وژل کېدو ویلي وؤ.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG