لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزير په بله مقدمه کې ګرفتار کړی شوی، د خوشي کولو دپاره يې پرلت دوام لري


په کراچۍ کې د پي ټي اېم پرلت
په کراچۍ کې د پي ټي اېم پرلت

د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ په بله مقدمه کې ګرفتار کړی شوی او د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شوی دی.

د علي وزير وکیل قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډیوه ته ويلي، د علي وزير او پي ټي اېم پرضد دغه مقدمه د کال 2019 د جنورۍ په 20 درج کړی شوې وه.

د کراچۍ په سهراب ګوټ پوليس تاڼه کې ياده مقدمه د پي ټي اېم د جلسې وروسته درج کړی شوې او د پي ټي اېم 16 مشران او فعال پکې نومول شوي، چې پکې بيا د پي ټي اېم يو فعال عالمزېب مسيد نيول شوی او بيا د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د عالمزېب مسيد د ضمانت خواست رد کړی او په 16 ستمبر 2019 سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی وو.

د قادر خان اېډوکېټ په وېنا په 14 فرورۍ د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت د علي وزیر د نيولو امر کړی، پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (22 فرورۍ) هغه ياد عدالت ته وړاندې کړی شوی او جېل ته لېږل شوی دی.

علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، د هغه پرضد په کراچۍ کې د کال 2020 د دسمبر د میاشتې په جوړه مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ ضمانت ورکړی، او په کراچۍ کې جوړې د 2018 کال د مې د میاشتې په مقدمه کې يې عدالت د ضمانت خواست رد کړی او نن په دغه قضيه کې د ګواهانو وړاندې کېدو دپاره اورېدنه ټاکل شوې ده.

بل لور ته د علي وزير او پي ټي اېم پرضد د جوړو مقدمو بيرته اخستو او د علي وزير د خوشي کولو دپاره د سيند اسمبلۍ مخې ته په 11م ورځ احتجاجي پرلت دوام لري.

پي ټي اېم د دغه پرلت د لارې په کراچۍ کې پښتنو ته د ورپېښو مسلو هوارولو غوښتنه هم کوي.

تيره شپه د پي ټي اېم مشر منظور پشتين پرلت ته په وېنا کې يو ځل بيا په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند د صوبايي حکومت نه غوښتي چې د علي وزير او پي ټي اېم پرضد جوړې مقدمې بيرته واخلي.

پشتين د خېبرپښتونخوا حکومت د کال 2020 اعلاميه هم وړاندې کړې او د سيند صوبايي حکومت ته ویلي څنګه چې د خېبرپښتونخوا حکومت د خړکمر په پېښه کې د دغه اعلامیې د لارې مقدمه بيرته اخستې د دغه قانون لاندې دې د سيند حکومت هم مقدمې بيرته واخلي.

خو د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د ګل/ دوشنبې په ورځ (21 فرورۍ) په پېښور کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، هغه د وړومبۍ ورځې نه په هر ځای کې د علي وزير او د هغه د ملګرو دپاره غږ پورته کړی دی، او په راتلونکې کې يې هم دغه اراده ده.

بلاول ویلي وو "علي وزير ته په يوه مقدمه کې ضمانت ورکړی شوی دی، او نورې قضيې په عدالتونو کې دي، او څنګه چې په وړومبۍ قضيه کې ضمانت ترلاسه شوی دی، دغه شان چې په نورو قضيو کې نه وي شوی، زه غېر جمهوري تن نه يم، خپل اېم پي اې او خپل سپيکر مې په جېل کې دی هغه نه شم خوشي کولی، زما سره کوم جادو نشته چې علي وزير خوشي کړم".

هغه زياته کړه "د علي وزير په قضيه کې قانوني عمل روان دی، هغه دې خپل کړی شي"، او د هغه ملګري چې احتجاج کوي، هغه خپل حکومت ته ويلي چې د دوی خبرې وکړي او خبرې به ورسره کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG