لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:پوځ عملیاتو کې دلسو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده


د پاکستان پوځ دعوه کوي د بلوچستان په هوشاب کې يې لس ترهګر وژلي، بلوڅ فعالان وايي په تېرو څو عملياتو کې هغه بلوڅان هم وژل شوي دي چې لا درکه وؤ۔

د پاکستاني دپوځ وياندې ادارې ايي ايس پي ار پخپل یو بیان کې دعوه کړې چې دفرورۍ پر 23مه يې د بلوچستان ايالت په هوشاب سېمه کې د پټو معلوماتو پر اساس عمليات ترسره کړي اؤ دې عملياتو کې يې د يو کمانډر په ګډون لس ترهګر وژلي دي۔

ايي ايس پي ار په خپله اعلاميه کې زياته کړې چې له عملياتو وروسته یې د وسله والو له پټن ځايه څخه زياته وسله هم په قبضه کې اخستې ده۔

د ایي ايس پي ار په خبره وژل شوؤ کسانو د بلوچستان په پسني او تربت سيمو کې پر امنیتي ځواکونو ترسره شوؤ اوسنيو بريدونو کې لاس درلودو۔

د روان کال د جنورۍ دمياشتې د 24مې او 25مې نېټې په منځنۍ شپه د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستان پر پوځي کېمپ بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بي ايل ايف له لوري او د فبرورۍ پر دويمه په پنجګور او نوشکي سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر کېمپونو د بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بي ايل ای له لوري ډله یېز بريدونه شوي وؤ۔


د پاکستان د پوځ د وياندې ادارې په خبره په يادو دریوؤ بريدونو کې نولس امنيتي سرتيري وژل شوي او د پوځ په ځوابي بريدونو کې يې شل بريدګر وژلي دي۔

د پوځ ويانده اداره وايي له دې بريدونو وروسته يې د بلوچستان په بلوڅ ميشتو ډيری سيمو کې د وسله والو پر ضد د عملياتو لړی دوام لري۔

خو بلوڅ قامپرسته ګوندونه او د لادرکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکی تنيظم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز پر پوځي عملياتو نيوکې کوي او وايي چې د پوځي عملياتو په ترڅ کې په ناقانونه توګه د خلکو په لا درکه کولو کې زياتوالي راغلی دی۔

د تنظيم د مشر نصرالله په خبره د روانې مياشتي پر دويمه نيټه د پنجګور او نوشکي له بريدونو وروسته د 200 بلوڅانو لادرکه کېدو خبر ورکول شوی خو د نصرالله په خبره چې د دوی تنظيم د 70 کسانو پوره تفصيل تر لاسه کړی دی۔

نصرالله بلوڅ تور پورې کوي چې د امنيتي ځواکونو لخوا په عملياتو کې هغه بلوڅان هم وژل شوي دي له تيرو څو کالو څخه لا درکه وؤ۔

" شاوخوا 27 تنه په 7ؤ جلا جلا عملياتو کې وژل شوي دي، په دې کې چې د کومو شناخت شوی دی د کومو خپلوانو چې د هغوی جسدونه وړي وؤ د هغوی وينا ده چې دا خلک له څو کالو راهسې لا درکه وؤ"

د نصرالله بلوڅ د دې تورونو په اړه مو د بلوچستان د اعلا وزير د کورنيو چارو له سلاکار میرضیاء لانګو سره د ټيلي فون له لارې تماس ونيولو او د هغه پر واټسپ مو غږيز پېغام وليږلو خو د رپورټ د جوړولو تر وخته يې ځواب ونه ویلو۔

خو تر دې وړاندې حکومتي او پوځي چارواکو دې ته ورته تورونه رد کړي دي۔

د نصرالله بلوچ په خبره له 2019م کال راهسي يې ايالتي حکومت ته د 890 لادرکه بلوڅانو نوملړ ورکړی، وايي په دې کې 495 کسان موندل شوي دي۔

په پاکستان کې د لادرکه کسانول لپاره جوړکړل شوي حکومتي کميشن پر خپله ويب پاڼه ليکلي چې د 2022م د جنورۍ مياشتې ترپايه په ټول پاکستان کې 8415 (اته زره څلور سوه پنځلس) کسانو د لادرکتيا کيسونه درج کړل شوي۔

د کميشن په خبره په يادو کسانو کې تر دا مهاله 3269 (درې زره دوه سوه نهه شپيته) لادرکه کسان بيرته خپلو کورونو ته ستانه شوي، 939 په حراستي مرکزونو او 581 په جيلونو کې بند دي۔

يو کال وړاندي د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي وؤ چې نه غواړي د دوئ په حکومت کې دې يو تن هم ورک يا لادرکه وي۔

بل لوري ته بيا د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنيشنل يوه مياشت وړاندي ويلي و چې له کال 2011 څخه بيا د کال 2021م تر پایه دوی ته له پاکستان څخه د 8154 کسانو د لادرکۍ خبر ورکول شوی ،

د ادارې په خبره په دې کې 2274 کېسونه داسې دي چې د هغوی په اړه يو ډول معلومات هم نه دي ورکول شوي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG