لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په سنټرل جېل کې بندیانو ته تفریحي پروګرامونه جوړ شوي


د پېښور سنټرل جېل
د پېښور سنټرل جېل

د پېښور په سنټرل جېل کې د ټولې صوبې نه په بېلا بېلو جرمونو کې سزا شوي څه ۵۰۰ مجرمانو خپله سزا پوره کړې.

په دې جېل کې څه ۲۵۰ داسې مجرمان هم بنديان دي چې د مرګ سزا ورته اورول شوې ده.
په همدې بندې خانه يا جېل کې په وروستيو کې د پېښور د لوبو ډاېرېکټرېټ د جېل د انتظاميې سره په مرسته د قېديانو د تفريح لپاره درې ورځنۍ د لوبو مېله جوړه کړې ده.
په دې جېل کې د تېرو دوه کلونو راهېسې یو بندي د خېبر قباېلي ضلعې ذاکر افريدی وايي، له دغې مېلې سره دوي باندې تر ډېره حده پورې فشار کم شو او له دغو لوبو نه دوي ډېر خوند واخېست.
هغه وايي:
"مونږ ټول قېديان او د جېل او حوالات ملګري په دې باندې ډېر خوشاله يو او خوند ترې اخلو. دا په لومړي ځل داسې وشول. جېل سخت ځای دی، په مونږ چې جېل کې کوم فشار و هغه دې درې ورځنۍ د لوبو مېلې سره کم شوی او ذهن مو بدل شوی. "
په دې بندي خانه کې د اکرام الله په نامه یو بل بندي هم وايي، چې جېل يو ډېر سخت ځای دی. خو دې قسمه لوبو، مېلو او نورو سهولتونو سره د قېد سختۍ په دوي باندې څه حد پورې کمې شي. هغه وايي دلته هغه خپل وخت هم نه ضاېع کوي او خپله يې هم د لسم جماعت امتحان لپاره داخله اخېستې ده.
اکرام الله وايي:
"زه خپله زده کړه او مطالعه کوم لکه څنګه چې مو بهر ژوند و. مونږ چه دلته په جېل کې هم يو نو غواړو مخکې ولاړ شو. که خېر وي دلته نه به وځو، زده کړو ته مو توجو ده او خپل تعليم به کوو. د ايي جي (انسپکټر جنرل) مننه کوو چې مونږ د پاره داسې د لوبو مېلې جوړوي او زمونږ ذهني فشار له مينځه وړي."

د پېښور سنټرل جېل مشر يا سپرټنډنټ عمېر خان وي او ای ډيوه ته ووېل په دې ياده مېله کې ثقافتي سرګرمۍ، موسيقي، ګډاګانې او لوبې وې او د دې مقصد دا و چې په جېل کې بندي قېديانو باندې فشار تر څه حده پورې کم شي او دوي ته هم د تفريح يوه موقع ورکړل شي.
هغه وايي:
"مونږ سره چې کوم قېديان دي دا به درې ورځې په دې لوبو کې مصروفه ساتو. د دې د پاره چې د جېل کوم د فشار ماحول وي د هغې نه لږ په ارام شي، ذهن يې بدل شي. چې د کومو قېديانو مقدمې روانې دي،او عدالتي او د وکيلانو مسلې يې دي نو غواړو چې دا ماحول هغوي ته د يو مېلې او کور په شان کړو چې هغوي ښه وخت تېر کړي د څو ورځو لپاره."
د جېل سپرټنډنټ عمېر خان زياتوي چې په عامه توګه هم مونږ د بنديانو لپاره د بېلا بېلو سرګرميو تابيا کوو خو دا مېله د سپورټس ډاېرېکټرېټ په مرسته کېدونکې يوه لويه مېله ده. هغه وايي، د دې جېل اصلي ودانۍ د کال ۱۹۸۵ جوړه ده خو اوس پکې د جديد تقاضو مطابق نورې ابادۍ هم شوي دي چې ټول سهولتونه لري او وايي بنديانو لپاره د نصابي او غېر نصابي زده کړو چارې هم لري. مخکې په جېل کې د لوې د صنعتي هنرونو زده کولو انتظام هم و خو د نوې ابادۍ کولو له وجې هغه د ځنډ ښکار شوی دی.
"مونږ چې دا کومه نوې ابادي جوړه کړې ده نو د دې لاندې ځای شته. مونږ د دې لپاره د خلک بهرتي کولو مرحله کې يو. مونږ به لومړی مهارت لرونکي خلک بهرتي کوو او بيا به دلته بندیانو ته هنرونه زده کوو. نن سبا د هنرونو د زده کړې سرګرمۍ خو نه دي روانې خو د دوي نور تعليم روان دی. مونږ دوي ته ديني زده کړې هم ښيو او څوک چې لسم دولسم يا نور تعليم کوي نو هغه دوي جاري ساتي."
د پېښور سنټرل جېل چې د صوبې يوه لويه او پخوانۍ قېد خانه ده په دې کې دا مهال څه ۳۲۰۰ قېديان بند دي چې پکې ۳۴ ښځې او څه ۲۰۰ کم عمره يا د اتلس کلونو نه کم عمر لرونکي قېديان هم شامل دي او دلته خپله سزا پوره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG