لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځ په شمالي وزیرستان کې د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ ویلي، په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې يې د استخباراتي مالوماتو په اساس د ترهګرو پرضد عملیات کړي، او شپږ ترهګر يې پکې وژلي دي.

بل لور ته په ټانک ضلع کې د مسید قبیلې یو مشر د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوی دی.

د پاکستان د سرکاري ریډیو ترمخه پوځ د زیارت په ورځ (24 فرورۍ) ناوخته ويلي، په شمالي وزيرستان کې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع عمليات شوي، او په عملیاتو کې د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه شوې ده.

ويل شوي د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو د محمد علي، مطيع الله، محمد عمر، اختر حسين، شير او وسيم په نومونو شوې چې د شمالي وزیرستان ځایي اوسیدونکي دي.

خو په خبر کې دا نه دي ویل شوي چې د وژل شوو ترهګرو د کومې ډلې سره تعلق وو.

ويل شوي وژل شوي ياد ترهګر د امنیتي ځواکونو پرضد هلو ځلو، هدفي وژنو او تاوان دپاره تښتونو کې ککړ وو.

د ترهګرو نه د وسلې او نور چاودیدونکو موادو ترلاسه کولو هم ويل شوي دي.

د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ترهګرو د وژلو تازه دعوه په داسې حال کې کړې چې د پاکستان امنيتي سرچينې تاييد کړې چې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره يې خبرې روانې دي.

د شمالي وزیرستان انتظاميې تیره اوونۍ ویلي وو د ټي ټي پي سره د خبرو دپاره د شمالي وزيرستان د مشرانو ډله د افغانستان خوست ته لېږل شوې او د ټي ټي پي کسان هم خوشي کړی شوي دي، خو ټي ټي پي په خپله د دغو مذاکراتو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

د امنیتي چارو کارپوهه او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر ریټایرډ بریګډئیر سید نظیر وایی دا یو طریقه کار وي چې جنګ او مزاکرات دواړه په یو ځایې روان وي. لکه په افغانستان کې چې د طالبانو او امریکا خبرې روانې وې.

هغه وایی په مزاکراتو کې چې کوم کسان د جنګ نه راوتل غواړي هغو ته لار هواره شي او چې څوک جنګ کوي د هغوی پرضد کاروایي کیږي دا جنګي سټراټيجي ده.

د پېښور یونیورسټۍ د جرنلیزم څانګې استاد سید عرفان اشرف وایی دا پرله پسې بریدونه چې کیږي دا ښکاره کوي چې تحریک طالبان پاکستان د حکومت غوښتنو منلو ته رضا نه دي.

هغه وایي د پاکستان حکومت دا دعوه کوي دغه بریدونه د پولې پورې غاړې افغانستان نه کیږي دا په ګوته کوي چې د پاکستان اړیکې د افغان طالبانو سره کمزورې دي خو په مطبوعاتو او په حکومتي کچه دا ښودل کیږي چې ګنې د تیر حکومت په پرتله د افغان طالبانو سره سمې اړیکې لري.

په شمالي وزيرستان کې د دغو تازه عملياتو نه وړاندې د پاکستان پوځ د اتوار په ورځ د شمالي وزیرستان په شیواه سیمه کې د استخباراتي مالوماتو په اساس د ترهګرو پرضد د عملیاتو کولو ويلي، او د ترهګرو سره په نښته کې د يو پوځي او پينځه ترهګرو د وژلو ويل شوي وو.

بل لورته په ټانک ضلع کې د مسید قبیلې یو مشر د نا مالومو کسانو په ډزو وژل شوی دی.

د ټانک پولیسو دا پیښه تاييد کړې او د پولیسو دفتر چارواکو وي او ډیوه سره په شریکو کړو مالوماتو کې ویلي د مسید قبیلې په مشر ملک فضل رحمان تیر ماښام د ټانک بازار کې هغه مهال ډزې شوې چې کله هغه په رکشه کې کور ته روان وو.

د پولیسو په وینا کورنۍ یې دوی ته ویلي چې د چا سره شخصي دوښمني نه لري او د نا مالومه کسانو پضد مقدمه درج شوې او پلټنې پېل کړی شوي دي.

ځایې خلک وایي وژل شوی مشر د جنوبي وزیرستان تیارزه اوسیدونکی او د مسیدو مچي خېل قبیلې مشر وو.

په ټانک ضلع کې تر دغه پیښې یوه ورځ وړاندې په جنډوله سیمه کې د حکومت پلوه امن لښکر پخوانی مشر نصر الله په چاودنه کې وژل شوې وو.

له دې وړاندې د روانه میاشت د پاکستان په قبایلي ضلعو شمالي وزيرستان، باجوړ او مومندو کې د حکومت لخوا د مطلوبه ترهګرو په سرونو د انعامونو اعلان شوي وو او په دغه اړه په علاقه کې کاغذ پاڼې يا پمفلټونه هم لګول شوي وو.

XS
SM
MD
LG