لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي د روس اؤ یوکرین جګړه کې افغانستان نه دنړۍ پام ګرځیدای شي


پاکستان کې څېړونکي وايي چې د روس خوا په يوکرين د حملې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمي ډول پېژندل به نور هم د ځنډ ښکار شي او د دې ترڅنګ نړۍ چې د دغې هېواد دبشري ناورين مخنيوي لپاره کوم ګامونه پورته کول په هغو کې به هم تر ډېر حده کمی راشي۔

دوی وايي که چرې امريکا او اتحادي هېوادونه يې د افغانستان روان کړکېچن حالات د پامه غورځوي نو ممکنه ده چې په دغه هېواد کې دبشري ناورين سېوا کېدو ترڅنګ تندلاریتوب وده وکړي او وسله والې ډلې به نورې هم پياوړې شي چې له امله به يې افغان ولس يو ځل بيا د خانه جنګۍ سره مخامخ شي۔

څېړونکي په دې نظر دي چې روس په سيمه یيزه کچه د افغان طالبانو دحکومت د کشالو هواري لپاره چې کوم ګامونه اخستل، په يوکرين د حملې وروسته نه يوازې هغه اغېزمن شول بلکې د غربي نړۍ پام به هم اوس په افغانستان کې د بشري ناورين په ځائ د روس او يوکرين جنګ ته راوګرځېږي۔

په دې هکله اسلام اباد کې د اسلامک انټرنېشنل پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد پروفيسر منظور اپريدی وي او ای ډیوه ته وايي چې د روس په يوکرين د بريد له وجې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمي ډول پېژندل به نور هم وځنډېږي۔

" دکومو خلکو چې روس طرف ته يو نظر ؤ چې په دې سيمه کې روس، چين، پاکستان، دمنځنۍ اسيا هېوادونه او داسې نور ګاونډي هېوادونه هغوی به رامخې ته شي او د افغان حکومت په رسمي ډول پېژندګلو او نورو امدادي سرګرمو کې به تېزوالی راولي، هغه به هم اوس وځنډېږي ځکه چې د هېوادونو توجو اوس د روس او يوکرين جنګ اړخ ته شوه"

ښاغلي منظور اپريدي زياته کړه چې د يوکرين په شخړه د ملګرو ملتونو په سلامتي کونسل کې ويټو پاورز کې پرانس او برتانيه امريکې سره په اتحاد کې دي او بل اړخ ته چين او روس هم ښې اړيکي لري۔

دی وايي په داسې حال کې سلامتي کونسل هم ویشل کیدای شي چې له وجې به يې د افغانستان سره د امداد لپاره د ملګرو ملتونو هغه غوښتنې متاثره شي۔

" اوس دلته دا ستونزه هم مخې ته راځي چې د افغانستان د امداد لپاره چې هغه غوښتنه سلامتي کونسل کړې وه په هغې کې هم ځنډ راځي او هغه هم په داسې وخت کې راځي چې د افغانستان ولس ته ډېر زيات د دغې امداد ضرورت دی"

نوموړه وي او ای ډيوه ته دا هم وويل که چرې افغانستان لپاره دغه امداد ځنډېږي نو دافغانستان دننه چې کومه بې وزلي یا اقتصادي ستونزې دي هغې کې نور هم شدت راتللی شي او دغه شدت د خانه جنګۍ په بڼه هم بدلېدای شي

روس پرون د زيارت په ورځ په ګاوندډي هېواد يوکرين حمله کړې چې دمطبوعاتي رپورټونو له مخې په نتيجه کې يې تر دې دمه ددغه هېواد 57 وګړي وژل شوي دي او د يوکرين د پلازميني کيف په ګډون څو ښارونو اړخ ته يې چټک پرمختګ کړی۔

د امريکي صدر جوبايډن په روس نور هم بنديزونه لګولي دي۔ د امریکې په نوو بندېزونو کې د روس بېنک، تکنيکي سکټر او د بهر ليږونکو څيزونو مرکز په هدف کړی شوي دي۔

جوبايډن ویلي، "دغه ګامونه به د روس د اقتصادي سېکټرونو دپاره ماليې او ټېکنالوجۍ ته رسايي کمه کړي او د کلونو لپاره به یې صنعت خراب کړي"

د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او څېړنکار ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي که چرې غربي نړۍ د افغانستان بشري ناورين او اقتصادي بحران د پامه غورځوي نو دې سره به په دغه هېواد کې د بشري حقونو دسرغړونو سېوا کېدو ترڅنګ وسله والې ډلې نورې هم پياوړې شي کومې چې د وړاندې نه د نړې لپاره ګواښ دی۔

" دا خطره ده چې بيا به په افغانستان کې سخت دريځي هغه کچې ته رسيږي چې کومې وسله والې ډلې دي هغه که القاعده ده او که نور ګروپونه دي هغه به وده مومي ځکه چې دا ټولې ډلې هلته موجود دي"

نوموړي زياته کړه که د نړۍ په افغانستان کې بشري حقونو ته توجو نه وي نو بيا به په دغه هېواد کې د بشري حقونو سرغړونو کې هم زياتوالی راشي او دې حوالې سره به په افغانستان کې د خلکو مفادات نقصان سره مخ شي"

د تېر اګست په 15مه افغان طالبانو د کابل د واک ترلاسه کولو وروسته خپل لنډ مهاله حکومت اعلان کړی خو د نړۍ کوم يو هېواد لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی۔

د وي او ای د يو رپورټ ترمخه په افغانستان کې 23 ميلينه افغانان امداد ته ضرورت لري کوم چې د ملک د ابادۍ د نيمايي نه زياته برخه جوړېږي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG