دبلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې دنامعلومو وسله والو په برید کې دوه پولیس وژل شوي اؤ یو تن بل ژوبل شوی دی.
دسیمې څخه سرچینو د جمعې په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي دا برید دجمعې په ماسپښین دکوټې په ختیز بائي باس هغه وخت شوی چې کله پولیس په یو هوټل کې ناست وؤ اؤ ډوډۍ یې خوړله.
سرچینې وایي پردغه مهال نامعلومو وسله والو په پولیسو ډزې کړي چې دوه پولیس پکې وژل شوي دي.
دمرستندویه ادارې ایدهي سرچینو وي او ای ډیوه ته د وژل شوو پولیسو نومونه د ای ایس ایي رحمت الله اؤ سپاهي علي اصغر په نومونو سره یاد کړي دي.
هم داشان په دې ډزو کې دپولیسو دګاډي ډرائیورقربان علي هم سخت ژوبل شوی چې د درملنې لپاره دوټې سول روغتون ته رسول شوی دی.
په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو دې وروستیو کې چې بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه بیلتون غوښتونکو پولیس والو ډلو پغاړه اخستې ده.
په دې وروستیو کې چې په افغانستان کې دطالبانو حکومت رامنتځته شوی رپورټونه وایي چې دپاکستان قبایلي ضلعو اؤ بلوچستان کې په امنیتي عسکرو دبریدونو لړۍ چټک شوې ده.
د روانې میاشتې په پیل کې دبلوچستان په نوشکي اؤ پنجګور سیمو کې په امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه شوي وؤ چې پوځ پکې دنهو عسکرو د وژل کیدو پخلی کړی خو ددغو بریدونو ذمه وارۍ قبلونکې بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان لبریشن ارمي بیا دعوه کړې وه چې بریدونو کې دپوځ ۱۹۵عسکر وژلي دي.
بلوچستان لبریشن ارمي بیا د وروستیو بریدونو په اړه خپله جاري کړې اعلامیه کې ویلي وؤ چې دوئ دبلوچستان دحقونو لپاره جنګیږي اؤ ددې توان لري چې دهیواد هره برخه کې دپوځ وینې توئ کړي.
دغه بیلتون غوښتونکې ډلې خپله اعلامیه کې په پوځ غږ کړی ؤ چې له بلوچستانه باید اوځي اؤ دسولې خبرو ته یې دنړیوال ثالث په موجودیت کې چمتووالی ښودلی ؤ.