لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:دعمران خان د روسیې سفر ګټور ؤ،دیوکرین په شخړه دې زغم نه کار واخستل شي


دپاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي د وزير اعظم عمران خان د روس سفر د خپل مينځي اړيکو او دوه اړخيزه تجارتي همکارۍ لپاره ګټور ګرځولى او ویلي یې دي پاکستان ګڼي چې د يوکرین په شخړه دې د زغم نه کار واخستل شي.

بل اړخ ته يوکرین کي ایسار پاکستاني وګړي د پاکستان حکومت څخه د دوئ په حفاظت سره د ویستلو غوښتنې کوي.

د جمعى په ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته وينا کې شاه محمود قرپشي وويل د وزير اعظم عمران خان او د روس دصدر ولادیمیر پوټن ترمنځ ملاقات کې د دوه اړخيزه اړيکو ترڅنګ دسويلي ايشيا په چارو، د افغانستان او يوکرین په شخړو خبرې اترې شوې دي.

هغه وويل پاکستان ګڼي چې د يوکرین دشخړې دسفاتکارۍ دلارې د هواري امکان لا موجود دى او غوره به وي چې دا وکارول شي.

خارجه وزير وويل راتلونکې دمارچ مياشت کې د افغانستان په اړه چين کې کيدونکې د افغانستان دګاونډيو هيوادونو غونډه کې به روس هم ګډون کوي.

نوموړي زياته کړه د وزير اعظم عمران خان د روس دوره کې په دوه اړخيزه تجارتي اړيکو او دتوانایۍ پروژو باندې د پرمختيا په هکله ګټورې خبرې اترې شوې دي او هيله ده چې د روان کال تر پائ به د روس نه پاکستان ته دغځيدونکي ګيس پایپ لاین بنیاد کېښودل شي.

که څه هم خارجه وزير د وزير اعظم عمران خان د روس سفر دوه اړخيزه اړيکو لپاره ګټور بولي خو مهمه خبره دا ده چې په دغه دوره کې د روس اؤ پاکستان ترمنځ هیڅ یوه لوظنامه یا دمفاهمت کوم یاداښت هم نه دی لاسلیک شوی.

څيړونکی ډاکټر حسن عسکري وايي دې نه په ډاګه کيږي چې د وزير اعظم عمران خان دوره کې دواړه خيزه تجارتي اړيکو کې هيڅ پرمختګ نه دى شوى.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل د ګيس پایپ لاین دپروژې په هکله مونږ د تيرو څو کالو نه اورو خو حقيقت دا دى چې په دى اړه عملى پرمختګ د نيشت برابر دى.

بل اړخ ته د پاکستان خارجه دفتر د روس لخوا په يوکرین د حملې وروسته د پاکستاني دسفارتخانې يوکرین دسرښار کيف نه بل ښارTrimpoline ټريمپولين ته دمنتقل کولو اعلان کړی دی.

د پاکستان خارجه دفتر او يوکرین کې د پاکستان سفير دغلته د ٢٠٠٠ پاکستاني وګړو د موجودیت پخلى کړى دى چي پکې ٥٠٠ زده کوونکي هم شامل دي.

دشخصي ټي وى چينلواو ټولنيزو رسنيو د لارې په یوکرین کې نښتي دغه پاکستاني وګړي د پاکستان د حکومت څخه د دوئ په خوندي ډول د ویستلو غوښتنې کوي او د پاکستان خارجه دفتر دغو پاکستانيانو باندې ټرڼپولين کې د پاکستاني سفارتخانې سره د تماس نیولو او ياد ښار ته دځانونو رسولو غږ کړی دی.

خبري کانفرنس ته وينا کې خارجه وزير د روس حمله کې په يوکرین کې دپاکستاني زده کوونکي د وژل کیدو خبر رد کړی دى.

شاه محمود قريشي دا پخلى هم کړى چې د امريکا حکومت د وزير اعظم عمران خان د روس سفر نه وړاندې د يوکرين دشخړې په اړه د پاکستان سره رابطه کړې وه.

پاکستان کې حکومت مخالفه سياستمداران د امريکا د باندنيو چارو وزارت هغه بيان ډير مهم بولي چې پکې ويل شوي وؤ امريکا د يوکرین دشخړې په سر د خپلو انديښنو نه پاکستان خبر کړى دى.

مخالفه سياستمداران دا ويره لري چې موجوده حالاتو کې د وزير اعظم عمران خان دماسکو د دورې له امله وړاندې نه د امريکې او پاکستان دتناؤ ښکار اړيکي لا نورې هم ترينګلې کيدلى شي.

خو خارجه وزير شاه محمود قريشي دمخالفه ګوندونو دا تورونه رد کړي او دريځ ېې خپل کړى چې ديوکرین شخړه د ورځ دوه نه ده او د ډير وخت راهسې روانه ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG